تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مېرمني یا خاوند د غوره کولو اداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 13, 2022
  0

لیکنه: محمد ابدالي


د هلک د ځوان کیدو وروسته کله چي د هغه لپاره دوستي ترسره کیږي نو غوره خبره دا ده چي لومړی خو خپله د هغه نظر وپوښتل سي، که هغه په خپله څه ونه وایي نو د هغه د ملګرو په ذریعه دي د هغه د زړه حال معلوم کړي، که د هغه د شوق معلومات وسي نو کورنۍ دي د هغه د شوق سره سم د هغه انجلۍ یا کورنۍ د دیندارۍ او حالاتو معلومات وکړي، همدارنګه دي معلومات وکړي چي ایا د دواړو تر منځ توافق قائمیدلای سي که یا؟! او که په دواړو کي توافق ولیدل سي نو خبري دي مخ ته بوځي.


د طرفینو د رایي خلاف او یا د هغوی په نا خبرۍ کي نکاح مه ورکوئ، ممکنه ده چي د هغوی تر منځ بیلوالي رامنځته سي.
البته که مور او پلار پوهیږي او خبر وي چي فلانی ښه ځای دئ خو بیا یې هم اولاد نه قبلوي نو د هغوی د نکاح ګټي ورته وښایاست او هغه عقلاً دې ته تیار کړئ چي نکاح ورسره وکړي.


د نکاح کولو لپاره څو ګټوري خبري:
۱: د انجلۍ عمر باید د هلک تر عمر لږ کم وي. (یعني انجلۍ تر هلک مشره نه وي.)


۲: د نوي ځوان لپاره پیغله انجلۍ مناسبه ده، تر څو په نبوي ارشاد عمل سوی وي او په دواړو کي مینه او موافقت پیدا سوی وي.


۳: د انجلۍ په غوره کولو کي ضروري ده چي د هغې د دیندارۍ، اخلاقو او کورنۍ چارو ته ډیره پاملرنه وسي.


نکاح د څلورو شیانو څخه د یوه شي له لحاظه کیږي، هغه څلور ښکلا، شتمني، حسب او دینداري ده، خو هغه څوک به ښه ژوند ولري چي د دیندارۍ له لحاظه واده وکړي، ځکه پاته درې شیان ختمیدونکي دي او ډیر ژر له منځه ځي.


مثلاً: که د ښکلا او جمال لرونکي انجلۍ غوښتونکي یاست نو ایا د هغې نازونه او نخرې پر ځان وړلای سی؟!
که انجلۍ له شتمني کورنۍ څخه وي نو د هغې غوښتني او اړتیاوي به هم ډیري وي، ایا هغه پوره کولای سی؟!
که د حسب و نسب لرونکي انجلۍ غوښتونکي یاست نو ایا خبر نه یې چي په شریعت کښي حسب و نسب اعتبار نه لري؟!


یوازي دینداري ده چي اسلامي شریعت ورته ترغیب ورکړی دئ، پوهان وایي: څومره چي ژوند ساده وي هغومره ژوند د خوند او ارام وي.


همدارنګه د منکوحې په خوښولو کښي څلور خبري یاد لرئ:


۱: باید روغه وي، یعني په نه جوړېدونکې ناروغۍ اخته نه وي.
۲: که له خپلو قریبانو څخه وي نو ډیره ښه خبره ده، ددې لپاره چي صله رحمي هم ترلاسه سي.
۳: د دواړو مزاج تقریباً یو ډول وي، د مثال په توګه یو ډیر شوقي او بل ډیر ساده مزاجه نه وي.
۴: که دیني تعلیم لرونکې وي نو ډیره ښه خبره ده.


څرنګه چي ددغه خبرو خیال ساتل د هلک کورنۍ ته پکار دي همداسي د انجلۍ کورنۍ ته ه ددغه خبرو خیال ساتل ضروري دي.


د واده کولو لپاره باید په سنت طریقه اودس یا غسل وکړل سي، بیا دوه رکعته صلاة الحاجة او دوه رکعته صلاة الاستخاره اداء کړل سي او په احادیثو کي ذکر سوي دعاوي وویل سي او بیا باید دعاء وکړل سي چي الله تعالی د نکاح لپاره غوره ځای ورپه برخه کړي او د نکاح د پوره والي اسباب ورته پیدا کړي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته