تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په قهر او غضب کي طلاق اچول
 
  March 12, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۶۵۰)

د اوسېدو ځای: کابل
         
سوال : که یو مېړه خپلي مېرمني  ته  د غضب او قهر په وخت کي ووايي ، چي که دي دغه کار بیا تکرار کړی  وو،  نو بیا پرما طلاقه یې  وروسته پرخپله خبره ځکه پښېمانه سي، چي وریاد کړئ کار له هغې بیا تکراریږي،  نو د تکرار په صورت کي طلاق واقع کیږي او که یا؟  که واقع کیږي نو په نتیجه کي یې بیا باید نکاح وتړل سي او که څنګه ، که تړل کیږي نو شاهدان باید د هغې له دوستانو څخه وي او که زما؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

په ياد سوي صورت کي طلاق واقع کيږي، البته رجعي طلاق دى، نکاح نوې کول نه غواړي بلکه صرف رجوع غواړي.

رجوع د خولې په وينا سره هم کيږي، چي ووايې: ما رجوع ورته کړې ده او يا دېته ورته عمل وکړي ، لکه په شهوت سره ورته کتل ، نزديکت کول او داسي نور.

او هېله ده چي په راتلونکي کي داسي خبره وخپلي ميرمني ته ونه کړئ.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسني.
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): و اذا ضاف الى شرط وقع عقيب الشرط. مختصرالقدوري: ١٤٦. کتاب الطلاق
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته