تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تعلیم الاسلام طلايي لړۍ نوې رساله!
  تعلیم الاسلام
  June 27, 2014
  0
د تعلیم الاسلام ادارې د خپلو دیني خدمتونو په سلسله کي په زړه پوري علمي او تحقیقي رسالې (تعلیمالاسلام طلايي لړۍ) نوې دوهمه رساله د شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي صاحب حفظه الله په علمي قلم اسلامي ټولني ته وړاندي کړه.

د تعلیم الاسلام طلايي لړۍ دا تازه رساله پر یوه مهمه علمي موضوع (حنفي او غیر حنفي) په  ۲۲ صفحو کي لیکل سوې ده چي د لاندي موضوعاتو په اړه لنډ مګر جامع معلومات پکښي وړاندي سوي دي:

د حنفي مذهب لنډه پېژندنه
د وهابيت ، سلفيت او بريلويت وړوکی انځور
د حق په مقابل کي شيطاني تکـتيک
او د تعليم الاسلام راډيو د دعوت تګلاره
 
تعلیم الاسلام طلايي لړۍ د تعلیم الاسلام ادارې د علمي لیکونو یوه مهمه لړۍ ده چي وخت په وخت پر یوه مهمه علمي موضوع لیکل کیږي. لومړۍ رساله یې د (تکفیر لاملونه) په نامه په زیات تیراژ چاپ سوه چي عوامو او خواصو ډېره ګټوره او د وخت او زمان یو اړتیا وبلل.
 
محترم مسلمانان وروڼه او خویندي کولای سي تعلیم الاسلام طلايي لړۍ نوې دوهمه رساله د تعلیم الاسلام ویب پاڼي څخه په لاندي ادرس کښته (ډاونلوډ) کړي:
 
تعلیم الاسلام طلايي لړۍ-دوهمه رساله (حنفي او غیر حنفي)
 
ستاسو د همکارۍ په هیله،
 
دتعلیم الاسلام د ویب پاڼي څانګه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته