تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- مسواک اول واري چا وواهه؟
 
  November 23, 2011
  0

 پوښتنه: مسواک اول واري چا وواهه؟

د پوښتني کوونکي نوم: مروان احمد

جواب: د دغي پوښتني پرځای بايد داسي پوښتنه سوى وای چي مسواک څه حکم لري او څه فايدې لري، او هر مسلمان ورورته په کار ده چي دا ډول پوښتنه وکړي چي د هغه سره يو شرعي حکم تړلی وي او د داسي پوښتنو څخه ډډه وكړي چي دهغه سره شرعي حکم ارتباط نه لري ځګه موږبايد د هر څه وړاندي په هغو مسأيلو ځانونه پوه اوخبر کړو چي مونږ په هغه مکلف يوو ، دا بې ځايه او بې معنی پوښتني کول د بنواسرأيلو طريقه وه او دهمدغو بې ځايه او بې معنا پوښتنو له کبله هغوي د مشقت اوسختۍ سره مخامخ سول. د بنو اسرأيلو کيسه ډېره مشهوره ده کوم چي په قران کريم کي راغلي ده چي په دوی کي يو نفر ووژل سو د هغه د قاتل دمعلوُمولو لپاره دوی  د موسی عليه السلام څخه مُطالبه وکړه چي د الله جل جلاله  څخه پوښتنه وکړي او د دوی قاتل ورته وښوي نو د الله جل جلا له خوا حُکم ورته وسو چي يوغوا ياغوايی حلال کړئ او د هغه په يوه ټوټه بيا مقتول ووهي ، مقتول به راژوندی سي، خپل قاتل به درته وښيي.

 دوى چي هر ډول غوا يا غوايی  حلال کړې وای په هغه به يي مشکل حل سوی وای ځګه چي د غوا يا غوايي په حلالولو كي كوم قيد او شرط نه ورته ايښودل سوى إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُوا بَقَرَةً ژباړه : الله تاسو ته امر كوي چي تاسو يوه غوا يا غوايي حلال كړى .خو دوی بې ځايه پوښتني را پورته کړلې ويل يي : ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا هِيَ ته خپل رب ته زمونږ د پاره دعا وكړه چي د څه عمر غوا يا غوايي دى ؟بيا يي ويل : مَا لَوْنُهَا څه رنگ يي دى؟ بيا يي ويل : مَا هِيَ څرنگه غوا يا غوايي دى څه كار ځني اخيستل كيږي؟ دوی په خپله پر خپلو ځانونو سختي راوستل بي ځايه پوښتني يي كولي د بي ځايه پوښتونو لكبله يو يو شرط ورته اضافه كيدى اِمامِ ترمذی رحمه الله تعالی د علي ابن ابی طالب څخه روايت کوي

قَالَ لَمَّا نَزَلَتْ { وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنْ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا } قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفِي كُلِّ عَامٍ فَسَكَتَ فَقَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ فِي كُلِّ عَامٍ قَالَ لَا وَلَوْ قُلْتُ نَعَمْ لَوَجَبَتْ فَأَنْزَلَ اللَّهُ { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَسياءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ }

ژباړه : څه وخت چي دا آيت نازل سو:  وَ لِلّهِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطَعَ اِلَیْهِ سَبِیْلاً ط

د الله جل جلاله د پاره پرخلګو يعني پر هغو كسانو چي حج ته د تگ لاري وسع او توان لري د کعبې شريفي حج فرض دی. صحابه کرامو وويل : اې د الله رسوله ! ايا په هر كال كي حج فرض دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم جواب ور نه كړ هغو بيا پوښتنه وكړله اې د الله رسوله ! ايا په هر كال كي حج فرض دى ؟رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل : يا ، خو كه درته ووايم هو نو هر كال به در باندي فرض سي. نو الله جل جلاله دا ايت نازل كړى : ژباړه : اې مومنانو ! د دا ډول سيانو پوښتنه مه كوئ كه يي حكم درته څرگند سي بيا به مو زوروي.

نو زه دا ورور ته وايم چي زموږ لپاره په دې پوهېدل ضروري نه دي چي اول مسو اک چا وهلی دی؟ بلکي موږ بايد په هغو مسأيلو ځانونه پوه کړو چي موږ اړتياورته لرو كه پوښتنه دا ډول وسي چي مسواک څه حُکم او څه گټه لري؟ نو ډېره پر ځاى پوښتنه به وي او جواب يي په لنډو الفاظو كي داسي دى امام بخاري د عايشې رضي الله عنها څخه روايت كوي وايي رسول الله فرمايلي دي :السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ ژباړه: په مسواک وهلو د خولې پاكي او د رب رضا حاصل كيږي يعني په مسواك وهلو د مسلمان خوله پاکه كيږي او هم رب ځني په راضي کيږي ، دا دواړي ډېري لويي گټي دي ځكه مسلمان د نورو کسانو سره ناسته ولاړه کوي، كه د چا د خولې بد بوى ځي نو د هغه د بد بوی څخه نور مسلمانان زورول كيږي نو ځكه مسلمان بايد خوله تل پاکه اوصفا وساتي او بل هر څه خواړه چي معدې ته ځي هغه ټول د خولي له لاري څخه ځي، نو په صِحي او طبې لحاظ هم بايد خوله پاكه وساتل سي  په څومره اندازه چي خوله پاکه وي په هغه اندازه به سړى روغ او جوړ وي  او تر ټولو لويه خبره داده چي مسواک وهل يو داسي ښه عمل دی چي خپل رب د چا څخه په راضي کيږي د رب رضا  تر هر سي ډېره مهمه خبره او ډېر عظيم نعمت دی.

د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته