تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مؤمن او کافر د مرګ استقبال
 
  August 8, 2017
  0

رالېږونکی: غلام عمر عبدالله، قزاکستان

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 مرګ (موت ) د هر ژوندي مخلوق لپاره هغه حتمي راتلونکی او واقع کېدونکی حقیقت دی چي د هري عقیدې لرونکي انسانان یې په ورته معتقد دي یعني ټول انسانان پدې خبره متفق دي چي مرګ سته ، خو د هغه حالاتو په هکله چي له مرګ وروسته واقع کېږي او انسان ورسره مخامخ کېږي مختلیقي عقیدې شتون لري ، خو موږ مسلمانان پدې عقیده یو چي انسان له مرګ وروسته یو بل ژوند پیلوي چي هغه ته د برزخ ژوند ویل کېږي ، چي حالات ، کیفیت او نوعیت يې ددې دنیا له دې نړۍ سره توپير لري ، په را روانه لیکنه کي به ټول هغه څه واضیح کړل سي کوم چي انسان له مرګ وروسته ورسره مخامخ کېږي.

د مؤمن بنده د مرګ حال
براء بن عازب رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه حدیث رانقلوي فرمايي : یوه ورځ موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای د یو انصاري جنازې ته ولاړو ، کله چي قبر تیار سو نو رسول الله صلی الله وسلم کښېناست ، صحابه کرامو رضي الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه چار چاپېره داسي په سکون کښېناستل ، ته به وایې چي د دوی پر سرونو مرغان ناست دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم سرټیټ کړی و او له هغه سره یوه لکړه وه ، چي مځکه یې پرې کېندل ، شېبه وروسته یې سر پورته کړ او د سر پورته کولو سره سم یې دوه یا درې ځله وویل :

( استعيذوا بالله من عذاب القبر  )
 ژباړه : د الله جل جلاله څخه د قبر له عذابه پناه وغواړئ .

 له دې وروسته یې وفرمایل : کله چي مؤمن مړ کېږي نو له اسمان څخه د روښانه مخونو لرونکي ملایکه راکښته کېږي ، له هغو سره د جنت کفن وي او خوشبو وي (عطر پر وهل سوي وي ) د سترګو تر نظره  ددې مړي سره ملایکه ناسته وي ، بیا د مرګ ملایکه دده د سر خواته راسي او ورته ووایي : اې ډاډمن نفسه ! د الله تعالی د مغفرت پلوته ووځه ، نو دغه روح دومره په ارام وځي ، لکه د مشکېز (منګي) له خولې څخه چي اوبه وځي . له دې وروسته ملک الموت (عزرائيل علیه السلام ) دغه روح ته خوشبويي ولګوي او په هغه کفن کي یې تاو کړي چي له ځان سره يې راوړې وي ، بیا يې د اسمان په لور روان کړي ، د اسمان د ملایکو د هري ډلي څخه چي دوی تېرېږي ، هغوی ورته وایي : دا ښکلی او پاک روح د چا دی ؟ ملايکي وایي : د فلانکی د فلانکی زوی دی (یوښکلی نوم ورته هم اخلي ) کله چي دا ملایکي له روح سره اسمان ته ورسېږي ، هلته ورته د اسمان دروازې خلاصي سي او د هغې ځای مقربي ملایکي دده خواته راځي ، تر دې چي په هر اسمان کي د همداسي شانداره او ښه استقبال وروسته دغه روح تر اووم اسمانه پوري ورسي بیا الله جل جلاله فرمايي :

 كْتُبُوا كِتَابَ عَبْدِي فِي عِلِّيِّينَ ...
ژباړه : زما د بنده عمل په علیین کي ولیکئ 

او دده روح بېرته ځمکي ته کېباسئ ، ځکه ! ما دا له خاورې څخه پیداکړی دی ، خاورو ته به یې ورګرځوم او له همدغو خاورو به یې بېرته را وباسم .
 
 ځمکي ته له کښته کېدو وروسته روح په قبر کي (په خپل جسد ته داخل کړل سي بیا کښېنول سي او له کښېناستلو وروسته دوې ملائيکي راسي او پوښتني ورڅخه وکړي (من ربک ؟) یعنی رب دي څوک دی ؟ فیقول ربي الله ! هغه وايې رب مي الله دی !. فیقولان له مادينک ؟ هغوی (دوې ملائيکي ) ورته او وایي : دین دي څه شی دی ؟ فیقول دیني الاسلام . دین مي اسلام دی ، فیقولان له : ماهذا الرجل الذي بعث فیکم .

 د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه ترې پوښتنه وکړي چي ددې په اړه څه وايې ؟ یعني دا څوک دی ؟ ، فیقول : هو رسول الله صلی الله علیه وسلم ، دا به ورته ووایي : چي دا محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دی . بیا به له اسمانه څخه یو اواز وسي زما بنده ريښتیا وویل ! دده لپاره د جنت دورازه (کړکۍ) خلاصه کړئ ، د جنت جامه ور واغوندئ او دجنت بستره ورته برابره کړئ.

دده لپاره به د سترګو د لید په اندازه ، یعني تر کومه يې چي سترګي کار کوي ، قبر پراخه سي ، له دې وروسته به ورته یو ښکلی کس راسي چي ښایسته جامه به یې اغوستې وي او ښکلي عطر به یې هم لګولې وي ، ده ته به خوشخبري ورکړي : هذا یومک الذی کنت توعد. نن هغه ورځ ده ، د کومي چي ستا سره يې وعده سوې وه.

د قبرخاوند (مړی ) به ووایي : ته څوک یې ؟ هغه به ځواب ورکړي ، زه ستا نېک عمل یم . 

له دې وروسته به دغه کس ، یعني مړی ووایي : اې الله جل جلاله ژر تر ژره قیامت راوله ، ترڅو زه د خپل اهل او مال خوا ته ورسم ، یعني خپله بدله (جنت ) ترلاسه کړم .

د کافر د مرګ حال

 له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : خو ! کله چي د کوم کافر مرګ نږدې سي ، نو له اسمان څخه د تورو مخونو لرونکي ملائيکي راکښته سي ، له دوی سره د اور جامه وي او د دغه کافر سره تردې حده کښېني چي دده سترګي کار کوي. ملک الموت ورته ووایي : اې خبیث روحه ! د خپل رب غوسې سره ووځه له دې وروسته ملک الموت له ده نه روح داسي وباسي ، لکه په اغزیو لرونکي ونه چي د ململ ټوټه اواره کړې او بیايې راکش کړې ، نو څه ډول به د ټوټې برخي سره بېلي سي (ریښې ، ریښې به سي؟). له دې وروسته یې د اور په ټوټه کي تاو کړي او د ډېر بد بوی لګولو وروسته یې د اسمان په لور روان کړي په اسمانونو کي چي د ملائيکو په هره ډله باندي دغه روح وړل کېږي نو هغوی ورته وایي : دا خبیث روح د چا دی ؟ ملایکي ورته په بد نوم اخیستلو سره وايي : دا فلانکی د فلانکي زوی دی : ده لپاره د اسمان دروازې نه خلاصېږي له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مبارک ایات ولوست :

لاَ تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاء وَلاَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ (اعراف ۴۰  ).
د هغو لپاره به د اسمان دروازې هیڅکله خلاصي نه سي ، جنت ته د هغو تګ دومره ناشونی دی لکه د ستني له سپم (سوري) څخه د اوښ تېرېدل.

بیا به الله تعالی وفرمایي : دده عمل نامه په سجین کي ولیکئ او دده روح د ځمکي تر انتهایي لاندي برخي پوري ورسوئ .
الله تعالی فرمايي : وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنْ السَّمَاءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ (الحج ۲۱).

او څوک چي له الله تعالی سره شریک ونیسي ، نو داسي وګڼه چي هغه له اسمانه راوغوځېد ، اوس به یا هغه الوتونکي (مرغان ) په الوزولو وتښتوي ، یا به یې باد داسي ژور ځای ته یوسي ، وبه یې غورځوي ، چي هلته به هغه ترمي ، ترمي لاړسي.

له دې وروسته به دده روح په بدن کي داخل سي دی به کښېنول سي دوه ملایکي به د سوال او ځواب لپاره ورته راسي او له ده به پوښتنه وکړي ، من ربک ؟ رب دي څوک دی ؟ هغه به ووایي : اه اه زه نه پوهېږم ؟! ملایکي به ترې بیا پوښتنه وکړي : دین دي څه شی دی هغه به ووايي : اه اه زه نه پوهېږم؟! ، بیا به ورڅخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه پوښتنه وکړي ددې سړي په اړه څه فکر کوې ؟ یعني دا څوک دی ؟ هغه به ووایي : اه اه زه نه پوهېږم ؟! 

له اسمان څخه به ږغ وسي : زما بنده دروغ وویل ده ته د اور جامه واغوندئ ، داوربستر ورته  اوار کړئ ، او دده لپاره د دوزخ یوه دروازه خلاصه کړئ ، چي تر قیامته د اور ګرم والی راځي . له دې وروسته به قبر دومره پرې را تنګ سي ، چي دده پوښتۍ به په یو او بل کي ننوځي ، بیا به ورته یو بدشکله کس د بدرنګې جامې او بد بوی سره راسي او ده ته به ووایې : دا همهغه ورځ ده له کومي چي ته وېرول کېدې ، مړی به ورته ووايي ته څوک يې ؟ ستا څېره خو به خامخا شر راوړي ! بدشکله سړی به په ځواب ورکړي ، زه ستا بد اعمال یم ، مړی به ووایي : اې الله جل جلاله قیامت دې قایم نه سي. (دلته دا حال دی ، چي هلته به څه کېږي). (مسند احمد) ماخذ: اثارالذنوب والمعاصي، للامام ابن القیم رحمه الله
 

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته