تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا مینه دي کړي ده؟!
 
  November 27, 2015
  0

 ایا مینه دي کړي ده؟!

ژباړه: علی الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
پرون یوه سپین ږیري بوډا را څخه سوال وکړ؛ محبت (مینه) څه شي ده؟
زه حیران سوم او فکر کي سوم ځکه ما ویل محبت داسي تشریح نه کړم چي دا بوډا را څخه خفه سي او بي احترامي را څخه وسي. پوښتونکي بوډا را باندي ږغ وکړ: څه فکر کي ډوب سوي؟ ایا تر اوسه دي مینه نه ده کړي؟ ولي د میني څخه ناخبره نه یي؟
 
ما په ډیره ارامه سره جواب ورکړ: جنابه! مینه هغه نشه ده چي تر مینیدو وروسته د عاشق هوش ختموي، مینه لازواله ده هیڅ مقرر حد نه لري. د میني د مریض دوا او شفاء یوازي او یوازي د معشوق دیدار دی.
مینه که د مور سره وي نو جنت
که د پلار سره وي شفقت
که د خور او ورور سره وي سپیڅلی محبت 
که د ژوند له ملګري (خاوند/میرمني) سره وي نو راحت او ارامي ده.
 
پوښتونکي بوډا راته وویل: که مینه د الله ﷻ سره وي نو بیا؟
ما ورته وویل: که مینه د الله سره وي نو د دونیا او اخرت کامیابي او کامراني ده.
 
بوډا بیرته خپلو خبرو ته ادامه ورکړه ویل: ښاغلي! که غواړي چي مینه او محبت و پیژني نو څوارلس سوه کاله وړاندي فکر وکه او هغه وخت دریاد کړه چي د توري شپي په نیمایي کي چي هري خواته به شپې خپله تاریکي غوړولي وه. دی مبارک به پر سجده پروت وو او په ژړا ژړا به یي و الله ﷻ ته دا فریاد کوی: یا الله زما امت وبخښي، یا الله زما امت وبخښي.
 
(او د قیامت په هغه سخته لړزونکې او بېرونکې ورځ به دده مبارک دغه یو غم وي:
( امتي ! امتي ! )
 
نو تکان مي و خوړی، وجود مي بل رنګه سو او له ځانه سره مي وویل: رښتیا هم و دې ته مینه وایي.
 
 
------------------------------------------
د مصطفی صلی الله علیه وسلم مینه
خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته