تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اې انسانه! څه فکر کوې، چي ته به تل ژوندی یې؟
 
  January 21, 2016
  0

 

ترتيب : محمد"امين"


 
د انسان بدن څه دی پرې شیدا ده دا نړۍ
یو خاورینه ودانۍ ده یوه نښه د عبرت
 

اې انسانه! څه فکر کوې، چي ته به تل ژوندی یې؟

نه داسي نه ده! ډېر ژر به دا نړۍ ستا نوم د ژوندیو له لیست څخه وباسي او د مړو په ليست کي به دي ثبت کړي.مور او پلار به دي ډېر در باندي وژاړي؛ تر دې چي ناهیلي او ناامیده به کښیني، خپلوان به دي ښه یاد کړي بیابه دي د تل لپاره هېر کړي.

اولادونه او بچیان، چي اوس ته ډېر پر ګران یې او هغوی پر تا ډېر ګران دي ډېر به دي یادوي خو کرار-کرار به ستا څېره د هغوی له ذهن څخه هم پاکه سي.
 
مېرمن به دي یو څو ور‎ځي په ویر او غم ناسته وي خو د وخت په تېرېدو سره به یې د حالاتو بدلون په نویو مشغولیتونو اخته کړي. 

باد، طوفان، باران او نوري پېښي به دي د قبر لوړوالی له مځکي سره هوار کړي او ستا نوم به له نړۍ څخه ورک کړي یو څو کاله وروسته به د یوه هېر سوي خوب په څېریې.
نیمه پېړۍ وروسته به په دې خبره باور کول ډېر ګران وي چي ته دې دنیا ته راغلی وې! 

هغه مال او دولت چي د راټولو او ساتلو لپاره يې تا شپه او ورځ یوه کړې ده، ستا له مړيني وروسته به بل چاته ورسيږي، خو د قیامت په ورځ به یې ستا څخه پوښتنه کیږي، چي دغه مال دي څه ډول تر لاسه کړ او څنګه دي مصرفاوه؟

نو اې انسانه!!

په خپله هم په نیکو کارونو کي مخکي سه او نور هم ورته رابوله؛ تر څو ستا څخه ښه شی په دنیا کي پاته سي، چي بیا ته په قیامت کي پرې ژغورل کيږي.
 
اې انسانه!  د دنیا خیال او فکر پرېږده او د آخرت تیاری ونیسه هلته، چي همیشنی ژوند ستا په انتظـار دی. مرګ راتلونکی دی مرګ راتلونکی دی.
 
 
------------------------------------
مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۶ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته