تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: تر ۱۵ ورځو کمه موده سفر کول
 
  December 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۱۱)

نوم: احمد اتل

د اوسېدو ځاى: (غزني افغانستان )

سوال : زه په کابل ښارکي دنده لرم او کوزنۍ مي له کابله څخه نږدې ۳۲۰ کیلو متره لیري په یوه ولایت کي  اوسیږي، زه دلته کابل کي یو اطاق  لرم او د مسافرۍ ژوند تیروم او اکثره وختونه له ۱۵ ورځو څخه کمه موده په کابل کي پاتي کیږي، د عمومي قاعدي پر اساس که څوک له ۱۵ ورځو څخه کمه موده په مسافری کي پاته سي نو باید لمونځ قصر وکړي، له دې لید څخه زه په دې قاعده کي شاملیږم مګر ما ته ځني عالمانو ویلي چي باید لمونځ پوره وکړم، ځکه چي زه تل په همدغسي یو حالت کي یم نو ځکه باید د مقیم په څېر لمونځ وکړم، نو اوس زه نه پوهیږم چي کور زما اقامت ځای دی او که دلته کابل؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

تاسو چي هر ځل کابل ته  ولاړ سي که تر ۱۵ ورځو مو کمه موده د پاته کېدو  اراده وي تاسو شرعاً مسافر  ګڼل کیږی، څلور رکعتیږ فرض لمونځونه به دوه رکعته کوی او که مو  ۱۵ ورځي یا تر هغه زیاته  موده د پاتې کېدو اراده سوه په هغه ځل کي بیا مقیم ګرځي. والله اعلم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  (أو لم يكن مستقلا برأيه ) كعبد وامرأة ( أو دخل بلدة ولم ينوها) أي مدة الإقامة (بل ترقب السفر) غدا أو بعده (ولو بقي) على ذلك (سنين).الدرالمختار علی هامش ردالمحتار:ص۵۸۲، جلد اول، مکتبه رشیدیة.
(۲): ولا يزال على حكم السفر حتى ينوي الإقامة في بلدة أو قرية خمسة عشر يوما أو أكثر وإن نوى أقل من ذلك قصر. الهدایة: ج۱، ص۱۴۹.
(۳): فتاوي فریدیة: ج۳، ص۴۶.

جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته