تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د وردګو څخه تر کابله د سفر لمونځ
 
  November 9, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۶۳)

نوم: عبدالله

د اوسېدو ځاى: (میدان وردګ افغانستان)

سوال :  زه د وردګو د سید اباد ولسوالی د ششقلعي اوسېدونکی یم او په کابل کي وظیفه لرم او کله چي د شنبې ورځ کابل ته راسم نو دلته دیارلس ورځي او شپې تیروم او بیا کور ته ځم خو بعضي وخت چي هغه ډېر کم پیښیږي چي نهه یا لس شپې تیري کړم چي د دغه شپو د تیرولو قصد نه لرم خو البته د مشکلاتو په خاطر اوس زه دلته کابل کي مسافرانه لمونځ وکړم که پوره؟ که مسافرانه وي نو بیا سنت او فرض دواړه څلور رکعتي قصر کیږي که تنها فرض قصر یعني دوه رکعتي کیږي، کوم چي څلور رکعته وي او همدارنګه نیت د دې له پاره څرنګه تړل کیږي او همدارنګه هغه لمونځ نیت چي خپله دوه کعته وي د هغه په نیت کي هم مسافرانه ویل کیږي که نه؟ او همدا رنګه که چیري په تش رکعت کي هم سورة ولولي البته که چیري سړی مقیم وي نو لمونځ ئې صحیح کیږي که نه یعني سجده سهوه به کوي او که به د سره لمونځ کوي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ستاسو د پنځو سوالونو جوابونه په لاندي ډول دي:

۱: که د سید اباد د ششقلعي او کابل  تر میانځ فاصله او مصافه د (۷۲) انګریزي کیلومټره په اندازه وي نو ته په کابل کي مسافر بلل کیږې، تر څو دي د ۱۵ ورځو نیت د اقامت نه وي کړې، خپل څلور رکعتیز لمونځ به دوه رکعته کوې.
۲: قصر یوازي په فرض څلور رکعتیز لمانځه کي کیږي.
۳: نیت د زړه ارادې ته وايي په خوله ویل ئې ضروري نه دي کله چي ته د سفر دوه رکعته فرض ادا کوې نو په خپل زړه کي د سفر  دوه رکعته فرض مسافرانه قصد کوه همدا ئې نیت دی کوم ځانګړی نیت نه لري.
۴: د سهار په دوه رکعته فرضي لمانځه کي صرف سهار د لمانځه نیت کیږي د پخوا په شان.
۵: په تش رکعت کي د سورة په ویلو سره سجده سهوه نه لازمیږي لمونځ ئې صحیح دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وفرض المسافر في الرباعية ركعتان... ( قال فی النقطة تحت هذه العبارة) احتراز عن الفجر والمغرب والوتر ۱۲ب. الهدایة: ج۱، ص۱۴۸، طبع، حبیبیة 
(۲): ولو قرأ في الأخريين الفاتحة والسورة لا يلزمه السهو وهو الأصح. الهندیة: ج۱، ص۱۲۶، طبع: مکة المکرمة و رشیدیة. 
(۳):النية إرادة الدخول في الصلاة والشرط أن يعلم بقلبه أي صلاة يصلي. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۶۵، رشیدیة.
(۴): موجوده وقت میں علماء نے اڑتا لیس (۴۸) میل یا بہتر (۷۲) کلو میٹر اندازه مقرر کیا ہے اس سے کم مسافت کے اراده سے نکلنے والے کو شرعی مسافر نہیں کہا  جائے گا. فتاوی حقانیة: ج۳، ص۳۴۸، للعلامة الشیخ عبدالحق رحمه الله (شیخ دارالعلوم دیوبند- هند)

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته