تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله عزوجل عظمت!
  تعلیم الاسلام
  October 15, 2017
  0
لیکوال : نثاراحمد صمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2014-05-28
 
یوې برتانوۍ ښځي د خپل میړه سره د یمن څخه لیدنه کول چی هلته د یو دینی عالم سره مخامخ سول . د خبرو په اوږدو کي یې د عالم څخه وپوښتل چي د کوم الله خبري چي ته راته کوې ، د هغه طول او عرض څومره دی؟ که دي معقول ځواب راکړ نو مسلمانه به سم ، که نه هسي مي وخت مه ضایع کوه .
 
عالم ورته وویل چي زه هم یو سوال درڅخه کوم او که دي معقول ځواب راکړ نو هر څه چي ته وایې هغسي به وکړم . ښځي ورته وویل چي سوال دي مطرح کړه . عالم ورته وویل چي آیا ته د خپل دغه میړه سره مینه او محبت لرې ؟ هغې ورته وویل چي هو ، خورا ډیر . عالم ورڅخه وپوښتل چي ستا دغه محبت څو کیلومترو ته رسیږي؟ ښځي ورته وویل چي آیا مینه او محبت هم په کیلومتر اندازه یا مقیاس کېدای سي؟ ډیره بې ځایه پوښتنه دي وکړه .
 
عالم په سړه سینه ورته وویل : کله چي د مخلوقاتو مینه او محبت اندازه یا مقیاس نلري ، نو د خالق مینه او محبت به څنګه حد او مقیاس ولري ؟ دا چي الله ټول کاینات او بشر خلق کړی دی او د هغوی محبت حد او اندازه نلري نو پخپله د الله تعالی محبت څنګه حد او اندازه لرلای سي؟!
 
الله تعالی تر هر شي لوړ او ستر دی لکه چی پخپله فرمایی : لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ. (سورت الشوری، ۱۱)
یعنی د هغه په شان هیڅ شی هم نسته او ( الله ) ښه اورېدونکی لیدونکی دی .
 
کله چی ښځي د عالم دا معقول او مستدل منطق واورېد نو د خپل میړه په شمول یې ایمان راوړ او داسی یې وویل : لا اله الا الله محمد رسول الله .
 
منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ـ لومړی جلد ؛ ۲۰۱۲ ) ؛ ۲۹۰ صفحه .
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته