تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: دوه وروڼه چي په ګډه کور رانیسي
 
  October 29, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۸۷۶)


نوم: فريدون صافى    
                                                       
سوال : که دوه وروڼه ګډ اوسېږي او دوي دواړه يو کور واخلي، په دې کور يا مځکه کي يو ورور ډېري پيسې ورکړي او بل کمي يا د يوه ئې بيخي ورکړي نه وي، او يو څه وخت وروسته سره بيليږي، دا مځکه به په څه ډول ويشي( پلار ئې وفات سوى دى او مور ئې ژوندۍ ده).

 جواب : 

حامداً و مصلياً

دا کور يا مځکه د دوی دواړو په مابين کي په نيمي حصه ويشل کیږي، نيمه حصه ئې د يوه ورور ده، او نيمه حصه ئې د بل ورور ده، خو هغه ورور چي تر نیمي حصې ئې کمي پیسې ورکړي دي د هغه څخه به د پاته پیسو مجراء اخیستل کیږي یعني د مځکي یا کور د سر خرید د نیم قیمت مجراء به هغه بل ورور ته ورکوي کوم چي تر نیمي ئې ډیري پیسې ورکړي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قوله : (ولزمه نصف الثمن ) بناء عن أن مطلق الشركة يقتضي التسوية.... الشامي: ج٣، ص٣٨٥، کتاب الشرکة، فصل في الشرکة الفاسدة، طبع مکتبه رشيدية.
(٢): عمر و زيد نے ايک جائيداد مشترک خريدي، هر طرح سے وسعت مالي رکهتا هے، اور عمر مفلس و نادار هے زر ثمن جائيداد زيد نے ديا، بعد انتقال زيد وارثان زيد جائداد مذکوره بالاميں سے حصه نصف جائداد عمر سے لينا چاهيتے ہيں. 
جواب: جب زيد و عمر دونوں مشتري جائداد مذکوره کے ہيں تو دونوں شريک نصف نصف کے ہيں. فتاوي دارالعلوم ديوبند. ج١٣، ص٤٨.

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته