تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په کوچنی والي د یو چا حق خوړل
 
  March 12, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۶۴۶)
 
سوال : زه چی کله کوچنی وم تقریبا د ۷  څخه  ١٠ کالو  زماعمر وو،  نو زموږ  په همسایه ګانوکي یوچا خیرات کړی وو ماته یې یوه برخه غوښی راکړې زمادکور دپاره  او یو کوټی (سراوپښی) دپسه وو  که دبزی وو  دغه مو نه پیادکیږی دا يې هم  راکړ،  چی دغه به دفلانکی کره وروړې، ما هغه هم خپل کورته یوړئ، نو اوس هغه سړی هم نسته ماچي یې حق خوړلئ دئ، نو اوس  ماته څه پکار دي،  چی وې کړم ترڅو زه خپلی غاړی خلاصي کړم ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د کوټي قيمت به هغه سړي ته رسوې چي په لاس يې درکړی دی يا د هغه ورثه وو ته به یې رسوې. او که نا معلوم وي بيا به يې و يو چاته په نيت د غاړي خلاصېدو  ورکوې.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسني.
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): لَوْ مَاتَ الرَّجُلُ وَكَسْبُهُ مِنْ بَيْعِ الْبَاذَقِ أَوْ الظُّلْمِ أَوْ أَخْذِ الرِّشْوَةِ يَتَوَرَّعُ الْوَرَثَةُ ، وَلَا يَأْخُذُونَ مِنْهُ شَيْئًا وَهُوَ أَوْلَى بِهِمْ وَيَرُدُّونَهَا عَلَى أَرْبَابِهَا إنْ عَرَفُوهُمْ ، وَإِلَّا تَصَدَّقُوا بِهَا لِأَنَّ سَبِيلَ الْكَسْبِ الْخَبِيثِ التَّصَدُّقُ إذَا تَعَذَّرَ الرَّدُّ عَلَى صَاحِبِهِ: الدرالمختارمع الرد: ج٥، ص٢٧٣، الحظر والا باحة فصل في بيع.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته