تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که چیري د بنا پوښښ ماښام ته ونړیږي
 
  May 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۳۸۲)


نوم:    روح الله حلالي

د اوسېدو ځای: بلوچستان       

سوال : يو سړى د يوې کوټې پوښښت بنا ته د ټيکې په حساب ورکړ بنا او کارګرو په يوه ورځ د کوټې پوښښت خلاص کړ کله چي سهار سو د کوټې پوښښت د نظر يا د بل آفت په وجه نړيدلې وو اوس بنا روپۍ غواړې او وايي ما تاته پوره کار کړې، ته نور حق نه لرې. د کوټې خاوند روپې نه ورکوي او وائي کار مکمل غواړم. جنجال اوس هم روان دې، که چيري ددې مسئله فتوا ژر تر ژره را وستوي الله جل جلاله به زيات اجرونه درکړي.

جواب :

حامداً و مصلیاً

که يوازي همدغه پوښښت  تاسي په ټېکه ورکړي وي، لکه د سوال څخه چي څرګنديږي،  نو په دغه صورت کي بناء خپل کار پوره کړي دى،  ولاړ پوښښت يې تاسي ته سپارلى دى لهذا بناء د اجرت او مزدورۍ حقداره دى،  ده ته بايد هغومره اندازه پيسې ورکړل سي څومره چي ورسره وعده سوي دي.  دا چي دا پوښښت بېرته د شپې لخوا نړېدلى دى هغه که د اسماني آفت له کبله وي او يا نور،  دى پکښي مجرم نه بلل کیږي .

او که داسي وي چي ټوله کوټه سر د ګل او نورو ټولو شيانو تاسي په ټېکه ورکړې وي،  بيا نو تر هغه د پیسو حقدار نه دى تر څو چي کار يې پوره کړى نه وي .

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا  و مولوي عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دار الافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ثُمَّ الْأُجْرَةُ تُسْتَحَقُّ بِأَحَدِ مَعَانٍ ثَلَاثَةٍ إمَّا بِشَرْطِ التَّعْجِيلِ أَوْ بِالتَّعْجِيلِ أَوْ بِاسْتِيفَاءِ الْمَعْقُودِ عَلَيْهِ. الفتاوي هنديه: ج٤، ص٤١٣.

(۲): وَتَسْلِيمُ الْمَعْقُودِ عَلَيْهِ فِي الْإِجَارَةِ هُوَ التَّمْكِينُ مِنْ الِانْتِفَاعِ بِهِ وَذَلِكَ بِتَسْلِيمِ الْمَحَلِّ إلَيْه. الفتاوی هندیه: ج۱، ص۴۳۷ 

(۳): وَإِذَا اسْتَأْجَرَ أَجِيرًا يَعْمَلُ لَهُ فِي بَيْتِهِ عَمَلًا مُسَمًّى فَفَرَغَ الْأَجِيرُ مِنْ الْعَمَلِ فِي بَيْتِ الْمُسْتَأْجِرِ وَلَمْ يَضَعْ مِنْ يَدِهِ حَتَّى فَسَدَ الْعَمَلُ فِي يَدِ الْمُسْتَأْجِرِ أَوْ هَلَكَ فَلَهُ الْأَجْرُ . كَذَا فِي الْمَبْسُوطِ . الفتاوی هندیه: ج۴، ص۴۳۰ 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته