تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یتیمانو سرپرست ته زکات ورکول
 
  November 18, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۵۱)

نوم: عبدالباقي

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)

سوال : ایا  زه کولای سم چي د زکات په پیسو یو داسي چاته چي د زکات مستحق نه وي  مګر د څو یتیمانو د خوراکې ذمه د هغه پر غاړه وي غنم او یا هم کوم بل خوراکي شی ور رانیسم مثلاً، زما یو ماما د مریضي له امله وفات سو د هغه د ښځي او د هغه اولادو نفقه زما د بل ماما پر غاړه ده خو زما ماما د زکات مستحق نه دی، نو ایا زه کولای سم چي د یتیمانو په خاطر زما و ماما ته د زکات په پیسو غنم ور رانیسم؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

چا ته چي د نابالغو غریبو یتیمانو سرپرستي ور د غاړي وي، هغه که څه هم پخپله مستحق د زکوة نه وي د همدغو یتیمانو له پاره دی زکوة قبض کولای سي او د یتیمانو له پاره ده ته د زکوة پيسې ورکول جائز دی، البته هغه مسکینان چي بالغه وي لکه د همدغو یتیمانو مور  او یا نور بالغ فقیران یتیمان چي هغه هم د ده تر سرپرستۍ لاندي وي د هغوي له پاره هغه وخت زکوة قبض کولای سي چي هغوي اجازه ورته وکړي او دی وکیل وګرځوي.
د زکوة په ادا کولو کي مهم دادی چي د غریبانو اړتیا ته وکتل سي کوم شی ته چي د هغوی زیاته اړتیا  وي  هم هغه دي ورکړل سي، هغه که نغدي پیسې وي، غنم، اوړه وي او یا کوم بل خوراکي مواد وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وكذا لو دفع زكاة ماله إلى صبي فقير أو مجنون فقير وقبض له وليه أبوه أو جده أو وصيهما جاز ؛ لأن الولي يملك قبض الصدقة عنه، وكذا لو قبض عنه بعض أقاربه وليس ثمة أقرب منه وهو في عياله يجوز ، وكذا الأجنبي الذي هو في عياله ؛ لأنه في معنى الولي في قبض الصدقة لكونه نفعا محضا...... العيون عن أبي يوسف أن من عال يتيما..... ثم إن كان اليتيم عاقلا يدفع إليه وإن لم يكن عاقلا يقبض عنه بطريق النيابة ثم يكسوه ويطعمه ؛ لأن قبض الولي كقبضه لو كان عاقلا ولا يجوز قبض الأجنبي للفقير البالغ العاقل إلا بتوكيله ؛ لأنه لا ولاية له عليه فلا بد من أمره كما في قبض الهبة. بدائع الصنایع: ج۲، ص۳۸، دارالکتب العلمیة: بیروت.

(۲):لكن يجب أن يكون التقويم بما هو أنفع للفقراء قدرا ورواجا. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۱۷۹، مکة. 

(۳): ولا تصرف الزکاة الی مجنون وصبی غیر مراهق لا یعقلان القبض... الااذا قبض لهمامن یجوز له قبضه کالاب والوصی و اذا کان الصبی یعقل القبض یجوز صرفها الیه. الفقه الحنفی: ج۱، ص۳۷۱، دارالقلم.
کذا قیل فی الجوهرة النیرة: ج۱، ص۱۵۲، و کتاب الاختیار فی کتاب الزکوة.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته