تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په کوچنیوالي مېوې په غلا شکول
 
  November 28, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۹۸۷)

نوم: ابراهیمي

د اوسېدو ځاى: ( کابل افغانستان)

سوال : کله چي زما عمر د ۱۰ الي ۱۶ کلونو تر منځ وو او موږ په خپل کلي کي اوسېدو نو په دې زمان کي مو د ځینو کلیوالو مڼې، ناک، الوبالو، وچ لرګي، جوار او سنجتي او داسي نور په غلا باندي شکول او خوړل به مو، او په هغه وخت کي مو دا ټول کارونه د جهالت له وجهي کړي دي او په دې نه پوهیدو چي دا ګناه ده، نو اوس غواړم دا ټول جبران کړم باید څه وکړم؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د صحیح اټکل له مخي دي د  هغوی د میوو یا لرګیو قیمت په هرنامه چي وي ورته ورسوي که هغوی وفات سوي وي، و  وارثانو ته دي ئې ورسوي او که نه هغوي او نه ئې  وارثان مندلای سي بیا ئې د هغوي له پاره صدقه او خیرات کړي، که مالک یا ئې وارثان بخښنه درته وکړي په دې هم ستاسو غاړي خلاصیږي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): والأصل أن المستحق بجهة إذا وصل إلى المستحق بجهة أخرى اعتبر واصلا بجهة مستحقة إن وصل إليه من المستحق عليه وإلا فلا. الدر مع الرد: کتاب البیوع باب البیع الفاسد.
(۲): ويردونها على أربابها إن عرفوهم ، وإلا تصدقوا بها لأن سبيل الكسب الخبيث التصدق إذا تعذر الرد على صاحبه. ردالمحتار: کتاب الحضر والاباحة، فصل في البیع. 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سیدعبدالباري و  مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته