تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په موبایل کي احادیث لیکل مسح کول
 
  June 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨٤٥)

نوم: محمد شفيق
                                                 
سوال : په ټليفون کي د قرانکريم او احاديثو ترجمه او ليکل او د هغوي ډيليټول ( حذفول) د اسلام له نظره څنګه دى؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ليکل ئې جائز دي، مسح کول (ډيليټ)  ئې هم جائز دی، ځکه چي دا په حقيقت کي يو ډول رڼا ده، د هنداري په شان که وليکل سي هم ئې مسح کول د بل جائز شي د ليکلو لپاره جائز دي. 


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ولو محا لوحا كتب فيه القرآن واستعمله في أمر الدنيا يجوز. الفتاوي الهندية: ج٥، ص٣٢٢. کتاب الکراهية. طبع رشيديه.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته