تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه څنګه مسلمانه سوم؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 18, 2021
  0

لیکنه: محمد اعظم ارغندابی

 قدر منو لوستونکو!په دې ليکنه کي د يوې داسي مېرمني ايمان بخښونكې قصه لولو چي د يوې مېرمني په حيث يې خپل ژوند په يوه ازاده  ټولنه كي ازمويلى او بيا يې د اسلام مبارک دين منلى دئ ، دا مېرمن صبيحه خان نومېږي او د افريقا د براعظم د جنوبي افريقا په هيواد كي زېږېدلې ده. د نوموړي مېرمني پلرنى نوم كارول بوټس وو، چي د اسلام تر قبلولو وروسته يې نوم صبيحه خان سو.

 
د نوموړي د اسلام د قبلولو قصه به د دې څخه خپله واو رو:
 
 ((زه د جنوبي افريقا د كېپ ټاون د  ښار په يوه كاتوليكه عيسوي كورنۍ كي وزېږېدم، د عقل او فكر تر لاسه كولو وروسته  د راهبه و و په  يوه مكتب كي شامله سوم، هلته د روايتي فكر در لودونكو راهبانو په چاپېريال كي زما روزنه  او تعليم وسو، مګر ريشتيا خبره ده چي د نورو اكثرو  زده كونكو په شان زما پر زړه او دماغ د مذهب دومره تاثير و نه سو او ما هيڅكله  هم د عيسويت يا د انجيل د تعليم د حاصلولو كوښښ نه دئ كړئ، مذهبي تعليم به د بايبل پر مختلفو بابونو او آياتونو باندي مشتمل وو، په وار وار به د همدې تكرار كېدئ، چي د شوق پر ځاى به يې ستړيا او زړه تنګي را منځته كوله، د عيسويانو په همدې مكتب كي به په شعوري ډول كوښښ كېدئ، چي د اسلام او د حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم د نوم  اواز ې د زده كونكو غوږ ته ونه رسيږي.
 
          پر جنوبي افريقا باندي تر اوږ دې مودې د انګريزانو حكومت چلېدئ او تر خپل اثر لاندي يې ټول چاپېريال راوستى وو او خپلي اغېزې يې پر شندلي وې، په خاصه توګه پر سپين پوستو وګړو چي خاص اروپايان دي، له همدې كبله د عيسوي مكتب  د تعليم په جريان كي او د عام روايت او ماحول تر تاثير لاندي ما هم په مكمل ډول د ازادۍ په فضا كي ژوند تېر كړئ، د بې فكرۍ ورځي وې، د خواهشاتو څخه ډكي شپې وې، د عيش او عشرت پراخه موقع راته اماده وه، يو وخت مو هم په هېره سره د خپل خالق ياد په فكر كي راغلى نه دئ ، نه هم راته  د سوچ او فكر وخت  پيدا سوئ دئ، چي د عيش او عشرت څخه پرته د ژوند بل مقصد سته او که نه، بيابه مي هم كله په  زړه كي دا احساس راپارېدئ چي كاشكي مي د خداى جل جلاله  عبادت کولاى، خو دا خبره مي په فكر كي نه راتله، چي دا به امكان ولري، خو بيا مي هم اميد درلود چي يو ستر ځواک سته چي د عبادت وړ او لايق دئ.
 
          ژوند مي په مكمل ډول په عياشۍ كي تېرېدئ، خو يو وخت داسي راغلئ، چي زما پر زړه اودماغ باندي مايوسۍ ير غل وکړ، هر كله، چي به يوازي سوم مايوسي او تشويش به زما چار چاپېره فضا ونيوله، داسي به راته ښكارېدل، چي يو ډېر قيمتي شى را څخه ورك سوئ دئ، په بې فكرۍ سره به و دې فكرونو ته ورسېدم چي زه يو بې مقصده ژوند تېروم، د انسان ژوند خو بايد يومعنى ولري، د مقصدڅخه ډك  وي،زما او زما دقوميانو چلند خو سراسر حيواني دئ، فقط د خپل جسماني غوښتونو  تكميل او د روحاني غوښتونو څخه سر غړونه په بې اختيارۍ سره مي د خولې څخه دعاوي وتلې چي اې خدايه!زما رهنمايي وكړې، ماته مستقيمه لار وښيه مشكل  دا و چي په عيسوي مذهب كي پر مستقيمه لار باندي تګ كول او  منزل ته رسېدل هيڅ امكان نه لري، په دې مذهب کي خو د يو څو اوتو بوتو او  ورستو رواجونو څخه پرته بل هيڅ نه وو  او په دې كي دومره طاقت نه وو چي په خپلو پيروانوكي روحاني تغير پيدا كړي.
 
                   ډېره زياته تنګه سوم او ما د نورو مذهبونو مطالعه شروع كړه، اول ځل مي د هندو مذهب د كتابونو مطالعه وكړل، بيا مي د بودا مذهب  اړوند كتابونه په لاس راوړل او د هغه د عقيده مي په ډېر فكر سره ولوستل، خو  په  دغو دواړو مذهبونو کي مي هغه څه ونه موندل چي ما غوښتل، توهماتو ته يې د فلسفې د نوم په وركولو سره  يوه تاريكه فضا را منځ ته كړې وه، د يهوديت په هكله زما هدف دا و چي دا د يهودانو يو نسلي مذهب دئ، كه چيري كوم بل شخص يهوديت قبول هم كړي نو يهودان به هغه ته د احترام او عزت په سترګه نه ګوري، په يهوديت كي هم د انساني نفسياتو مطابق، د موجوده دور د ټولو مشكلاتو حل نسته، د عيسويت څخه وروسته دغو درو مذهبونو زه مايوسه كړم، اوس نو زه حېرانه وم،  چي چيري ولاړه سم او څه وكړم.؟
 
           په داسي وخت كي الله جل جلاله  په خپل  فضل او كرم سره زما كومك وكړئ او اتفاقا مي د اسلام سره مينه  پېدا سول،په يوه كتابخانه كي د مذهبي كتابونو د پلټني په وخت كي مي لاس پر يوه اسلامي كتاب باندي ولګېدئ،كله چي مي د هغه کتاب مطالعه شروع كړه  داسي احساس مي کاوه لکه په توره تروږ مۍ کي چي لاله هانده مسافر چيري ليري د رڼا څرک و ويني، همداسي  وړاندي تلم  نور كتابونه مي مطالعه کړل په خاصه توګه مي  د قرآن کريم ځانګړې مطالعه وكړل، نو منزل راته نژدې ښكاره سو،ما وليدل چي په اسلام كي توکم پرستي يا د افسانو هيڅ ځاي نسته اسلام  د درواغو  څخه په مكمل ډول پاک  دئ، او دلته د بې معنى عقايدو هيڅ ځاي نسته،هره خبره د عقل او فطرت مطابق ده،په دې كي ډېره سادګي سته او په يوه عقيده كي يې هم ابهام او پېچلتيا نسته او تر ټولو ستره خبره بيا داده كه څه هم قران څوارلس سوه كاله وړاندي نازل سوئ دئ مګر په حيرانتيا سره د نن د پر مختللي ساينسي د دور د غوښتونو سره برابر دئ. 
 
              قرآن زه ډېره متاثره كړم، دا د مذهبي كتابونو په تاريخ كي يوازنى كتاب دئ، چي په مكمله توګه  د لاس وهني څخه پاك دئ او څرنګه چي پر محمد صلی الله علیه وسلم  باندي رانازل سوئ دئ په همغه ډول په دنيا كي وجود لري، په داسي حال كي چي په نورو مذهبي كتابونو كي بې شمېره  لاس وهني سوي دي، په خاص توګه په بايبل کي ، هغه اصلي كتاب چي پر حضرت مسيح  علیه السلام  باندي  نازل سوئ و و  نن په دنيا كي هيچيري موجود نه دئ.
 
          د اسلام په اړه د پوره معلوماتو د حاصلولو سره سره  ما اسلام ژر نه دئ قبول كړى لږ وډېر د يوه كال په جريان كي ما د همدې مذهب په هكله غور او فكر كوئ ،چي په دې وخت كي د انګليستان مشهوره سندرغاړي كېټ سټيون د اسلام مبين دين قبول كړئ
 
      (( محترمولوستونكو! دلته دا خبره د يادوني وړ ده چي د كيټ سټيون اسلامي نوم يوسف اسلام دئ، دى د اسلام يو پر مختللي نړۍ وال داعي دئ))  او د ددې وجهي چي هغه بيان كړې هغه پر اسلام باندي زما يقين نور هم محكم كړئ او بيا يوه  ورځ  د كلمه شهادت په ويلو سره زه په اسلامي  وروګلوئ كي شامله سوم الحمد لله رب العالمين .
 
          د اسلام تر قبلولو وروسته كومه خبره چي ماته تر ټولو اول روښانه سول هغه دا وه چي په عيسويت او اسلام كي پر  خداى پاك عقيده ډېره مختلفه ده د عيسويانو خداى د غير معمولي نرمۍ درلودنكى دئ،  هغه بالكل بې ضرره دئ، هغه د عمل لپاره د هيڅ شي غوښتنه نه كوي او خپلوبندګانو ته  مكمله  اجازه  وركوي چي څه غواړي و دې كړي او چي كله يې خوښه وي نو هغه دي يادوي،  دا د الله جل جلاله  خاصه مهرباني ده چي هغه خپل يوازنى زوئ خپله پر صليب باندي را ځوړنده كړئ ( نعوذبالله) تر قيامته پوري يې د ټولو عيسويانو ګناهونه ور معاف كړي، د خداي پاك د دغه عجيب او غريب فكر په اړه چي به كوم سوالونه را پيدا كېدل او ما به د هغه څرګندول غوښتل نو په جواب كي به يې د ډېر اذيت رسونكي او حوصله ماتونكي  چلند سره مخامخ كېدم، په قهر به  راته ويل كېدل چي دا خبري په عقل كي د راتلو نه دي، بس په خاموشۍ او پرته د څه ويلو څخه پر دې باندي يقين ولره  كله چي مي د اسلام مبين دين قبول كړئ دا را ته معلومه سول، چي د الله تعالى ذات مبارك د كائناتو تر ټولو لوى قوت دئ، همېشه ژوندى او همېشه پاته كېدونكى، هغه د خپلو مخلوقاتو لپاره ډېر مهربانه، رحيم او كريم دئ، مګر هغه چي كوم قوانين د انسانانو  لپاره وضع كړي دي پر هغه باندي په ټينګه بايد دوئ  عمل وكړي او كوم خلګ چي پر دې باندي پابندي كوي هغه په دنيا او اخرت كي كاميابه دي په داسي حال كي چي مخالفت كونكي يې نه په دنيا كي خوشحاله او نه په اخرت كي كاميابي حاصلولاى سي.  بيا د عيسويت پر خلاف  الله  جل جلاله  په څرګند ډول فرمايي چي هر انسان د خپل عمل نتيجه ويني يو د بل بار نه پورته كوي او دا فكر په مكمل ډول احمقانه دئ، چي يو انسان يې زموږ  دګناهونو په بدله كي د مرګ و كندي ته ور شوه كړئ دئ. 
 
           دا هم بيانول غواړم چي د اسلام  يوه خاصه ښوونه نه وه، يا څو متفرق خاصيتونه نه وه چي زه يې متاثره كړم ، بلكي دا داسلام مجموعي ښايست وو چي زما و زړه ته را ولوېدئ او زه ودې نتېجې ته ورسېدم چي په دنيا كي داسي هيڅ مذهب نسته  چي زړه وړونكى، ښايسته او د سادګۍ په لحاظ د اسلام سره لږ څه مناسبت ولري، اسلام داسي يوهر اړخيزه مرغلره ده، چي هر رنګ يې ژوند بخښونكى دئ او هره وړانګه يې روح ته دبندګۍ روح ور بخښي بيا هم دا يو تكليف وركونكئ حقيقت دئ، چي يوه نوي مسلمان ته په يوه غيري اسلامي چاپيريال كي با عمله مسلمان جوړېدل او ديني شعاير عملي كول يو ډېر سخت كار دئ.
 
       د الله تعالى ډېر شكر دئ چي هغه ماته دا مرحله هم ډېره اسانه كړه او زما واده په يوه با عمله مسلمانه كورنۍ كي وسو دا زما خوش قسمتي ده چي ذكر سوې كورنۍ د نورو ډېرو كورنيو په شان په اتفاقي ډول مسلمانه ده ،  نه د هغو كورنيو په شان وه چي د اسلام په هكله جزباتي خبري خو ډېري كوي او د عمل په اعتبار سره صفر وي د الله جل جلاله  شكر دئ چي د دغي كورنۍ هر كس مخلص او با عمله مسلمان دئ او اسلام د دوئ په سينو كي ښخ دئ هغه چي هر څه وايي په هغه باندي عمل  كوي.
 
      د يوې مسلماني په حيث الحمد لله ما د الله تعالى پېژندګلوي حاصله كړې ده او د حشر د ميدان حالات مي هر وخت په دماغ كي تازه وي له دې كبله چي ما د ژوند اصلي مقصد پېژندلئ دئ نو اوس ژوند ماته د الله تعالى امانت او رحمت جوړ سوئ دئ مادا خبره هم فهمولې ده، چي د دين روح د الله تعالى د بندګانو سره په رښتني محبت او خدمت كي مستوراو پټ دئ  او د اسلام د مضمون عنوان دئ زما د الله تعالى د ټوله مخلوق سره ډېره زياته مينه او محبت دئ.
 
       الحمد لله اوس زما دوه اولاده دي څلور كلنه لور تسكين او دوه كلن زوئ سراج زما خواهش دئ چي دوئ دواړه د اسلام د دين مخلص او باعمله  پيروان جوړ سي زه كوښښ كوم چي هغوئ خپل تعلق د قران سره ډېر ټينګ جوړ كړي، د هغوئ په زړونو كي د الله جل جلاله  رښتنې وېره پيدا سي او پر اسلامي شعايرو  په داسي ډول عمل وكړي چي په دې  مغربي او غير اسلامي  هيواد كي د نورو لپاره روښانه مثال جوړ سي. امين
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته