تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اختر د مبارکۍ پیغام
  تعلیم الاسلام اداره
  May 4, 2020
  0
بسم الله الرحمن الرحیم
 
 د تعلیم الاسلام راډیو مشرتابه او ټول كارمندان مسلمانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر تبریکي وړاندي کوي .
 
 
کل عام و انتم بخیر

 

 الله جل جلاله دي د ټولو مسلمانانو روژې او عبادات قبول کړي او هم دي د لا زیاتو عباداتو او نیکو اعمالو توفیق ور لره ورکړي .

 
مسلمانانو وړونو او خویندو ! د کوچني اختر د ورځي خوښي یوه د هغو دوو ورځو د خوښیو څخه ده چي د نړۍ ټول مسلمانان یې هر کال د الهي حکم په اساس لمانځي  .
 
دا څومره د خوښۍ ځای دی چي الله جل جلاله مومنانو ته د اسلام د یوه مهم رکن یعنی د رمضان د میاشتي د روژې نیولو توفیق ورکړي او د روژې د ثوابونو او فیوضاتو څخه د برخمن کېدلو وروسته یې د ورځي پر مهال کي پر خوراک او چښاک لګېدلی بندیز پورته کړی .
 
د کوچني اختر په رارسیدلو د الله جل جلاله بندګان کولای سي چي د الله رب العزت جل جلاله عم نواله د بې شمېره نعمتونو څخه د ورځي په مهال کي هم وخوري او وچښي او ګټه ترې واخلي .
 
خو پر مسلمانانو لازمه ده چي دا اسلامي عالمي خوشالي په مشروع او جایز ډول ولمانځي ، د کوچني اختر لمونځ په پوره توجه او خلاص ادا کړي او بډایان د اختر د لمانځه څخه مخکي د دې ورځي مالي وجیبه یعني سرسایه مسکینانو ته ورکړي .
 
 
 
 
 
یو د بل په وړاندي د محبت او ورورګلوي غیږه خلاصه کړي ، مرور پخلا کړي ، د خپلوانو سره د صله رحمي یعني د هغوی حال پوښتنه او خوا خوږي ، د مشرانو اکرام او پر کشرانو  د شفقت اسلامي سپیڅلو اخلاقو ته تازه رنګ ورکړي .
 
او په ځانګړي ډول د کونډیانو او یتیمانو سره د خواخوږی او شفقت معامله وکړي څو کونډیاني او یتیمان مو هیڅ د بې کسی احساس ونکړي بلکي د نورو ښځو او ماشومانو په څېر د هغوی پر څیرو هم د مسکا او خوښی اثار ښکاره سي .
 
مؤمنانو وروڼو! د کفري نړۍ لخوا د مسلمانانو ډول ډول زجرونه، د وینو تویول، شرارتونه او فسادونو دا ښه څرګنده کړه چي کفار د مسلمانانو نه پخلاکېدونکي دښمنان دي! په افغانستان، برما، فلسطین، مصر، سوریه، عراق  او نورو اسلامي هیوادو کي د مسلمانانو حالت په کلي ډول د اندېښنې وړ دی.
 
د کفارو دغه غیر انساني عملونه په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي. په چین کي خو په دې وروستیو وختو کي د اسلام سره دښمني داسي اوج ته پورته سوې ده چي مسلمانان د خپل شرعي حجاب مراعت نسي کولای او حتی مجبورېدل چي روژه ماته کړي. هغو مسلمانانو ته ډاډګېرنه او تسلیت وړاندي کوو چي په تیرو وختو کي يې دردونکي پيښي زغملي دي. 
 
خصوصاً هغو کونډیانو او یتیمانو ته د پاک رب جل جلاله د سپېڅلي دربار څخه د دنیا او اخرت کي د اجر غوښتنه کوو.
 
مسلمانانو وړونو او خویندو ! اختر د اسلامي خوښۍ ورځ ده پکار ده چي په اسلامي طریقه ولمانځل سي او د کفارو د دود او کلتور پر ډول و نه لمانځل سي د خمار ، فسق او اسراف څخه په کلکه ځان وساتل سي او خپل ماشومان او کشران هم متوجه کړو چي د مسلمانانو د زورولو او هر ډول بد اخلاقیو څخه ځانونه وژغوري .
 
مسافر او بندیان په ځانګړي ډول مظلوم بندیان دي الله جل جلاله په عافیت او خوشالي ژر تر ژره خپلو کورونو ته راستانه کړي .
 
غم ځپلو کورنیو ته د اجر عظیم او صبر جمیل غوښتونکي یوو الله دي د هغوي پر مرحوم و رحمیږي خو د یاد وړ ده چي ښځي ته د خپل میړه د وفات څخه پرته پر بل دوست باندي د درو ورځو څخه زیات ماتم کول یعني د مړي لکبله ښې جامې نه اغوستل ، رانجه ، نوکرزي او ګېنې نه استعمالول جواز نلري ځکه نو غم ځپلی کورنی باید د اختر د خوشالی ورځ په غیر اسلامي ماتم بدله نکړي بلکي د نورو کورنیو په شان هغوی هم اختر په اسلامي ډول ښو جامو او د خوښی په فضا کي ولمانځي .
 
په اخیر کي دعا کوو : الله جل جلاله دي افغانستان د اسلامي نظام رښتنی مصداق ، د شرعي صلحي او امن ټاټوبی ، د حریت او استقلال کور ، د علم ډیوه ، د ورورګلوی د اقتداء وړ نمونه، د غیرت ځاله ، د یرغل ګرو نسکور ځای او د هر افغان د خوښۍ او سوکالۍ ټیک ځای وګرځوي .
 
یو ځل بیا د تعلیم الاسلام راډیو مشرتابه او همکاران تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایي . 
 
تقبل الله منا و منکم صالح الاعمال کل عام و انتم بخیر
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته