تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چاپیریال پیژندنه او ساتنه
 
  February 28, 2016
  0

 

 

لیکنه: پوهنوال انجينير شاه محمود"بری"

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

زموږ شاوخوا موجوداتو ته محيط يا چاپېريال ويل کېږي. 
په عمومي توګه محيط پر ژوندي او غير ژوندي ډولونو ويشل سوی دی.
په ژوندي محيط کي انسانان، حيوانات، نباتات او کوچني ذره بيني اجسام (چي په سترګونه ليدل کېږي) شامل دي.
 
په غير ژوندي محيط کي اوبه، هوا، خاوره، تيږي او داسي نور راځي؛ خو چاپېريال پوهانو، چاپېريال پر درو برخو وېشلی دی:

ژوندی محيط: (بايوسفېر)؛ لکه انسانان، حيوانات، نباتات او واړه ذره بيني موجودات.
غير ژوندی محيط: (۱-  اتموسفېر)؛ لکه هواء،  (۲- ليتوسفېر)؛ لکه خاوره او تيږي او (۳- هايدروسفېر)؛ لکه اوبه.
فرهنګي محيط: چي له انسان سره د انسان اوله فرهنګ سره د فرهنګ اړيکي بيانوي.

الله جل جلاله د طبيعت د نظام د اجزاوو په منځ کي يو طبيعي تعادل منځ ته راوړی دی. کله چي دغه تعادل له منځه ځي، نو د استوګني او اوسېدو پر چاپېريال ناوړه اغېزه کوي. د مثال په ډول د ټولوموجوداتو د ژوند دوام د لمر په وړانګو اړه لري.  انسانان او حيوانات نېغ په نېغه د لمر له انرژۍ څخه ګټه نه سي اخيستلای. نباتات د لمر انرژي په غذايي انرژي بدلوي؛ چي هم په خپله نباتات، هم حيوانات او هم انسانان ورڅخه ګټه اخلي. يوازي د لمر وړانګي د غذايي موادو سرچينه نه سي برابرولای؛ بلکي د اوبو او کيمياوي موادو شتوالی هم ضروري دی.

انسانان د ژوند ډېري مهمي اړتياوي لکه خواړه، کالي او کور له چاپېريال څخه لاس ته راوړي. ژوندي موجودات، لکه نباتات اوحيوانات د غذايي موادو په توليد د طبيعت د تعادل په ساتنه او د انساني نسل په پايښت کي حياتي ځای لري. نباتات د طبيعي اقتصاد اصلي بنسټ جوړوي. نباتات د لمر رڼا (نوري انرژي) په کيمياوي انرژي (خوړو) بدلوي. واښه خوړونکي حيوانات نېغ په نېغه له نباتاتو څخه او انسانان له حيواناتو او نباتاتو دواړو څخه ګټه اخلي. په طبيعي اقتصاد کي نباتات د توليدوونکو په نامه يادېږي او ښکاره ده، چي له نباتاتو پرته واښه خوړونکي حيوانات او انسانان له نباتاتو او حيواناتو د خوړلو پرته ژوند نه سي کولای؛ ځکه حيوانات په نباتاتو او انسانان په دواړو ژوند تېروي. که چېري د نباتاتو اندازه لږه سي، په پای کي د نباتاتو د پاڼو په وسيله د لمر د وړانګو د جذبېدلو اندازه راکمېږي؛ چي په نتيجه کي يې د غذايي موادو کمښت او قحطي منځ ته راځي.
 

د طبيعت د برخو هر جزء په طبيعي تکامل کي خاص ځای لري او د هغه د تر کيبوونکو برخو تر منځ ټينګي او نه ماتېدونکي اړيکي موجودي دي؛ چي د بې ځايه او نامعقولي لاسوهني په نتيجه کي د طبيعت نظام ګډوډېږي او کلونه- کلونه پر هغه ناوړه اغېزه کوي؛ ځکه په طبيعت کي هيڅ شی له دندي پرته نه دی پيداسوی. ګټور او مضر ژوي يا نباتات موږ ته د ګټو او زيانونو له مخي تعريفېږي؛ د مثال په ډول زهري نباتات يا د ګټورو داروګانو سرچينې دي او يا د خاوري د تخريب په مخنيوي کي مرسته کوي. حيوانات او نباتات د طبيعت د تعادل په ساتنه؛ د استوګني د چاپېريال په حفاظت او پالنه  او د نړۍ په اقتصاد او ټولنيزه پرمختيا کي خورا مهم ځای لري. 

 د چاپېريال د حيواناتو او نباتاتو له منځه تګ، د تمدنونو د زوال او اقتصادي وروسته پاتي والي او په آخره کي د انسانانو د له منځه تګ سبب ګرځي؛ چي يو مثال يې د صحرايي ملخانو پر ضد په مبارزه کي د ډي. ډي. ټي. (D.D.T.) پوډرو د زياتي کاروني په نتيجه کي يې پر انسانانو ناوړه اغېزې، په رحم کي د سرطان د ناروغيو سبب سوي دی. 

په افغانستان کي وروستيو جګړو د استوګني چاپېريال په ټولو اړخونوکي د ژوند د محيط يو ناتار او غميزه منځ ته راوړې ده. کرنيزي مځکي د ماينونو په کروندو بدلي سوي دي او يا د اوبو د منابعو (چينو)، کاريزونو او... د له منځه تګ له امله شاړي سوي دي.

د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۷ ز. کال د ارقامو له مخي د نړۍ په سطحه له ټولو څخه  زيات (د لسو ميليونو په حدودو کي) ماينونه  د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي فرش سوي وو؛ چي هر کال د سلګونو زرو انسانانو په تېره بيا د کوچنيانو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب ګرځېدل او په سلګونو زره کسان د کورونو د ورانېدو له امله کډوال سوي دي.

په افغانستان کي د کور ګډي جګړې بهير چاپېريال ته ډېر زيانونه رسولي دي. کلي، مدرسې،

 ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، وړکتونونه او مرستونونه ړنګ او ويجاړ سوي دي. زموږ فرهنګي ميراث لکه موزيمونه، ارشيفونه، کتابتونونه او نور چور او تالا سوي يا سوځول سوي دي. د ژوبڼ، موزيمونو، ځنګلونو، څړ ځايونو او الوتونکو مرغانو په شان د طبيعي ميراثونو وجود ته د ناسور ټپونه رسېدلي؛ چي رغېدل يې لسګونه کلونو ته اړتيا لري. 

 ځنګلونه چي د ټولو افغانانو ګډ ميراث دی او د چاپېريال په ساتنه کښي خورا مهم ځای لري، د څو لسيزو ناورين په بهيرکي نيمايي له منځه تللي دي؛ چي د لرګيو غير فني او غير اصولي غوڅول او قاچاق يې ښکاره بېلګه ده. د ځنګلونو له منځه وړل د اورښت په اندازه او د هوا او اوبو د چاپېريال د شرايطو پر تغيير منفي اغېزه کوي او د ډېرو ويجاړوونکو او هيبتناکو سېلابونو د ايجاد سبب ګرځي.

د لرګيو صنعت، کاغذ جوړوني، سياحت او ښاري استوګني ته هم نه اټکل کېدونکي زيانونه رسېږي. د ځنګلونو د وهلو او تخريب مخنيوی د ملي شتمنۍ ساتنه ګڼل کېږي. د شنې اورشو پراختيا او د ونو او بوټو کرنه په هيواد کي د اقتصادي پرمختيا، د ځمکي لاندي اوبو د زېرمو د زياتوالي او د زراعتي ځمکو او نورو خاورو له تخريب څخه د مخنيوي سبب کېږي. همدارنګه څړ ځايونه د متعال رب جل جلاله له لويو او مهمو نعمتونو څخه دي؛ چي پر موږ يې پېرزوکړي دي. څړ ځايونه زموږ د ملي اقتصاد د خپلواکۍ ضمانت کوي؛ ځکه حيواني محصولات لکه غالۍ او پوستکي، وړۍ، کولمې او ټغر د افغانستان د صادراتو مهمه برخه جوړوي.
 
 
دا چي د حيواناتو پالنه په څړ ځايونو پوري تړلې ده، د څړ ځايونو له منځه وړل د افغانستان اقتصاد ته د نه جبرانېدونکي خطر زنګ دی. د للمي کرني د پراختيا، د سون لرګيو د راټولوني او په محدوده ساحه کي د سر پر سر مال څړولو په نتيجه کښي د څړځايونه له منځه تګ د اهلي او وحشي حيواناتو او طبيعي نباتاتو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. طبيعي شتمني د ټولو نسلونو ګډ ميراث دی؛ بايد له هغه څخه معقوله ګټه واخيستل سي او اصلي پانګه راتلونکو نسلونو ته په امانت ډول ولېږدول سي. 

په افغانستان کي د چاپېريال د ويجاړوني او له منځه تګ يو دليل د طبيعت نه پېژندنه او د ژوند په دوام او اقتصادي پرمختيا کي د چاپېريال له اهميت څخه د خلکو بې خبري ده. يو شمېر خلک داسي فکر کوي، چي ګواکي ټول شيان نه تمامېدونکي دي او له طبيعي سرچينو څخه د سمي ګټي اخيستني پر ځای یې د هغوی ښکار ته مخه کړې؛ چي ټول شيان ښکاروي اونه پوهېږي، چي په پای کي به هم دی اوهم يې ښکار له منځه ولاړسي.

په چاپېريال د پوهېدني په لړ کي بايد لاندي څو ټکي همېشه په پام کي ونيول سي: 
 
  • له طبيعي منابعو څخه معقولي ګټي اخيستني ته ساتنه وايي؛ داسي نه چي پر خپل حال پرېښودل سي.
  • طبيعي زېرمي د ټولو نسلونو ملي ميراث دی او هر نسل حق لري، چي ګټه ور څخه واخلي؛ خو هيڅ نسل دا حق نه لري، چي دغه منابع يوازي په خپله ګټه استعمال کړي. 
  • ټول ژوی د خپل پايښت او د ژوندانه د دوام لپاره کار او هلي ځلي کوي؛ ځکه چي په طبيعت کي وړيا ډوډۍ نه پيداکېږي.
  • په طبيعت کي ټول شيان يو له بل سره اړيکي لري. په يوه جزء کي لاس وهنه به نوري اجزاوي متأثره کړي.
  • په طبيعت کي هيڅ شی بېله دندي نه دی پيداسوی. د يو شي د ضرر او فايدې تعريف او پېژندګلوي د انسانانو د ګټوله مخي تر سره کېږي.
  • د طبيعي زېرمو له منځه تلل د فقر او اقتصادي وروسته پاته والي سبب ګرځي.
  • هر ژوندی موجود د چاپېريال د مختلفو عواملو په مقابل کي ځان ته ځانګړی او محدود د زغم او تحمل ظرفيت او قوت لري. هر موجود يوازي د يادو حدودو په چوکاټ کي ژوند کولای سي.
  • چاپېريال د ژونديو موجوداتو په واسطه تغيير کوي او د ژونديو موجوداتو په مقابل کي د چاپېريال ظرفيت، د هماغه موجوداتو، چي په دې چاپېريال کي ژوندکولای سي، د شمېرني اندازه تعيينوي.
  • د ژوند بقاء د غذاء يا خوړو په زنځير کي د انرژۍ د جريان او منرالونو په دوران پوري اړه لري او دا دوه دورانونه د ژوندانه د سيستم ثبات باوري کوي.
  • طبيعت ډېره رنګيني لري او په يوه سيسټم کي د ژونديو موجوداتو رنګيني د هغه سيسټم ثبات ښيي. که د ژونديو موجوداتو د ټولني په تنوع (رنګينوالي) کي څه کموالي راسي، د هغې ټولني په جوړښت کي به يوه سلسله تغييرات راسي؛ تر څو يوه پايښت لرونکې ټولنه، چي د خپل چاپېريال سره په تعادل کي وي منځ ته راسي.

په لنډو ټکو کي ويلای سو، چي د چاپېريال زده کړه، موږ د استوګني د محيط د برخو او له يو او بل سره له زنځيري اړيکو څخه خبروي. د مثال په ډول: 

د نباتاتو په له منځه تګ سره حيوانات له منځه ځي؛ د نباتاتو او حيواناتو په له منځه تګ سره انسانان له منځه ځي؛ د خاوري په خوارېدلو سره کرنيز محصولات کمېږي؛ د نباتاتو په له منځه تګ سره سېلابونه زياتېږي او د ځنګلونو په له منځه تګ سره وچکالي منځ ته راځي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
یادونه: ددې مقالې نقلول د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.
 
---------------------------
اړونده لیکنه: چاپیریال ساتنه

 

سرته