تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ښځو لپاره عصري زده کړي څنګه دي؟
 
  May 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۱۱)

نوم: احمدلودين
                                                          
سوال : زه دکندهار ولايت يم اوس دا ١٠ مياشتي کيږي چي مسکو ته د يو کار لپاره تللي يم زما پوښتنه داده زما نامزاد په کندهار کي ده، کله چي زه په کندهار کي وم دا د مکتب څخه فارغه سول نو اوس يې ستادي په هغه مکتب کي شروع کړيده نو زه وايم ددې تګ و مکتب ته د اسلام له نظره صحيح دي او که نه، او دا ښه په حجاب  کي مکتب ته په رکشه کي ځي او مطلب يې هم خاص  وطن ته خدمت کول دى، او د وطن اينده ده، دا وايي تر څو پوري به ښځي و نارينه ډاکټر ته ځي، زما په فکر دا خو ښه کار دى خو شرعي حکم نه دى راته معلوم.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ستاسو خيالات او فکر صحيح دى، البته د ښځو لپاره د زده کړي او ور زده کړي لپاره پرده نهايت ضروري ده، او بل تعليم او تعلم به مخلوط نه وي (نارینه او ښځي به سره یو ځای نه وي)، که چيري مخلوط تعليم او تعلم و، هغه بيا جائز نه دى، ځکه مفاسد يې بې  شمېره دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1): لا خلاف بين الفقهاء في مشروعية تعليم النساء القرآن والعلوم والآداب . ومن الفقهاء من قال بوجوب قيام المتأهلة من النساء بتعليم علوم الشرع ، كما كانت عائشة رضي الله عنها ونساء تابعات (3) ، وقد قال الله تعالى لنساء نبيه عليه الصلاة والسلام{واذكرن ما يتلى في بيوتكن من آيات الله والحكمة ۔۔۔)

ويجب أن يكون تعليم النساء مع مراعاة آداب أمر الشارع المرأة بالتزامها للحفاظ على عرضها وشرفها وعفتها ، من عدم الاختلاط بالرجال ، وعدم التبرج ، وعدم الخضوع بالقول إذا كانت هناك حاجة للكلام مع الأجانب. الموسوعة الفقهية: ج١٣، ص١٢- ١٣.

وايضاً: هذا ويرى أكثر الفقهاء عدم الكراهة في تعليم النساء الكتابة كالرجل . فقد أخرج أحمد وأبو داود والنسائي من حديث الشفاء بنت عبد الله رضي الله عنها . قالت : ادخل علي رسول الله صلى الله عليه وسلم وأنا عند حفصة فقال : ألاتعلمين هذه رقية النملة كما علمتها الكتابة، قال الشيخ مجد الدين بن تيمية في المنتقى : وهو دليل على جواز تعلم النساء الكتابة. الموسوعة الفقهية: الجز الثالث عشر، ص١٢- ١٣.

(١):  آپ کے مسائل اور انکاحل: ج٨، ص١٧٢- ١٧٥.

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء     
 
ـــــــــــــ
د ښځو د تعلیم په اړه بله فتوا: فتوا: ایا ښځه پر نامحرمه کس سبق ویلایسي؟

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته