تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حدیثو اصول / د حدیثو پېژندنه
  تعلیم الاسلام
  June 1, 2015
  0

اصول الحدیث

 د مصطلح الحديث تعريف: هو علم باصول و قواعد يعرف بها احوال السند والمتن من حيث القبول و الرد . 

ژباړه:  مصطلح الحديث د هغه اصولو او قواعدو علم ته وايي چي په هغه سره دسند او متن  دمنل کېدلو او ردکيدلو حالات اوصفات پېژندل کيږي .  

 
موضوع:  دمصطلح الحديث موضوع سند او متن دى يا په  بل عبارت راوي او مروي دى ځکه چي ددي فن ټوله ابحاث پر سند او متن باندي حمل کيږي.  
 
غايه : د مصطلح الحديث دعلم غايه او ثمرصحيح حديث د ضعيف حديث څخه پېژندل دي.  
 
حديث لغة: حديث په لغات کي جديد شي ته وايي يعني دقديم په مقابل کي راځي اوجمع ئې احاديث ده .  
 
 خبر لغة: خبر په عربي کي د( نبا) مترادف او هم معنى لفظ دى جمع ئې ( اخبار) ده .  
 
حديث اصطلاحا:  ما اضيف الي النبي صلى الله عليه وسلم من قول او فعل او تقرير او صفة . 
 
حديث په اصطلاح کي هري هغي وينا، فعل ، تقرير او صفت ته وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ئې نسبت کيږي . 
 
خبر او حديث په لغت کي متباين الفاظ دى يعني دخبر لغوي معنى دحديث دلغوي معنى څخه جلا ده لکه مخته چي مو ولوستل خو  د خبر او حديث په اصطلاحي معنى  کي دري قوله رانقل سوي دي هغه داچي :  
 
 څوک حديث او خبردواړه ديوې معنى مترادف الفاظ بولي څوک ئې مباين يعني هرلفظ دجلا معنى له پاره کاروي څوک بيا خبر ترحديث اعم ګڼي . 
 
- د اول قول له مخي و رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته منسوب هر قول فعل، تقرير او صفت  د خبر په نامه هم ياديږي ځکه خبر او حديث ديوې معنى مترادف الفاظ دي يعني معنى ئې يوه او لفظونه ئې بېل _ بېل دي .  
 
- د دوهم قول له مخي چي حديث او خبر اصطلاحاً هم متباين الفاظ بولي حديث هغه ته وايي چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم   څخه رانقل سوى وي لکه څنګه چي  ئې مخته تعريف وسو او خبر بياهغه ته وايي چي ديو بل چا څخه رانقل سوى وي ، همداوجه ده چي دتاريخي واقعاتو  بيانونکي ته اخباري  وايي او د نبوي حديث بيانونکي ته محدث وايي . 
 
- د دريم قول له مخي خبر تر حديث اعم دى يعني د خبر مفهوم عام دى نبوي سنت ته هم خبر  ويل کيږي او تاريخي او  داسي نورو واقعاتوته هم خبر ويل کيږي او د حديث مفهوم خاص دى يوازي هغه خبر ته حديث ويل کيږي چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه رانقل سوى وي . 
 
 د حديث دوې برخي دي يوه برخه ئې دسند په نامه ياديږي او بله برخه ئې دمتن په نامه ياديږي . 
 
سند: سلسلة الرجال الموصلة للمتن . 
ژباړه:  سند  دراويانو  د نومونو هغي کړۍ ته وايي  چي متن ته رسوي يعني د حديث سند عبارت د هغوکسانو د نومونوڅخه دى چي هغوى يو د بل څخه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  قول، فعل او تقرير رانقلوي دغوکسانو ته راويان وايي او دراويانو د نومونو و نومولو ته بيا اسناد وايي خو اسناد کله دسند په معنى هم کارول کيږي . 
 
متن: مَا يَنتَهِي إِلَيهِ السَّنَدُ مِن الكَلَامِ . 
ژباړه: متن هغه کلام ته وايي چي سند ورته دريږي يعني راوي چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم   قول او فعل بيانوي او يا د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په سترګو ليدلى حالت بيانوي همدا کلام دحديث متن بلل کيږي . 
 
 مثلا: امام ابو عبدالله  محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بخاري وايي : 
حَدَّثَنَا المَكِّيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ قَالَ : حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ أَبِي عُبَيْدٍ عَنْ سَلَمَةَ هُوَ ابْنُ الأَكْوَعِ قَالَ  سَمِعْتُ: النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : مَنْ يَقُلْ عَلَيَّ مَا لَمْ أَقُلْ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ. ( بخاري )  
 
ژباړه : رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايي : څوک چي پرماباندي داسى شى وايي چي مانه وي ويلى نوهغه دي د خپل ځان له پاره ځاى دجهنم په اورکي نيسي يعني څوک چي ماته دادرواغو دحديث نسبت کوي هغه جهنم ته داخليږي .  
 
په پورتني حديث کي چي امام بخاري دمکي څخه هغه بيا د يزيد څخه هغه بيا د سلمة  رضي الله عنه  څخه حديث رانقل کړى دى داکسان د دې حديث سند بلل کيږي او د نبي کريم ص داوينا (مَنْ يَقُلْ عَلَيَّ مَا لَمْ أَقُلْ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ) د حديث متن بلل کيږي . 
 
د حديث سند پردوو برخو وېشل کيږي اوله برخه ئې هغه ده چي له موږ څخه شروع کيږي بيا داحاديثودکتابوو مولفينو ته رسيږي او دوهمه برخه ئې هغه ده چي د احاديثو دکتابو د مولفينو څخه شروع کيږي وصحابي ته رسيږي .  
 
دحديث دقبوليت اورديدلو دار مدار ټوله دسند پر دوهمه برخه باندي دي دمولف څخه بيا تر صحابي پوري که په سند کي ټول راويان ثقه او د اعتماد وړ وه  نو هغه حديث قبلېږي اوکه يو راوي پکښي ضعيف وو نو بياهغه خبر رديږي د سند اوله برخه يعني زموږ  څخه ترمولفينو پوري چي کم سند بيانيږي دا د حديث د اثبات لپاره نه ثابتيږي او نه دا د حديث د قبوليت او رديدلو له پاره مدار بلل کيږي ځکه چي دحديثو دکتابو نسبت چي خپلو مولفينو ته کيږي هغه دتواتر حد ته رسيدلى دى او يوخبر چي دتواتر حد ته ورسيږي د هغه اسناد نه پوښتل کيږي . 
 
د سندړومبى برخه محض د اسناد د سلسلي د ساتني له پاره تبرکا بيانيږي ځکه چي اسناد د دې امت خصيصه ده .  
 
 صحيح  البخاري په تواتر سره ثابت دى چي دامام ابو عبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم لخواتصنيف سوى دى  او په دې کتاب کي مندرج ټول احاديث د امام بخاري مرويات دي چي د خپل مشايخو څخه ئې په همدې کتاب کي ليکل سوي سند په استناد يامعلق رانقل کړي دي دغه ډول صحيح مسلم په تواترسره ثابت  دى چي دامام ابوالحسين مسلم  بن الحجاج  بن  مسلم  القشيري د رواياتو مجموعه ده او هر حديث ئې په سند دخپل مشايخوڅخه رانقل کړى دى 
 
همدا ډول جامع الترمذي، سنن ابي داود،  سنن النسائې ، سنن ابن ماجه او داسي نور د احاديثو کتابونه چي مولفينوته ئې نسبت په تواتر سره ثابت دى  همدادوجه ده چي نن ورځ  چي يو محدث د احاديثو دکتاب سند د خپل شيخ څخه بيا تر مولف پوري بيانوي ترمولف پوري چي په سند کي هرڅه واقع وي ولو که هغه مجهول او ضعيف هم وي په هغه سره دهمدي کتاب يو حديث لاهم  ضعيف نه بلل کيږي خوکه دمولف وروسته په سند کي ضعيف راوي قرار ولري نو بيا هغه حديث د همدي راوري د ضعف له کبله ضعيف بلل کيږي 
 
پورتني شپږ کتابونه چي دتمثيل په ډول ذکر سول دصحاح سته په نامه سره ياديږي . 
 
ورپسې لیکنه: د علوم الحدیث پېژندنه - متواتر حدیث
------------------------------
ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث
مؤلف: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله

 

سرته