تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د HIV یا ایډز لنډه پېژندنه (۲)
 
  November 15, 2014
  0

ليکنه : ډاکټر محب الله''علميار''

دوهمه او وروستۍ برخه

Host factors

 Age: د ناروغه سن: ددې ناروغۍ زياتي پيښي دټولني په فعالووګړو (20-49) کالو کي ليدل کيږي. 

Sex : AIDS نن هم په Homosexual او Bisexual نارينه وو کي ډېرمعمول دئ ولي په پرمختللي هيوادونو کښي ددي ناروغۍ زياتي پيښي په   Heterosexual اشخاصوکي ليدل کيږي. 

 High risk groups:  دوريدي زرقياتو معتادين اوهغه چي له زياتو کسانوسره جنسي اړيکي لري په ځانګړي ډول په لوړخطرکي دي. 
 
دتفريخ دوره: دا موده په وسيع شکل تفاوت لري،د انتان د داخليدو څخه 1-3 مياشتي وروسته کولاي سوانټي باډياني په لاس راوړو. د AIDS  تشخيص معمولا د 1څخه تر 10 کالو وخت ته اړتيا لري،داسي اټكل سويده چي په HIV د اخته اشخاصو 75 سلنه د لسم کال په پای کي AIDS ناروغۍ ته پرمختګ کوي . 

نوموړي ويروس د ابتدايې منتن کيدو څخه بيا د ژوند تر پايه پوري د يو شخص څخه بل شخص ته ليږدول كيږي . 



دخپريدولاري: HIV د يو شخص څخه بل ته د لاندي لارو په واسطه ليږدول كيږي : 

جنسي اړيكي: د HIV د ليږد لويه ذريعه جنسي اړيکي دي،د جنسي اړيکو په وخت کي دمخاطي غشا د لاري ليږدول کيږي، د نارينه وو څخه ښځو ته يې دليږد نسبت د ښځو څخه و نارينه وو ته زيات دئ . 

د HIV منتنو ستنواوسرنجونو ګډ استعمال : د غيرقانوني درملو زرقيات د منتن کيدو يو لويه برخه جوړي چي د ستنو مشترک كارول اوپه وينه کي درملو زرق کول په كښي ګډون لري .

 د منتني ويني او د هغه محصولاتو د ليږد په وخت کي : د HIV د ملوثي ويني د يوه يونټ خطرد HIV په رامنځ ته کيدو ۹۵٪ دئ.   
دويني په ذريعه HIV په ډوز پوري تړلي دي ،نوپدي وجه د ملوثو ستنو ، سورنجونو او نور دعضويت غوڅوونکو وسايلود کارولو خطرد ويني ترانسفوژن ته کم دئ .

دملوثي مورڅخه ماشوم ته ليږد: په ماشومانو کي د HIV انتان يوسبب دادئ چي مور يې په دې ويروس ملوثه وي ترزيږون وړاندي يادشيدووركولوپرمهال اړوندماشومان ملوث كوي، د انتقال خطر په مورپوري اړوندځينو فکتورونه پوري اړه لري ( viral load، د ناروغي مرحله،CD4  شمير(. هغه ښځي چي دويروسونو شميريې په وينه كي تر  1000/ml RNAcopies څخه کم وي خپلو اولادونو ته ويروس نه ليږدوي د HIV مثبت ميندو څخه  15-30%زيږيدلي اطفال د ولادت څخه مخکي ،په جريان کي اوولادت څخه ژر وروسته منتن کيږي . د HIV مثبت حامله ښځو درملنه د اطفالود منتن کيدو خطر ډېر راټيټوي. 

يادونه : ويروس د ورځنيو فعاليتونو لكه روغبړکولو په ‌‌ذريعه نه ليږدول كيږي همدارازد مشترک تشناب ، د اوبواو خوراکي لوښو، ګيلاسونو ګډ استعمال، په ګډه غذا خوړل او کورنيو حيواناتو او غوماشو په ذريعه شخص نه مصابوي . 

Case Definition : که چيري يو کاهل شخص چي عمريې تر 12 کلني لوړ اومشکوک وي چي نوموړي په AIDS اخته دئ نو يو خو داچي په کښي د HIV Ab test + مثبت وي او بل داچي د يو او يا زياتو لاندنيو نښو لرونکی وي چي نړيوال روغتيايې سازمان يې دتشخيص لپاره دوې لويې نښي يايوه لويه او دوي كوچني نښي شرط ګڼي . 

مخنيوي اوكنترول:

دHIV د کنترول په هرپروګرام کي د HIV  دنوي انتاناتومخنيوي ته لمړيتوب ورکول کيږي،په روغتيايې ښوونوکي ښايې چي خلکوته داتوصيه وسي  چي  دنامشروع جنسي اړيکو ‎څخه ځانونه وژغورئ! هغه ناروغان کوم چي غيرقانوني درمل زرقوي هغوي ته بايد د ګډو ستنو د کاروني خطرات هم وښوول سي دروغتياساتني کارکوونکي اوهر هغه کس چي په وظيفوي ډول دخطرسره مخامخ وي بايددانتان دکنترول معيارونه په پام کي ونيسي.د HIV  دکنترول اومخنيوي دپروګرام نوري اجزاوي لکه په ټولنه کي د HIV د ازمويني (ټيسټ) پراخه پروګرامونه،د HIV اوهم د  sexual transmitted diseaseدرملنه شامله ده .

د ويروس ضد درملنه :

كه څه هم دويروسي ناروغيو لپاره دقناعت وړدرملنه شتون نلري خوبياهم ځيني درمل سته چي دويروس دچټك خپريدوڅخه مخنيوی كوي اوپدي ډول دناروغ دژونددوره اوږدوي دتشخيص دتائيدوروسته بايدناروغ دمجرب ډاکترلخوا ارزيابي سي،په ارزيابي کي بايد دناروغي مرحله، نورSTDs،Hepatitis B Cاونوروناروغيو لکه توبركلوز ته فکروسي، دناروغ په درملنه کي بايد څواړخيزي لاري چاري په کارواچول سي.دRetroviral ضددرملنه دڅو درملو يومرکب رژيم دئ چي په (HAART) (Highly Active Anti Retroviral therapy) سره مشهوره ده.

 د درملني اهداف په لاندي ډول دي :

په دوامداره او اعظمي ډول د ويروس زياتيدني څخه مخنيوی . 
د معافيتي دندو ساتنه 
د ژوند د کيفيت ښه کول 
د HIV له امله د مړينو او معيوبيتونو  د کچي راټيټول .

دغه اهداف به هغه وخت په ښه ډول ترلاسه سي کله چي درمليز رژيم په صحيح ډول تعقيب اوپه ځانګړي روغتيايې مرکزونو کي ددرملو دحساسيت اومقاومت ازمايښتونه اجراسي، پدي رژيم کي دوه درمل  (NRTI)Nuclesimid Reverse Transcriptase Inhibitorاوبل non Nuclesimid Reverse Transcriptase(NNRTI) يا  .PI Protease inhibitorپه يوشمير رژيمونو کي Retonavir د تقويوي درملو په ډول استعماليږي چي دا درمل د cytochrome P-450 په واسطه دميتابوليزم نهي کوي،دغه رژيم بايد د هغه ډاکترانو لخوا چي په دې ناروغۍ کي پوره مهارت ولري تنظيم سي.
په روغتيايې کارکوونکو کي د HIV کنترول:

يو شمير معياري او خوندي لاري چاري د روغتيايې پرسونل لپاره اړيني دي دا لاري چاري عبارت دي : د مريض د تماس څخه مخکي او وروسته د لاسونو پريولل، د دستکلو اغوستل، د ويني او يا د بدن د نورو مايعاتو سره مخامخ کيدو په وخت کي چپنه اوماسکونه مهم دي روغتيايې پرسونل ممکن په يو تعداد حالاتو کي په تصادفي ډول په زرقي بڼه دHIV  سره مخامخ سي . 

دويروس ترمخامخ كيدووروسته چټك مخنيوي:

په وظيفوي ډول د HIV سره مخامخ کيدل ممکن هغه وخت واقع سي چي جلدي زخمونه ، مخاطي غشا يا هغه جلد چي د Dermatitis په سبب ضعيف،تخريب او يا څيري سوي اويايې تماس دوامداره وي اوياپراخه ساحه په برکي نيسي،دويني د نسجونو او د بدن دنورومايعاتوسره تماس دومداره سي،داممکن ټولو خلکو ته خطر ولري خو په روغتيايې پرسونل کي د HIV منتن کيدوخطرلوړوي . دHIV مثبت شخص د ويني، دبدن دمايعاتو ،اومخصوصاً داستعمال سوي Syringe په واسطه درامنځته سو ي زخم په وخت کي بايد شخص په فوري ډول HIV testing وکړي . همدارنګه اړوند شخص بايد بي له ځنده (په ښه توګه د۲۴ساعتونوپه جريان کي)  Tab:Zidoruin300mg او يا Tab:Lamivudine واخلي اودڅلورواونيولپاره يې په ورځ کي دوه ځله په دوامداره ډول واخلي . 

دمورڅخه ماشوم ته دليږد مخنيوی: ښه اهتمامات ، دويروس ضد كافي درملنه، Caesarean section اونوراحتياطي تدابير د مور څخه ماشوم ته د HIV په ليږد کښي کمښت راولي .

د مخنیوي لاري: 
 
په عمومي ډول د HIV په مخنيوي كي بايد لاندي تدابير په نظركي ونيول سي: 

دنامشروع جنسي اړيكوڅخه ځان ساتل .

 
په وينه پوري اړوندټول معاينات ترسره اووينه په دقيق ډول سكرينول .
په زرقي معتادينو كي د ستنو د بدلولو دلاروچارودودول .
ترزيږون وړاندي داميدوارو ميندو روغتيايې څارنه .
د  HIV دويروس دخطر سره مخ كسانو لپاره دمعايناتو اودرملني د اسانتياوو برابرول .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
==========================
ددې مقاله اوله برخه دلته لوستلای سی: د HIV یا ایډز لنډه پېژندنه (۱ برخه)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته