تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام اقتصادي نظام مسلمانه کړم
  تعلیم الاسلام
  October 13, 2015
  0

 یوه سومالیایي کوچني زه و اسلام ته جذب کړم

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د نیوزیلنډ د عایشي خور د اسلام قبلولو قصه
 
نوم: عایشه خور
هیواد: نیوزیلنډ
 
د اسلام راوړلو وجه: د خپل یو ماشوم شاګرد لخوا د اسلامي اقتصادي نظام د مصرف رسوني (consumption) تر تأثیر لاندي راتلل.
 
"زما اسلام راوړل د یو ماشوم سره زما لنډه کتنه او بحث ؤ". عایشه خور
 
عایشه د نیوزیلنډ هیواد اوسیدونکي ده چي په دې وروستیو کي د اسلام په معجز او ځلانده دین مشرفه سوه او خپله قصه داسي بیانوي:
 
 کله چي زه په ویکټوریا کي د consumption  یعني مصرف رسوني استاذه وم، ما یو سومالیایي شاګرد درلودی نو د معمول مطابق مي یوه ورځ و شاګردانو ته کورنی دنده ورکړه د مصرف په هکله؛ کوم چي ما یي تدریس کوی. په دا بله ورځ سومالیایي ماشوم خپله کورنی دنده راته ښکاره کړه او ما ور رد کړه ځکه چي لیکنه د سوال او غوښتل سوی محتوا مطابق نه وه، دا ماشوم شاګرد مي را وغوښت او ورته مي کړه: " دا ستا کورنی دنده هغسې نه د جواب سوې لکه څنګه چي یي موږ په صنف کي روزانه لولو "
 
 ماشوم په ځواب کي راته وویل: " موږ په کور کي همداسي مصرف کوو".
 
په حقیقت کي دا مصرف بیل او حیرانونکی ؤ چي د عایشي خور د توجه وړ وګرځید او د اسلامي نظام د اقتصاد یوه برخه وه کوم چي ددې تر اوسه نه وه تر سترګو سوې؛ که څه هم دا خپله د مصرف رسوني یوه استاده وه.
 
تر دې وروسته عایشه و جاپان ته ولاړل، هلته یي د استاذۍ دنده شروع کړه او نژدې یو اسلامي مرکز ؤ چي عایشي به په کښي مطالعه کول او ګړی په ګړی به لا نوره و اسلام ته ورنیژدې کیدل او د ستري روښنایي څرک به یي و خوا ته قدمونه را اخیستل.
 
ددې په وینا چي په صنف کي راسره د فلپین هیواد شاګردان چي د کاتولیک مذهب پیروان وه نسبت و مسلمانو شاګردانو ته چي د مختلیفو هیوادو وه ډیر وه یعني اقل برخه د مسلمانانو وه. کله کله به په صنف کي د مذهب پر سر شخړي را ولاړیدې؛ دا چي ما نه په اسلام او نه هم په کاتولیک مذهب کي معلومات لرل نو به ډیره جالبه راته ښکاریدل چي ایا د مذهب پر سر جنجال هم کیږي؟ خو وروسته مي د الله جل جلاله هدایت نصیب سو او الحمدالله لوی رب او ستر خالق عزوجل د اسلام په ګاڼه و پسوللم او دا عزت مي نصیب سو.
 
د مسلماني ښځي په حیث
 
عایشه خور وایي: " د یو مسلماني ښځي په حیث زه په اسلام کي ډیره ښه یم ". 
 
کفار او د دوی همفکره مسلمانان کوښښ کوي چي د ښځو مساوات (Feminism) ته پرمختګ ورکړي. او خپله دا ناقصه نظریه چي ګواکي ښځه او نر د نړی د نن په ترازو کي یو شان دي عامه کړي، خو حال دا چي دا هر څه بي معنی او چټي نظریات دي. عایشه خور په دي هکله وایي: " زه په مساوات (Feminism) کي دومره نه وم خوشحاله لکه څومره چي پدي خوشحاله یم چي زه یو مسلمانه ښځه یم ځکه ما په اسلام کي د ښځي مقام مطالعه کړی؛ په کوم کي چي ښځه و خورګلوی او یو د بل حمایت ته راغوښتل سوې وه چي دا په اصل کي د نن د مساوات خاصه غوښتنه هم ده. په اسلام کي ښځه د نورو ښځو و لاس نیوي او کومک ته هڅول سوې. او په هر سخت حالت کي باید ور سره همکاره سي.
 
په حجاب (پرده) کي ژوند
 
دا چي حجاب د ښایست د مرکز (مخ) د پټولو، د بي حیایي څخه د ژغورلو او د فساد د مخنیوي یوه لویه وسیله ده نو عایشي خور هم ورته د اسلام د قبلیدو سره سمدستي اهمیت او ارزښت ورکړی. دا یي په کلکه و منل چي پر مسلمانو ښځو د الله جل جلاله لخوا حجاب لازم کړل سوی او ددې په نظر د حجاب اغوستل د دې او الله تعالی تر منځ اړیکه ده چي دا یي په هکله داسي وایي:
 
 "ما د ژوندانه تر ټولو لوی ګام پورته کړی (د اسلام قبلول) نو اوس خو باید زه په دي پوه سم چي څه کوم؟ باید دا دین مطالعه کړم، په کښي و اوسم او هر هغه څه چي راته امر کوي عملي کړم ځکه دا یو نظام دی او په یو درست نظام کي د اوسیدلو لپاره په هغه پوهیدل او عمل کول پکار دي او زما او زما د خالق تر منځ کوم بل څوک نسته هر څه له الله عزوجل غواړم او هغه ما هر کله اوري او ویني".
 
دا چي عایشه خور جاپان کي اوسیدل او هلته نوی تللي وه نو یي کوم مسلمان چا سره نه پیژندل، ددې په وینا چي زما په حجاب کي ځان پیچل هم نه وه زده. اسلامي جسم پټونکي کالي مي ټول د انټرنیټ له لاري را وغوښتل. ما په عصري فیشن او ډول پسي نه کتل یوازي مي اسلامي لباس او حجاب اغوستل غوښتل.
 
ورځنۍ ژوند
 
عایشه خور چي کله مسلمانه سوه د زیاتو اسلامي معلوماتو حاصلولو وروسته به یي دا فکر کاوه چي په اسلام کي واده خاص ځای او اهمیت لري نو ځکه باید واده وکړم. هغه ؤ چي څه موده ورسته یي واده وکړی، په خپل ژوند کي ډیره خوشحاله او اوس ماشاالله د څو ګلالیو ماشومانو مور ده. دا هر وخت په دې اعتراف کوي چي دا زما لپاره د فخر ځای دی چي زه او خاوند مي د الله رب العزت په وړاندي دریږو او لمونځ کوو دا د خپل ورځنې ژوند په هکله داسي وایي:
 
 " زه او خاوند مي ډیر خوشحاله یوو ځکه موږ د خپل ژوند ټولي فیصلي د اسلام د قوانینو په رڼا کي کوو، اسلام  مو د ژوند مشعل ګرځولی او وړاندي ځو. په دې ډیر فخر کوم چي کله زه خپل خاوند په لمونځ کولو ووینم ".
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼي
(د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د موادو نقلول ددې ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته