تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د زکات پیسې مسجد ته ورکول
 
  August 1, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٩٣٣)

نوم: یونس

د اوسېدو ځای: امریکا 

سوال : ايا د ذکات پیسې مسجد ته ورکولای سو؟ زما مرحوم پلار به ویل:یا! دلیل یی دا وه چی د ذکات پیسې باید یو څوک قبض کړي او څرنګه چي قابض نسته نو د ذکات پیسې مسجد ته  نسو ورکولای.دا د هغه د شرایطو سره سم فتوا وه. مګر اوس شرایط تبدیل سویدي. دلته هر مسجد یوه اجرا یئ کمیټه لری چي هغه کمیټه ریس، معا ون،امر مالی، امر هدیره(حضیره)، امر ترمیم....... لري نو که و دغه امرمالی د ذکات پیسی ورکو دا صحیح دی که یا؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ياده سوى  اجرائيه کميټه، د مسجد مالکه نه ده، ځکه چي مسجدونه ټول د الله تعالى دي، مسجد د کمېټې  ملکيټ نه دى، که واى نو دوی به يې د خرڅولو اختيار هم درلودلاى نو له دې کبله که څوک په مسجد کي د زکوة پيسې مصرف کړي، زکوة يې نه ادا کيږي ، مخکني او اوسني فتوا يوه ده.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): اگر تملیک کے شرط نه پائي گئي تو زکوة ادانه هو گي او مسجد کا کوئى شخص تو مالک ہوتا نہيں که تمام مسجديں الله تعالى کي ہيں. دوباره زکوة ادا کرنا ضروري ہے. احکام المساجد: ص١٠٥، طبع ادارة النصيحة.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته