تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د ښځي حجاب او د غرب ناانډولي
 
  July 4, 2015
  0

 

 لیکنه: سیـــــــــــــــــــــــد محمود


د اسلام د سپېڅلي دين اساس پر الهي حکمتونو ولاړ دی او هدف يې د بشريت سرلوړي او نېکمرغي ده. همدا ډول دغه دين د بشريت د مادي او معنوي ارزښتونو او پرمختګونو يوازنی ضامن دی او د اخروي سعادت د لاس ته راوړلو ستره وسيله ده. دغه سپېڅلی او انسان جوړوونکی دين د بشري ژوند د سمبالولو په غرض داسي رغنده تګلاري ترسيم کړي، چي هيڅوک يې له ځانګړتياوو څخه سترګي نه سي پټولای. 

بشري ټولنه چي له نر او ښځي څخه تشکيل سوې ده، د دوام او بقاء سلسله يې د دواړو په وجود سره دوام لري؛ نو ثبات او اطمينان هلته راتلای سي، چي په ټولنه کښي نر او ښځه دواړه له خپل انساني حقوقو او مقام څخه برخمن وي. د انسانيت او بشريت په تاريخ کښي يوازي همدغه قرآن کريم دی، چي ښځي ته يې خپل انساني مقام او حقوق ورکړل. دا معلومه ده چي له اسلام څخه مخکي هغوی خپل انساني حيثيت له لاسه ورکړی و او له ډول- ډول بدبختيو سره مخ وې؛ حتی ژوندۍ به تر خاورو لاندي کېدلې. د اسلام او قرآن کريم په راتګ سره نه يوازي دا، چي دوی ته يې له لاسه ورکړی حيثيت بيرته ورکړ، بلکي د دوی د حقوقو د ساتلو لپاره يې بېلابېلي تګلاري په وجود راوړې.

د اسلام په دغه رغنده او سپېڅلو تګلارو کي يوه هم د ښځي د حجاب تګلاره ده، چي د ښځي د برم او حیثيت د خوندي ساتلو په غرض وضع سوې ده. پر دغه تګلاره تلل د ښځي لپاره حتمي دي؛ ځکه چي اسلام ښځه په کلي توګه عورت بولي او د عورت پټول فرض دي. په اسلامي شريعت کښي د ښځي د حجاب په اړه ځکه ذکر سوی، چي هغه ښځي ته شرافت او عظمت بخښي او د وږو سترګو او شريرو لاسونو څخه يې د خوندي ساتلو تضمين کوي. اسلام ښځي ته د حجاب او پاک لمنۍ درس ورکوي او ورسره د يوې پاکي او سپېڅلي کورنۍ او ټولني د جوړېدو او بقاء تضمين هم ورکوي. 

حجاب ته د ښځي اړتيا داسي ده، لکه يو امت چي وسلې ته اړتيا لري. د ښځي بې حجابه کول د يو امت بې وسلې کول دي او د يو امت بې وسلې کول د هغوی له مرګ سره مترادف دي. دغه راز حجاب هم د بشري لېوانو له تېرو داړو څخه د ښځي مفاتن او محاسن خوندي ساتلي. حجاب خو نه د ښځي بندول دي او نه لرغونی دود او نه هم د تأخر عمل؛ لکه د انسانيت او اخلاقو دښمنان چي وايي؛ بلکي حجاب د اخلاقي انحطاط په دغه فاسده نړۍ کښي د ښځي د ارزښتمن شخصيت يو غوره ساتندوی دی. د دې پر عکس د ښځي بې حجابي تل د ښځي انساني حيثيت مسخ کړی او له هغې څخه يې يوه ارزانه تجارتي متاع جوړه کړې؛ چي د هر چا په لاسونو کښي اوښتې را اوښتې ده.

د اسلام دښمنانو تل زيار ايستلی تر څو ښځه په دې قانع کړي، چي په متواصل ډول د نوي مدنيت پر تګلارو قدم کښېږدي؛ د آزادۍ او له نارينه سره د مساوات تر سر ټکي لاندي يې ارزښتمن شخصيت سپک او د نوي جهالت د سپېرو بادونو خوراک کړي. له دين، حيا او عفت څخه د ښځي آزادول د اسلام د دښمنانو ستر هدف دی.

 دا چي په ټولو بشري ټولنو کښي پوهان، اديبان او د اصلاحي چارو وګړي د ښځي په قضيه اخته دي، هغه له دې کبله چي دغه قضيه زښته ډېره مهمه ده؛ ځکه چي ښځه د بشري ټولني نيمه برخه ده؛ له بله پلوه د ټولني د افرادو په تربيوي، سلوک او اجتماعي ناحيو  کښي د هغې رول زیات پياوړی دی. 

د ښځي د قضيې په اړه وګړي دوو ډلو ته وېشلای سو:
يوه ډله هغه ده چي د ټولني د اصلاح بيرغ يې پر اوږه کړی دی؛ د فرد، کورنۍ، ټولني او ملت په اصلاح او ښوونه کښي يې د ښځي ونډه اغېزمنه بللې او په دې باور دي چي که ښځه د الهي وضع سوي منهج سره سم خپله دنده تر سره کړي نو هم به يې ځان او هم به يې پاته ټولنه ژغورلې وي.

دويمه ډله هغه ده، چي د استشراق (ختيځ پوهني) په کاسه کي يې اوبه څښلي؛ ښځي ته د آزادۍ او د نارينه سره د مساوات په نوم دوکه ورکوي؛ د ښکلا د ملکې په نوم یې تېرباسي؛ همدارنګه يې سېنما او خپروندويه کمپاينونو ته راکشوي؛ ترڅو بې قدره، منفوره او بې بنسټه آزادي ور په برخه کړي. 

د اسلام د سپېڅلي دين اصلي مقصد دا دی، چي بشري شهواني ځواک او جنسي غریزه په اخلاقي نظم کښي راولي او داسي يې ترتيب کړي، چي د انسان او انساني ټولني د له منځه تلو پر ځای، صالح او رغنده تمدن او پاکه ټولنه رامنځ ته کړي. خو غربي تمدن د ښځي څخه د ښځینه جنس (خپل حقوق) اخلي او د نارینه وجایب او کارونه لا هم ور د غاړي کوي. غربي تمدن ښځه د ښځیتوب له مقامه باسي او د نارینه مقام ته يې رسوي؛ ترڅو سخت مکلفیتونه يې پر اوږو ورکښېږدي اوبالأخره ښځو ته د آزادۍ په نامه د نارینه وو ټول کارونه ور دغاړي کړي؛ که څه هم هغه د دې د فطرت او خلقت سره خلاف وي. بل طرف ته د ښځو خپله کورنۍ دنده هم له منځه ولاړه سي او په نتيجه کي کورنی نظام ګډوډ او د او لاد روزنه هم د فارمي حیواناتو شکل غوره کړي؛ نو په آخر کي نتيجه اخيستل کېږي، چي دغه او دې ته ورته نور ټول ناورينونه او بدبختۍ د ښځي له بې حجابۍ څخه لاس ته راغلي يا راځي.

 له همدې امله مسلماني خور ته په کار ده، چي    تر هر څه مخکي له الله جل جلاله څخه ووېرېږي؛ هوښياره واوسي او د ابليس او بشري شيطانانو د لاس آله نه سي؛ ځکه د دې په صلاح او بيدارۍ سره د شر او فساد ټولي ځواکمني دسيسې شنډېدلای او خنثی کېدلای سي او د دې په غفلت او فساد سره بشري ماڼۍ په چټکۍ سره سقوط کوي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله ، ۱۵ ګڼه
---------------------------
نوري لیکني:
حجاب د نوي ساینس له نظره
 
حجاب د نوي مسلمانانو خوندو له نظره
 
د ګل او ملغلري د زړه خواله - د حجاب ارزښت
 
شعر: د حیا شال دي ستر کمال دی
 
د حیا یو ستره بېلګه
 
ستر او حجاب (خپرونه)
 
فتوا: دلایل در باره حجاب و ستر چیست؟
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته