تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مهر تعریف، حکم او د نکاح ارزښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2018
  0

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العلمین والصلوة والسلام علی اشرف الأنبیاء والمرسلین وعلی آله واصحابه اجمعین وعلی من والاهم إلی یوم الدین.

 

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

وروسته:


 درنو اوقدرمنو لوستونکو! اسلام داسی دین دئ، چي د انسان د هراړخیز ژوند ضامن او د هرې شبهې یې ځواب ویونکئ دئ، اسلام داسی دین دئ، چي د سخت دریځۍ او سستۍ دواړو څخه پاک دئ، په اسلام کي ظلم، وحشت، بې انصافې او بې عدالتي، ځان ځاني او هر هغه عمل چي د انساني ټولني په زیان او تاوان وي په کلکو او صریحو الفاظو باندي غندل سوئ دئ.

 

اسلام لکه څرنګه چي الله پاک د انسان د نجات او کامیابۍ  لپاره رالیږلئ دئ، همداسي یې اسلام خود کفا او ځانته مستقل دین ګرځولئ دئ. څوک چي مسلمان سي هغه په خپل عمل کولو کي او د ځان په عیارولو کي بل هیڅ دین ته اړ نه دئ، اسلام یې د ژوند د هري برخي لپاره قوانین او اساسات وضعه کړي دي، چي د هغو په مراعاتولو سره انسان کولای سي، خپله ورته سپارل سوې وظیفه په صحیح او درسته طریقه سره سرته ورسوي او هر هغه عمل چي انسان یې کولو ته اړ وي د اسلام په چوکاټ کي دننه په اطمینان او سکون سره وکړي. 

 

که د انسان خپل شخصي او فردي معاملات او کارونه دي ، او که یې اجتماعی او ډله ییز کارونه او دندي دي، دئ پدې باندي مکلف دئ، چي د هغو د کولو په وخت کي په پوره توګه اسلامي اساسات او دیني او شرعي مصلحتونه په نظر کي ونیسي، ځکه چي مسلمان باید خپل نظر او فکر او خپل تصمیم نیوونکئ سوچ د اسلامی اصولو تابع وګرځوي، نه داسي چي اسلامي او شرعي اصول د خپلي مفکورې تبع کړي، چي خدای مکړه پداسي صورت کي به ډیره رسوایي او بدبختي د انسان په برخه وي. یو د هغو کارونو څخه چي انسان ورته په خپل ژوند کي اړ او محتاجه دئ، نکاح کول دي او بیا په نکاح کښې وښځي ته د مهر ورکول دي، چي له بده مرغه ډیرئ انسانان یې په کولو کي د حق او نبوي سنت څخه منحرف سوي دي. 

 

ځکه هغه رواجونه او اصطلاح ګاني چي د اسلام په راتګ سره له منځه تللي او شرعا ورباندي ډیره سخته پابندي لګیدلې ده، اوس ځیني خلګو بیرته راژوندي کړیدي، او د هغو د پرمخ بیولو او دوام ورکولو سوچونه یې په سرونو کي راګرځي، چي یو د هغو څخه د ښځي د مهر خوړل او هغې ته یې نه ورکول دي. 

 

ځکه د جهالت په زمانه کي به هم ښځي حیثیت د یو سودا او مبیع درلودئ، اوس هم خلګو ښځي ته همداسي حیثیت اومقام ورکړئ دئ. سره ددې چي ښځه هم یو حصه د انساني ټولني ده، ښځه هم د نرغوندي شرعي او ثابت سوئ حق لري. 

 

د جهالت په زمانه کي به هم ځینو خلګو د ښځي مهر خوړئ اوس یې هم ځیني خلګ خوري او پر هغې باندي ظلم کوي.


 
خوکله چي ما فکر وکړئ نو دا راته ثابته سوه چي ددې کار اصلی لامل او باعث غالبا ډیر مهر او ولور دئ، او خلګ هم داسي ډیر ولورونه ایږدي چي تر اوسه یې سارئ ندئ تیر سوئ نو ومي غوښتل چي پدې هکله یوه کوچنۍ رساله ولیکم ، هیله ده چي ستاسو د قبول وړ وګرځي او الله پاک یې خپل په رضا کي قبوله کړي. آمین.


د مهر تعريف:
مهر په لغت کي ښځي ته ورکړل کیدونکي مال ته وایي.(۱)

 

او په شریعت کي:
وَالْمَهْرُ هُوَ الْمَالُ يَجِبُ فِي عَقْدِ النِّكَاحِ عَلَى الزَّوْجِ فِي مُقَابَلَةِ مَنَافِعِ الْبُضْعِ.(۲)
یعنی مهر هغه مال دئ چي د نکاح په عقد کي پر میړه باندي واجبیږي د بضعې څخه د منافعې اخیستلو په مقابل کي.

 

د مهر نومونه:
مهر په شریعت کي په ډیرو نومونو باندي یادیږي لکه ځیني چي د فقهي کتابونو را اخیستي دي:
وَلَهُ أَسَامٍ : الْمَهْرُ ، وَالصَّدَاقُ ، وَالنِّحْلَةُ ، وَالْأَجْرُ ، وَالْفَرِيضَةُ ، وَالْعُقْرُ.(۳)


او په پښتو کي ژبه کي ورته مهر او ولور وایي.

 

د مهرد وجوب وخت:
مهر دوه وخته او په دوو شیانو باندي واجبیږي یا په تسمیې د مهر په وخت کي د نکاح ، او یا په عقد تړلو سره. 

 

که چیری مهر د نکاح په وخت کي معلوم سي نو هغه مهر مسمی کیږي او که چیري معلوم نسي نو بیا مهر مثل کیږي. 
إمَّا بِالتَّسْمِيَةِ أَوْ بِالْعَقْدِ.(۴) 
ژباړه :مهر یا په مسمی کولو سره واجبیږي او یا په نکاح تړلو سره.

 

وإن لم يسم أصلا أو سمى ما لا يجوز كخنزير وخمر وجب مهر المثل.(۵)
ژباړه: که چیري یې مهر نه وو معلوم کړئ او یا یې داسي شئ معلوم کړئ وو چي هغه په مهر کښي نه روا کیږي لکه سرکوزئ او شراب نو مهر مثل واجبیږي.

 

 

د مهر اهميت
په اسلام كي د ښځي مهر ته ډير اهميت او اعتبار وركول سوی دئ ، په قران شريف كي الله پاك فرمايې:
وَاُحِلَّ لَكُمْ مَاوَرَآءَذَالِكُمْ اَنْ تَبْتَغُوا بِاَمْوَالِكُمْ.(۶)
يعني حلالي دي ستاسو لپاره ټولي ښځي ما سوا ده محرماتو څخه چي تاسو يې طلب كړئ په خپلو مالونو باندي.

 

يعني ستاسو د پاره بیله محرماتو ښځو څخه نوري ټولي ښځي روا دي چي تاسو ور سره نكاح وكړئ خو په دې شرط چي تاسو ورته مال(يعني مهر) وركړئ.

 

همدارنګه رسول اكرم صلی الله علیه وسلم په حديث شريف كي فرمائي:
اِسْتَحَلُّوا فُرُوجَ النِّسَاءِ بِاَطْيَبِ اَمْوَالِكُمْ.(۷)
يعني حلال كړئ ځانونو ته فرجونه ده ښځو(يعني نكاح ورسره وكړئ) په خپل ښه او پاك مال سره (يعني په مهر سره).

 

او همدغه شان خداي پاك د ښځو خاوندانو ته امر کوي چي تاسو د ښځو مهرونه ورکړئ: فَاتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ فَرِيْضَة.(۸)
 وروسته (يعني تردې وروسته چي تاسو د يوې ښځي سره نكاح وكړه) نو د هغې مقرر سوئ او ثابت سوئ مهر وركړئ.

 

همداسی الله پاك د ښځو مړو او وارثانو ته حكم كوي:
وَءٰاتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة.(۹)
ژباړه:وركړئ د ښځو مهرونه په خوشحالۍ سره .

 

مهر په شريعت كي ده ښځي لپاره واجب او ثابت حق دئ حتي چي ځیني علمآء یې ركن بولي خو د حنفي مذهب پر بناء ركن نه دئ، البته د ښځي لپاره ثابت سوی لازمي حق دئ چي بايد ميړه یې وښځي ته وركړي. 

 

لكه څرنګه چي په هدايه اوبحرالرائق كي راځي:‌‌‍‍‌‌‌‌‍
 ثُمَّ الْمَهْرُ وَاجِبٌ شَرْعًا إِبَانَةً لِشَرَفِ الْمَحَلِّ فَلاَ يَحْتَاجُ إِلَى ذِكْرِهِ لِصِحَّةِ النِّكَاحِ.(۱۰)
ژباړه: مهر شرعا لازم دئ په خاطر د حفاظت او شرف د هغه خاص محل نو د نکاح د صحت لپاره د عقد په وخت کي ددې و ذکر ته اړتیا نسته.

 

د نكاح فضيلت
رسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمائي: 
يَامَعْشَرَالشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنكُمُ البَآءَ ةَ فَاليَتَزَوَّجَ فَاِنَّهُ اَغَضَّ لِلْبَصَرِوَاَحْسَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَّمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَاِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ.(۱۱)
ژباړه:اي ټوليه د ځوانانو هر څوك ستاسو څخه چي قدرت او توان ولري نو نكاح دي وكړي ځكه نكاح ښه کښته کوونکې ده د سترګو او ښه ساتونكې ده د فرج (يعني سترګي د حرام كتلو څخه ساتي او فرج د زنا او لواطت څخه ژغوري) اوكه د چا نكاح په طاقت نه وي نو هغه دي روژه ونيسي ځكه روژه قطعه كونكې او ضعيفه كونكې د شهوت ده.

 

 او داغه ډول رسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمائي:
اَتَزَوَّجُ النِّسَآءَ فَمَنْ رَّغِبَ عَنْ سُنَّتِيْ فَلَيْسَ مِنِّيْ.(۱۲)
ژباړه:زه د ښځو سره نكاح كوم نو هر څوك چي زما د طريقې څخه سرغړونه وكړي هغه زما څخه نه دئ.

 

 همدا ډول رسول صلی الله علیه وسلم فرمائي:
الدُّنْيَا مَتَاعٌ وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ.(۱۳)
ژباړه:دنيا ټوله ګټه او سامان دئ او د دنیا بهترينه ګټه صالحه ښځه ده.

 

په بل حدیث کي رسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمائي:
انْكِحُوا ، فَإِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمْ.(۱۴)
 ژباړه:نكاح وكړئ!ځكه زه ستاسو په ډيروالي افتخار كوم.

 

په یوه بل روایت کي راځي:
تَزَوَّجُوا النِّسَآءَ فَاِنَّهُنَّ يَأتِيْنَ بِالْمَالِ.(۱۵)
ژباړه: د ښځو سره نکاح وكړئ! ځكه دوی تاسو لره مال راوړي.

 

يعني د دوی د راتګه سره به ستاسو پر كور د رزق او روزۍ دروازې خلاصي سې.

 

په بل حدیث کي رسول اكرم صلی الله علیه وسلم فرمائي:
مَنْ أَحَبَّ فِطْرَتِي فَلْيَسْتَنَّ بِسُنَّتِي، وَمِنْ سُنَّتِي النِّكَاحُ.(۱۶)
ژباړه: څوك چي زما د فطرت سره مينه ولري نو زما پرسنت طريقه دي ولاړ سي او نكاح هم زما د سنتو څخه ده.

 

همدارنګه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  فرمائي:
مَنْ أَعْطَى لِلَّهِ وَمَنَعَ لِلَّهِ وَأَحَبَّ لِلَّهِ وَأَبْغَضَ لِلَّهِ وَأَنْكَحَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ إِيمَانَهُ.(۱۷)
ژباړه:څوك چي د الله لپاره چاته شئ وركړي، د الله لپاره منع وکړي، د الله لپاره د چا سره محبت وكړي ، د الله لپاره د چا سره بغض وكړي، د الله لپاره نكاح وكړي په رښتيا چي خپل ايمان يې كامل كړی.

 

البته تر دې هم نور ډير احاديث او ده علماؤ اقوال د نكاح په فضيلت كي سته خو موږ د اختصار لپاره په دغه اندازه بسنه كوو.

 

ورپسې برخي:

نيكمرغه ښځه او تر ټولو ښه مهر
د ډیر ولور یولس افتونه

 

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماخذونه:
۱ - فرهنگ ابجد، لاروس
۲ - العنایة شرح الهدایة باب المهر
۳ - العنایة شرح الهدایة باب المهر
۴ - العنایة باب المهر
۵ - رد المحتار جلد 1 صفحه ۲۸۰
۶ - سورة النساء ۲۴
۷ - مراسیل ابی داود حدیث ۱۹۶
۸ - سورة النساء ۲۴
۹ - سورة النساء ۴
۱۰ - بحرالرائق باب المهر
۱۱ - صحیح البخاری حدیث ۱۷۷۲
۱۲ - صحیح مسلم حدیث ۲۴۸۷
۱۳ – صحیح مسلم
۱۴ - سنن ابن ماجه حدیث ۱۸۵۳
۱۵ – کنزالعمال، معجم ابن المقرئ حدیث 244 -  جمع الجوامع حدیث ۱۷۷
۱۶ - شعب الإیمان جزء۷ صفحه ۳۳۶
۱۷ - سنن ترمذی حدیث ۲۵۲۱

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته