اداره
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ ( الترمذي )
رسول الله صلي الله عليه و سلم فرمايلي دي : تاسو ته چي داسي څوک مرکه وکړي چي د هغه ديانت او اخلاق تاسو ته د خوښۍ وړ وي ښځه په نکاح ورکوئ ، که داسي و نه کړى ، نو لکبله به يې په مځکه کي لويه وران کاري او فتنه خپره سي .
دا ځکه که څوک خپله لور يا خپله خور د شتمن او خانداني کس څخه ماسيوا بل چا ته په نکاح نه ورکوي نو ډېر ځوانان او ډيري انجوني به بې واده پاتيږي ، بيا به ډېر کسان د ناروا اړيکو د لاري د ځوانۍ هوس پوره کوي او د زنا فتنه او فساد به د مځکي پر مخ خپريږي . ځکه نو که داسي څوک چا ته مرکه وکړي چي هغه هم ښه ديانت ولري او هم د ښو اخلاقو څښتن وي همدا يې د لور يا د خور د پاره ښه انتخاب دى ، نور دي يې په نکاح کي ځنډ نه راولي .
ماخذ: فقه المبتدي- نکاح