تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت بلال رضي الله عنه چیري ولاړی؟
 
  September 30, 2015
  0

 ژباړه: حمدالله حلمیار

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

  ایا پوهیږئ چي:

   حضرت بلال حبشي رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم له رحلته وروسته چيرته ولاړ؟

   ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

   بلال هغه جليل القدر صحابي وو کوم چي يي لومړي ځل د رسول صلي الله عليه وسلم په امر اذان وکړ او بيا تقريبا تر لسو کالو پوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم موذن پاتي شو. کله چي رسول صلی الله علیه وسلم رحلت وکړ بلال ابوبکرصديق رضي الله عنه ته راغي ويل:اي خليفة رسول الله! ما له نبي عليه الصلاة والسلام نه اوريدلي چي فرمايل يې د مؤمن لپاره تر ټولو غوره عمل د الله جل جلاله په لاره کي جهاد کول دي.

   حضرت ابوبکر رضي الله عنه  ورته وفرمايل: نو ستا څنګه اراده ده؟

   ويل : غواړم چي د خداي جل جلاله په لاره کي د جهاد لپاره ووزم ترڅو شهيد شم.

   حضرت ابوبکر رضي الله عنه  : نو مونږ ته به اذان څوک کوي؟

  حضرت بلال رضي الله عنه چي سترګي يې له اوښکو ډکي ويې ويل: زه له رسول صلی الله علیه وسلم  څخه پرته بل چاته اذان نشم کولاي.

   حضرت ابوبکر رضي الله عنه  ورته وويل: نه ! ته زمونږ سره پاتي شه مونږ ته اذان کوه.

 

 حضرت بلال رضي الله عنه  ورته ويل: که دي زه ددې لپاره  ازاد کړی وم چي له تاسره واوسم نو بيا چي دي څنګه ستا خوښه وي هغسي به وکړم او که دي د الله تعالی لپاره ازاد کړی وم نو بيا مي پريږده چي د الله جل جلاله په لار کي ووزم.

 
حضرت ابوبکر صديق  رضي الله عنه  ورته ويل چي نه بلاله! ما ته خاص د الله عزوجل د پاره ازاد کړی وې .

   بيا شام ته ولاړ چي پاته وخت یي په جهاد کي تير کړ.

   حضرت بلال رضي الله عنه  به د ځان په باره کي ويل چي زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم له وفات وروسته په مدينه کي نشم اوسيدلی ځکه هلته یي فراق زيات زور راباندي کوي. او کوم وخت چي يي اذان کولو او د اشهد ان محمدرسول الله  ټکو ته به ورسيده نو غږ به يي ګنګوړه شو او وبه يي ژړل. څو کاله وروسته يې رسول  صلی الله علیه وسلم  په خوب وليد چي ورته وایي: اي بلاله دومره جفا؟ په دا دومره وخت کي يو ځل زما زيارت ته هم رانغلې؟

   چي کله را بيدار شو سمدستي د سفر تياري وکړه او د مدينې منورې په لور روان شو. چي ورسيد د عليه الصلاة والسلام پر قبر يي سلام ووايو ډير زيات یي وژړل بيا يې حسن او حسين رضي الله عنهما په غيږه کي واخيستل ښکل يې كړل او مينه يې وسره وکړه.

   دواړو (حسن حسين رضي الله عنهما) ترې وغوښتل تر څو د سهار اذان وکړي.  د مسجد بام ته وخوت چي كله يي  الله اکبر الله اکبر  وويل په مدينه کي شور او ځوږ جوړ شو! چي کله يې اشهد ان لا اله الآ لله وويل شور په ژړاوو او چغارو بدل شو!

   چي کله يې اشهدان محمد رسول الله ويل  ښځې له خپلو کورونو اوکوڅو راووتلې دوي فکر کاوو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم راژوندی شوی ده. په دغه ورځ د مدينې ټولو خلګو بيخي زيات وژړل چي شاید د نبي کریم صلی الله علیه وسلم   له وفات وروسته دومره زيات يي بيا نه وو ژړلي.

   او کله چي اميرالمؤمين حضرت عمر رضي الله عنه  د شام په سفر ولاړ نو يې له حضرت بلال رضی الله عنه څخه هیله وکړه چي نن ورته په خپل غږ کي اذان وکړي کله چي د لمانځه وخت شو او اذان يې شروع کړ ناستو ټولو صحابه کرامو چاچي رسول  صلی الله علیه وسلم  ليدلي و په چيغو چيغو ورته وژړل پخپله حضرت بلال رضي الله عنه هم دومره زيات وژړل چي کله يې هم په ژوند کي نه وو ژړلي تر ډيره پوري هيچا هم خپله ژړا نشواي قابو کولاي هرچاته د خوږ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند او له هغه سره برکتي ناستې پاستې وريادې شوې.

 

اوکله چي وفات کيدو نو ميرمن يې په خوا کي ناسته وه او ورباندي ژړل يي، ده ورته وويل: خواره مشي مه ژاړه اوس به مي د خپل حبيب محمد رسول الله  صلی الله علیه وسلم  سره يوځاي شم...

 

  ما چي کله دا ټکي راژباړل هم ډير زيات مي وژړل او د رښتيني مينې د يو ژوندي مثال او په څير مي څو ځله ولوستله.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته