تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځان صفت او پاکي بیانول
 
  February 24, 2016
  0

 لیکنه :عبدالسلام حنفي


د الله جل جلاله قول دی : أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنْفُسَهُمْ بَلِ اللَّهُ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا. (سورة النساء ایت ۴۹)

یهودو به خپل ځان ته پاک ویل نو په دې خبره الله جل جلاله په دې آیت کی د دوی بدوالی بیان کی او وی فرمایل چي ته تا خلګ وینې چي خپله پاکي بیانوي پر دوی باندي تعجب کول پکار دی. د دې څخه معلومه شوه چي چا ته د خپل ځان پاکي بیانول جائز نه دي.
 دا منع په دریو وجهو سره ده:

۱. د خپل صفت سبب اکثره د تکبره څخه وي نو په حقیقت کي دا منع د تکبر د کبله ده .

۲.  په دې وجه چي د خاتمې حال الله جل جلاله ته معلوم دی چي په تقوی او پاکۍ سره کیږي او که نه ، نو ځکه خپل ځان پاک ښوول د الله جل جلاله د بیري څخه خلاف خبره ده، لکه چي په یوه روایت کي زینب بنت ابی سلمة رضي الله عنها فرمایي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم زما څخه پوښتنه وکړه چي ستا نوم څه دی؟ دغه وخت زما نوم برة وو چي ددې معنی ده د گناهونو  څخه پاکه ما ورته هم دا نوم ووایه نو ده صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لاَ تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمُ اللَّهُ أَعْلَمُ بِأَهْلِ الْبِرِّ مِنْكُمْ . فَقَالُوا بِمَ نُسَمِّيهَا قَالَ : سَمُّوهَا زَيْنَبَ .(رواه مسلم)

یعنی تاسي خپل ځان د گناهونو څخه پاک مه بیانوی، ځکه چي دا علم یواځي الله جل جلاله ته دی چي په تاسي کي څوک پاک دی، بیایې د برة پر ځای راته د زینب نوم کښیښوی. (مظهری) 

 ۳ . د منع دریمه وجه دا ده چي اکثره په دې دعوه د خلگو دا وهم  پیدا شي چي دا سړی د الله جل جلاله په نزد ځکه مقبول دی چي دی د ټولو نقصونو او عیبونو څخه پاک دی او د الله په وړاندي مقبول دی حال دا دی چي دا درواغ دي ځکه چي بنده اکثره په نورو ګناهونو او بدیو مبتلا وي چي په همدومره اندازه يې په قرب او مقبولیت کي کمي وي . (بیان القرآن)

مسئله : که دا ذکر شوي عوارض نه وي نو د نعمت د اظهار په نیت باندي د خپل صفت بیانولو اجازت شته دي. (بیان القرآن، معارف القران جلد ۲ صفحه ۶۳)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته