تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پر نامحرمه سبق ویل یا ګډ تعلیم
 
  October 20, 2015
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۳۱۵)

نوم: ع. مسروق

سوال: یوه خور کولای سی چی پرنامحرمه نارینه باندی سبق ووایی که هغه عصری وی یا دینی؟ 

جواب : په داسي مخلوط تعلیم کي چي بالغ نارینه او ښځي بېله پردې او حجاب څخه په یوه صنف کي یو ځای سره کښيني او یو د بل سره په بې تکلفۍ سره خبري اتري او راشه درشه لري که څه هم ديني تعلیم وي نو په شریعت کي بالکل ناجائز دی. 

الله جل جلاله فرمایي: قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ...(۱)

ژباړه:  ووايه مؤمنانو ته چې دوى دي خپلې سترګې (له نامحرموڅخه ) کښته واچوي. 

او په حدیث شریف کي نامحرمو ته کتل د سترګو زنا بلل سوې ده.او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا امر هم کړی دی: مُرُوا أَوْلاَدَكُمْ بِالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرِ سِنِينَ وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِى الْمَضَاجِعِ...(۲)

یعني خپل اولادونه مو په لماځه امر کړی کله چي اووه کلن وي، او د لمانځه په نه کولو يې ووهئ کله چي لس کلن وي او د اولادو بسترې مو (په همدغه موده کي د لس کلنۍ) سره جلا کړی (تر څو جلا بیده سي).

نو ددې څخه معلومه سوه چي مخلوط او گډ تعلیم چي پکښي د ښځو او نارینه وو فطري امتیازات هیڅ په پام کي نه نیول کیږي او یايې پر نه پلي کیدو بندیز وي د ښځو لپاره جائزنه دي که هغه تعلیم دیني وي او که دنیوي ځکه چي دنیوي تعلیم د معاش لپاره کیږي د ښځي معاش د خاوند پر ذمه دی او دیني تعلیم د الله جل جلاله د رضاء لپاره کیږي او د الله رضاء د الله په  ناراضتیا سره حاصلول هم جائزنه دي.

خو ښځه په څو شرایطو سره تعلیم حاصلولای سي چي: یو به د ټولني سخته اړتیا وي، د هیڅ قسم فتنې او فساد بېره به نه وي، د ستر او حجاب ماحول به وي, په زیب او زینت کي به نه وي او ښځينه معلمان به درس ورکوي. که چیري دا شرایط وي نو جواز لري که نه وي نو جائز نه دی. په اسلامي ملک کي بايد ټولي چاري د اسلام په محدوده کي دننه سنبال سي، ښځي دي ښځو ته تعليم او ښوونه کوي (د شرایطو په موجودیت کي) او نارينه دي نارينه وو ته تعليم او ښوونه کوي.

جواب: مولوي سید عبدالباري 
کتنه: مولوی عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورة النور، ایت ۳۰
 
(۲): رواه ابوداؤد و احمد
 
(۳): قال الله تعالی: وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى. سورة الاحزاب، ایت ۳۳
 
(۴):عن أبي أحوص عن عبد الله : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال: المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان. رواه الترمذي
 
(۵): وفي السنن ابي داؤد: قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم:  إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنَ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لاَ مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ الْمَنْطِقُ...الخ
 
(۶): قال: لیس للنساء نصیب في الخروج الا مضطرة. رواه الطبراني کذا في الکنز بحواله معارف القران،ج۷، ص۲۱۶
 
(۷): و في البزازیة علی هامش الهندیة: ولا یاذن بالخروج الی المجلس الذي یجتمع فیه الرجال والنساء وفیه من المنکرات کالتصدیة ورفع الاصوات المختلفة. الخ، ج۴،ص۱۵۷
 
(۸):لاَ خِلاَفَ بَيْنَ الْفُقَهَاءِ فِي مَشْرُوعِيَّةِ تَعْلِيمِ النِّسَاءِ الْقُرْآنَ وَالْعُلُومَ وَالآْدَابَ . وَمِنَ الْفُقَهَاءِ مَنْ قَال بِوُجُوبِ قِيَامِ الْمُتَأَهِّلَةِ مِنَ النِّسَاءِ بِتَعْلِيمِ عُلُومِ الشَّرْعِ ... وَيَجِبُ أَنْ يَكُونَ تَعْلِيمُ النِّسَاءِ مَعَ مُرَاعَاةِ آدَابِ أَمْرِ الشَّارِعِ الْمَرْأَةَ بِالْتِزَامِهَا لِلْحِفَاظِ عَلَى عِرْضِهَا وَشَرَفِهَا وَعِفَّتِهَا ، مِنْ عَدَمِ الاِخْتِلاَطِ بِالرِّجَال ، وَعَدَمِ التَّبَرُّجِ ، وَعَدَمِ الْخُضُوعِ بِالْقَوْل إِذَا كَانَتْ هُنَاكَ حَاجَةٌ لِلْكَلاَمِ مَعَ الأَْجَانِبِ . الموسوعة الفقهیة، ج۱۳، ص۱۲ طبع: وزارة الاوقاف
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته