تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د استخارې دعا او طریقه څنګه ده؟
 
  January 18, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۴۱)

نوم: محمد ابراهیم

سوال :  د استخارې طریقه راته وښیاست؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د  دوو رکعتونو سنتو یا نفلو څخه وروسته دا دعا ولولئ:

( اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيمِ فَإِنَّكَ تَقْدِرُ ، وَلاَ أَقْدِرُ وَتَعْلَمُ ، وَلاَ أَعْلَمُ وَأَنْتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ اللَّهُمَّ إِنَّ كُنْتَ تَعْلَمُ (دلته هغه خپل کار ذکر کړه) خَيْرٌ لِي فِي دِينِي، وَمَعَاشِي، وَعَاقِبَةِ أَمْرِي فَاقْدُرْهُ لِي، وَيَسِّرْهُ لِي، ثُمَّ بَارِكْ لِي فِيهِ، وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ (دغه کار) شَرٌّ لِي فِي دِينِي، وَمَعَاشِي، وَعَاقِبَةِ أَمْرِي فَاصْرِفْهُ عَنِّي، وَاصْرِفْنِي عَنْهُ، وَاقَدُرْ لِيَ الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ، ثُمَّ أَرْضِنِي بِهِ).

تر استخارې وروسته چي مو د زړه اراده هرې خواته سوله هغسې وکړی، ان شاء الله په هغه کي مو خیر دی،  او که تر استخارې وروسته بیا هم زړه نا زړه واست دوهم او دریم ځل بیا استخاره وکړی څو الله جل جلاله ستاسو د زړه اراده و هغي خواته واړوي او هغه کار درته اسانه کړي چي ستاسو پکښي خیر او ګټه وي. والله اعلم.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): مشکوة عن جابر: ج۱، ص۱۱۶، 
(۲): حصن حصین: ص۲۴۱.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته