تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- بايسکل، موټر سايکل او موټر زکات
 
  November 23, 2011
  0

سوال: پر بايئسکل، موټرسېکل،موټر او داسي نورو شيانو باندي زکات څنګه دی او د دوکان زکات به څه ډول ورکوي؟

د سوال کوونکي نوم: ظاهر جان

جواب: عراده جات او دې ته ورته نور شیان پر دوه ډوله دي.یو ډول یې هغه دي چي څوک یې استعمال کوي کار ځیني اخلي او بل ډول یې هغه دي چي څوک خپل شخصي کار نه ځني اخلي بلکي د تجارت د پاره وي.هغه شیان چي څوک کار ځیني اخلي او استعمالوي یې لکه د ځان د سپرلئ موټر یا موټرسیکل دا په حوائج اصلیه یعني د ژوندانه په اصلي اړتیاؤ کي راځي د دا ډول شیانو ارزښت چي هر څوني وي بیا هم زکات نه پر راځي او کوم شیان چي د تجارت د پاره وي لکه د شوروم موټران او موټرسیکلان او یا تجارتي مځکي چي څوک یی د ګټي د پاره رانیسي او بیرته یې خرڅوي او همدا یې تجارت او کاروبار وي همدا ډول شیان تجارتي شیان بلل کیږي د همدغو شیانو مالک که د زکات د نصاب څښتن وي د هر قمري کال په تیریدلو به د همدغو شيانو د ارزښت څخه په سلو کي دوې نیمي افغانۍ زکات ورکوي .

په هدایة کي وایي : الزَّكَاةُ وَاجِبَةٌ فِي عُرُوضِ التِّجَارَةِ كَائِنَةً مَا كَانَتْ إذَا بَلَغَتْ قِيمَتُهَا نِصَابًا مِنْ الْوَرِقِ أَوْ الذَّهَبِ لِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ فِيهَا يُقَوِّمُهَا فَيُؤَدِّي مِنْ كُلِّ مِائَتَيْ دِرْهَمٍ خَمْسَةَ دَرَاهِمَ ، زکات په هر تجارتي مال کي لازميږي هر شئ چي وي خو چي قيمت يې د سپینو زرو یا د سرو زرو نصاب ته ورسيږي ځکه په دې اړوند د رسول اللهصلی الله علیه وسلم وینا هم رانقل سوې ده ، ددې شیانو نرخ به ټاکي د ارزښت له مخي به د دوو سوو درهمو څخه پنځه درهمه یعني د مال د قیمت او بازاري نرخ دوه نیم په سلو کي زکات ورکوي .د هدایې شرح په فتح القدیر کي وایي : وَفِي الْبَابِ أَحَادِيثُ مَرْفُوعَةٌ وَمَوْقُوفَةٌ ، فَمِنْ الْمَرْفُوعَةِ : مَا أَخْرَجَهُ أَبُو دَاوُد عَنْ سَمُرَةَ بْنِ جُنْدَبٍ : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي يُعَدُّ لِلْبَيْعِ . ا هـ .سَكَتَ عَلَيْهِ أَبُو دَاوُد ثُمَّ الْمُنْذِرِيُّ ، وَهَذَا تَحْسِينٌ مِنْهُمَا ، وَصَرَّحَ ابْنُ عَبْدِ الْبَرِّ بِأَنَّ إسْنَادَهُ حَسَنٌ ،په دې اړوند مرفوع او موقوف احادیث رانقل سوي دي د مرفوع احادیثو څخه د سَمُرَةَ بن جندب رضی الله عنهروایت دی چي وایي : رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ د هغو مالونو د زکات په ورکولو امر کولو چي هغه مالونه به د خرڅلاو( یعني تجارت د پاره تیار سوي وه .)

داچي د تجارتي مالونو او هم د مروجو سکو خاوند د زکات د نصاب څښتن دی او که نه دی ؟ دا د تجارتي مالونو د تقویم یعني ارزښت ټاکلو څخه معلومیږي که په درهمونو یعنی سپینو زرو د مالونو او مروجو سکو نرخ وټاکل سي که د ټولو ارزښت دوه سوه درهمه یعنی د اوو سوو ګرامو سپین زرو یا تر دې زیاد سي د ارزښت څخه به يې دوه نیم فیصده زکات ورکوي او که په دینار یعني سرو زرو تقویم سي نرخ یې وټاکل سي نو بیا که یي ارزښت شل دیناره یعني اوه نیمي تولې ( ۹۰ ګرام ) سره زر یا تر دې زیاد سي پر مالک یی زکات فرضېږي . د زکات د نصاب معیار دینار او درهم یعني سره زر او سپین زر دي نو داچي تجارتي مالونه او مروجي سکې د نصاب د معلومولو د پاره په څه شي تقویم سي ارزښت او نرخ یې معلوم کړل سي په دې اړه امام سرخسي  رحمة الله علیه په مبسوط کي زمونږ د ائمه کرامو مذهب داسي رانقل کړی دی : وَيُقَوِّمُهَا يَوْمَ حَالَ الْحَوْلُ عَلَيْهَا إنْ شَاءَ بِالدَّرَاهِمِ وَإِنْ شَاءَ بِالدَّنَانِيرِ وَعَنْ أَبِي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى فِي الْأَمَالِي أَنَّهُ يُقَوِّمُهَا بِأَنْفَعِ النَّقْدَيْنِ لِلْفُقَرَاءِ وَعَنْ أَبِي يُوسُفَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى أَنَّهُ يُقَوِّمُهَا بِمَا اشْتَرَاهَا إنْ كَانَ اشْتَرَاهَا بِأَحَدِ النَّقْدَيْنِ فَيُقَوِّمُهَا بِهِ وَإِنْ كَانَ اشْتَرَاهَا بِغَيْرِ نُقُودٍ قَوَّمَهَا بِالنَّقْدِ الْغَالِبِ فِي الْبَلَدِ وَعَنْ مُحَمَّدٍ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى أَنَّهُ يُقَوِّمُهَا بِالنَّقْدِ الْغَالِبِ عَلَى كُلِّ حَالٍ

 ژباړه : تجارتي مالونه  چي کال پر تېر سي په هغه مهال که د مالک خوښه وه په درهم (یعني سپینو زرو )او یا په دینار (یعني  سرو زرو )تر نرخ به يې  باسي ارزښت به ټاکي ، د ابوحنیفة  رحمة الله علیه څخه په امالي ( غیر ظاهر الروایة )کي رانقل سوي دي چي په سرو او سپینو زرو کي چي د هر شي په نرخ ټاکنه کي د فقیرانو ګټه وه د هغه له مخي به یي نرخ ټاکي ، د ابویوسف  رحمة الله علیه وینا دا ده کوم مالونه چي په درهم رانیول سوي وي د هغه نرخ او ارزښت په درهم ټاکل کیږي او کوم مالونه چی په دینار رانیول سوي وي د هغو نرخ په سرو زرو ټاکل کیږي او کوم مالونه چي په دینار او درهم نه وی رانیول سوي هغه بیا په دینار او درهم کي چي په هر یوه پلور او پیر راکړه ورکړه زیاته کېدله په هماغه یې نرخ ټاکل کیږي ، د محمد  رحمة الله علیه وینا دا ده چي تجارتي مالونه په هر حالت کي په دینار او درهم یعنی په سرو او سپینو زرو کي په هغه شي تقویم کیږي نرخ او ارزښت یې ټاکل کیږي چي په دا ښار کي زیاته راکړه ورکړه پلور او پیر په کیږي .لهذا د دوکانداري او هم نور تجارتي مالونه د قمري کال په تېرېدلو تر نرخ وځي که نصاب پوره کړي د ارزښت له مخي به دوه نیم فیصده یعني په هرو زرو افغانیو کی پنځه ویشت افغانۍ او په هرو لکو افغانیو کي دوه نیم زره افغانۍ او په لسو لکو افغانیو کي پنځه ویشت زره افغانۍ هر کال زکات ورکوي .


د تعلیم الاسلام مجلې د دوهمه ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته