دا په ياد لره
۱) کله چي قهر درسي چوپ سئ ترڅو هغه عکس العمل مو برداشت کړى وي چي ممکن ستاسو ژوند ته منفي تغير ورکړي .
۲) پر هر چا مه بدګمانه کيږئ که نه نو په ژوند کي به دوست پیدا نه کړئ .
۳) د دنیا لپاره آخرت مه پرېږدئ او مه د آخرت لپاره دنيا پرېږدئ د هریوه حق اداکړئ او دومره څه ورته وکړئ څومره وخت چي په کښي تيروئ .
۴) هرځاى ته چي دكوم مقصد دپاره ځې هغه خپل مقصددي تعقيبوه په نورو كارونوكي خپل وخت مه لګوه.
۵) نیک او صالح انسان د علم تر حاصلولو وروسته عاجز او حليم سي او بد بخته انسان هغه دی چي د علم تر زده کړي وروسته د تکبر په رنځ اخته سي .
۶) د سترګو ساتنه وکړئ ځکه دا د زړه دروازه ده او ټول آفتونه د همدې لاري زړه ته ننوځي .
۷) د خلګو احسانونه او ښه صفتونه بيانوه چي په نتيجه كښي به ښه خلګ پر خپلو اوصافو مستحكم سي او تاسو به احسان شناسه اوصفت پېژندونكي وګڼي او بد خلګ به د احسان او صفت په ارزښت پوه سي .
تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه