تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوي حدیثو مقام اود حدیثو علوم
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 21, 2018
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مخته موولوستل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د دين په مورد کي هر شى بيان کړى دى هغه یې د الهي وحيو پر بنسټ بيان کړى دى او هيڅ شى یې هم د ځان څخه نه دى بيان کړى، دا ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اقوال ، افعال او خصال د امت له پاره د سعادت، خط مشي او د اقتدا وړ دي لکه څنګه چي الله تعالى فرمایې :  


لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ. (الاحزاب : ايت، ٢١ )
ژباړه : يقينا چي ستاسي له پاره په رسول الله  صلی الله علیه وسلم  کي د ښه اقتداء وړ عالي صفات موجود دي .  

 

د ژوندانه په هر اړخ کي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د طريقې اوکړنلاري اتباع او پيروي کول د ابدي سعادت او نيکبختۍ يوازنۍ لاره ده. رسول الله  صلی الله علیه وسلم  چي امت په څه شي امر کوي د هغه امتثال او پر ځاى کول او د هر شي څخه چي یې منع کوي د هغه څخه اجتناب او ځان ساتل پر امت لازم دي. ځکه چي الله جل جلاله فرمایې :  


وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا . ( الحشر ٧) 
ژباړه: محمد  صلی الله علیه وسلم چي هر شى  درکوي هغه اخلئ او د هر څه څخه چي مو منع کوي د هغه څخه لاس اخلئ . 


د مخکنيو صفحاتو خلاصه دا سوه چي نبوي احاديث د قران کريم له پاره په منزله د شرحي دي او قران او نبوي احاديث د دين اصل دي د قران او نبوي احاديثو په رڼا کي تګ کونکي مهتدي او سعيد ګرځي او د دې څخه پرته پر بله لاره تلونکي ضال او شقي ګرځي.


 دغه ډول د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو څخه دا هم څرګنده سوه چي دجالان او کذابان به پيدا کيږي د درواغو احاديث به جوړوي او هم د درواغو احاديث خپرونکى په درواغجنانو کي شمېرل کيږي او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي درواغ ويونکی وجهنم ته داخلېږي . 


لهذا د صحيح حديث او د درواغواو غلط حديث ترمنځ تميز او فرق کول او حق د باطل څخه بېلول يو ډير اهم کار دئ او هغه فن چي په هغه کي د صحيح او غلط حديث د پېژندني اصول او قواعد بيانېږي او د راوي او د مروي پر هغو حالاتو او صفاتو باندي بحث او څيړني کيږي چي د هغه له مخي یې حديث قبول يا ردېږي هغه ته مصطلح الحديث يا اصول الحديث يا علم الاسناد وايي.


 دا کتاب ( معرفة الحديث ) چي ستاسي په لاس کي دى د ( مصطلح الحديث ) په پښتو ژبه ان شاء الله يو ډير ګټور کتاب دى . 
د يادوني وړ ده چي د ( معرفة الحديث ) اصل او بنيادي ماخذ ( نخبة الفکر )  د امام ابن حجرعسقلاني رحمه الله مقبول کتاب دى خو د (نخبة الفکر ) پښتو ترجمه مو ځکه نه دى نومولئ چي د ترجمې ټول اصول نه دي پکښي مرعات سوي بلکي څه زياتوب او کمى او په ترتيب کي یې تغير راغلى دى او همدا راز  د تدريب الراوي څخه چي په تقريب النووي باندي د جلال الدين سيوطي رحمه الله شرح ده هم ځيني مطالب راخيستل سوي دي او په دې کتاب کي درج سوي دي نو ځکه مو دا کتاب د يو مستقل تاليف په ډول د ( معرفة الحديث )  په نامه ونوموى .

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته