د ښځي نفقه يوازي او يوازي پر مېړه لازمه ده او د ښځي چي خاوند ژوندى وي د نفقې مسؤليت يې د مېړه څخه پرته بل چا ته نه راجع کيږي .
همدا راز د نابالغه نارينه او ښځينه اولادونو نفقه هم يوازي او يوازي پر پلار لازمه ده ، د پلار په موجوديت کي يې بل څوک د نفقې مسؤليت پر غاړه نه لري .
مور او پلار که فقيران او اړ وي نو د هغوى نفقه پر زامنو لازمه ده ، دغه ډول نيکه ګان او اناګاني که فقيران او اړ وه او زامن يې نه درلودل نو د هغوى نفقه پر لمسيانو لازمه ده .
د مور او د پلار د نفقې مسؤليت يوازي زامنو ته راجع کيږي ، که څوک فقير وي ، پلار او زامن ولري او هغوى شتمن وي نو نفقه يې پر زامنو لازميږي .
د بالغي ناواده سوي لور نفقه او همدا ډول د هغه زوى نفقه چي هغه زَمِن وي يعني د بدن ځيني غړي يې د کار څخه وتلي يا پرې سوي وي پر مور او پلار لازمه ده ، البته د نفقې دوې برخي يې پر پلار لازميږي او يوه برخه يې پر مور لازميږي .
خو که مور او پلار يې خپله اړ او فقيران وه نو بيا يې مور او پلار د نفقې مسؤليت پر غاړه نه لري .
يتيم يعني نابالغه بې پلاره ماشوم که فقير وو نفقه يې پر ذي رحم مَحرَم باندي د ميراث په اندازه واجب کيږي ، ذي رحم مَحرَم هغه نَسَبِي خپل ته وايي چي هيڅکله يې تر منځ نکاح نه صحيح کيږي ، يعني هر خپلوي لرونکى مَحرَم چي د بې پلاره ماشوم د ميراث د څوومي برخي مستحق ګڼل کيږي د ده د نفقې هغونه برخه پر هغه باندي واجبيږي .
دغه ډول بالغه ښځه چي فقيره وي او مېړه او زامن هم و نه لري نو د دې نفقه هم پر ذي رحم مَحرَم باندي د ميراث د ونډي په اندازه لازميږي .
ښځه ، مور ، پلار ، نيکه ګان ، اناګاني ، زامن ، لوڼي او د زامنو او د لوڼو اولادونه که څه هم مسلمانان نه وي بيا يې هم نفقه پر سړي لازميږي ، البته د پورتنيو خپلوانو څخه ماسيوا نور خپلوان که مسلمانان نه وي ، د بل دين پېروان وي د هغوى نفقه پر چا نه لازميږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي