تازه سرليکونه
د (علوم القران) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرانکریم د حفاظت اسباب
  تعلیم الاسلام
  November 22, 2014
  0

لیکنه: نوید احمد

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

مولانا شمس الحق افغاني  رحمة الله علیه  د قرانکریم د حفاظت په اړه  لیکي چي الله تعالی ددې حفاظت په آسمان کي په لوح محفوظ کي کړی دی او په مځکه کي یې په دوه ډوله کړی دی:

 
۱: د مسلمانانو په سینو کي
۲:  په لیکلي ډول
 
 په دې کي دومره دقت سوی دی چي هره میاشت به حضرت جبرائل  علیه السلام  و رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته تشریف راوړی او قرانکریم به یې ورسره تلاوت کوی. علامه افغاني  رحمة الله علیه  وروسته لیکي چي یو خو الله جل جلاله  قرانکریم یوه داسي قوم ته راولېږی چي اشعار او د خپل نسب لړۍ حفظ کول د هغو یو لوی د فخر وړ رواج و،ددې  تر څنګ د قرانکریم د ښه ساتني لپاره نور اسباب هم رامنځ ته سول لکه:
 
۱: د عربو ساده او بې تکلفه ژوند وو، نو ځکه هغوی فارغه وه تر څو د قرانکریم حفظ په اسانۍ سره وکړي.
 
۲: د قرانکریم او وحیو سره د دوی ډېر زیاته مینه وه نو ځکه همدا لامل وو چي دوی به قران حفظ کاوه.
 
۳: د فصاحت او بلاغت ټول ماهرین قران ته تسلیم وه چي داعربو ته ډېره جالبه وه او انسان عموماً جالبو شیانو ته مایل کیږي نو ځکه به د دوی جذبه د قرانکریم طرف ته ډېر زیاته وه او هغه حیرانونکی کلام به یې حفظ کاوه.
 
۴: په احادیثو کي د قران مجید په حفظ زیات ثوابونه ذکر سوي دي، دې ثوابونو صحابه کرام  رضي الله عنهم  پر قرانکریم ځان قربانونو باندي فخر کاوه نو ځکه به دوی د قران کریم د عاشقانو په څېر  حفظ کوی.
 
۵: صحابه کرامو  رضي الله عنهم  په لمانځه کي او همدارنګه په تراویحو کي تلاوت کوی، ددې تر څنګ يې د ژوند په ټولو چارو کي په همدې مقدس کتاب فیصلې کولې لکه عقائد، عبادات، معاملات او اخلاق.(۱)
 
نن په نړۍ کي د قرانکریم الحمدلله  تر ۱۰ میلیونه زیات حافظان وجود لري او دا تعداد ورځ تر بلي زیاتیږي. یو عالم وايي که چیري د ټولي نړۍ کتابونه چي په هره ذریعه ثبت او ساتلي وي په سیند کي وغورځول سي او قران حکیم هم په کلي ډول د مځکي څخه ایسته کړل سي نو هیڅ کتاب به بیرته موجود نه سي خو یو قران مجید هغه کتاب دی چي په هر هیواد، ښار، ولایت او کلي کي حافظان سته چي په څو لحظې کي به بیرته همغه قران کریم موجود کړل سي.
 
  د قران کریم حفاظت په خپل اصلي شکل کي یو داسي حقیقت دی چي حتی ځینو هغو کافرانو کوم چي د اسلام پر خلاف به يې تبلیغات کول هم منلی دی لکه ویلیام مویر چي وايي: په نړۍ کي داسي هیڅ کتاب نسته چي دولس پېړۍ په دومره اصلي او خالص حالت کي ساتلی سوی وي لکه قرانکریم. (۲)
 
اصلاً د قرانکریم د حفاظت په اړه تر دې ټولو اسبابو لوی حقیقت  د الله  عزوجل  وعده ده:
 
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ. (سورت الحجر، آیت ۹)
 
-----------------
۱: علوم القران: پنڅم فصل، ص۱۲۵، علامه شمس الحق افغاني  رحمة الله علیه 
۲: Sir William Muir, The Life of Mohamet, Introduction, p.l8
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته