تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حجاب فرضیت او د اسلامي حجاب طریقه
 
  February 1, 2016
  0

 

 ليکنه: استاد عبد السميع.

بسم الله الرحمن الرحيم

 الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على محمد صلى الله عليه وسلم

 

الله جلا جلاله په قرآنکريم كښي فرمائي : (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُّبِينًا ) الاحزاب 36.

 ژباړة : او نه دي (روا) هيڅ مؤمن سړي او نه هيڅ مؤمني ښځي ته كله چي حكم وكړي الله او رسول د دغه (الله) په يو امر كار كښي دا چه وي دوي ته اختيار له امره كاره خپله (په خلاف د امر د الله او درسول ) او هر څوك چه اطاعت نه كوي د الله او د رسول د دغه (لله) پس په تحقيق سره ګمراه سو په ګمراهي ښكاره سره. كابلي تفسير

د حجاب د فرضیت دليل:

الله جل جلاله مسلماني ښځي د حجاب او پردې كولو په باره كښي فرمائي : (وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا...) النور 31 .

ژباړه : او ووايه اي محمد ايماندارو ښځو ته چي پټي دي وساتي د(نامحرمو څخه ) سترګي خپلي او ښه ټينګ دي وساتي فرجونه سترونه خپل (دمحرماتو په مقابل كښي) او نه دي ښكاره کوي زينت ښايست (او ځاي دښايست) خپل مګر هغه چي ښكاريږي له دغه ... كابلي تفسير.

 رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : (المراة عورة) ښځه ټوله عورت دي يعني: ستر كول ضروري او لازم دي هغي ته (ښځي ته).

 

كفار دمسلمانانو د ښځو دپاره څه غواړي؟

په دي كښي هڅ شك نه سته چي حجاب د مسلماني ښځي د پاره پاکوالی تقوا ايمان حياء او عفت دی همداشان ښه او ساتر حجاب د ښځي په ايمان تقوى حياء او پاكوالي باندي دلالت كوي د ايمانداره او حياناكي ښځي دپاره حجاب تر هرڅه اسانه كار دي.  ‌ډیر په تاسف سره بايد ووايم چي غرب او د غرب په ډيمكراسي مست كم عقلان نن ورځ غواړي چي د حريت او ازادۍ په نامه دمسلمانانو د ښځو څخه د اب او ابرو پړني لري كړي.

او په عوض كښي يي د بې حیایی او بي ديني جامي ورواغندي خو مسلماني خوندي او میندي بايد هميشه د الله جل جلاله د دشمنانو دلومو او دامنو په مقابل كښي بيداره واوسي ولي چي كفار هيڅ كله هم د مسلمانانو نه دوستان كيږي او نه دمسلمانانو په خير خوشحاله كيږي الله جل جلاله د كفارو په باره كښي فرمائي :( وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ)

ژباړه : او هميشه به وي دوی (كافران) چي جنګ به كوي دوي له تاسي سره تر هغه پوري چه بيرته و ګرځوي تاسي له دينه ستاسي كه ئي لاس ورسيږي ( موقع ومومي).

مسلمانه ولي بايد حجاب وكړي؟

د حجاب په وجوبوالي سره اسلام د ښځي حريت او ازادي نه ده سلب كړي لكه نن ورځ چي يي غرب (كفار) وموږ ته راښي او يا هم هغه خلګ چي اسلام يي د غرب نه زده كړی او يا واسلام ته د غرب په دوربین كښي ګوري بلكي د حجاب وجوبوالي د ښځو دحفاظت او د هغه فساد مخنیوی دی كوم چي د ښځو په بي حجابي باندي رامنځ ته كيږي او د اسلام مبارك دين هيڅ كله نه غواړي چي ښځه د ځینو مفسدينو او اشرارو د بدو ښکار سي لكه نن ورځ چي د غرب ټولنه ورسره لاس او ګريوان ده .

د مسلماني خور حجاب بايد څنګه يي ؟

د يوي مسلماني خور حجاب بايد پر اسلامي اصولو باندي برابر او موافق وي كه چيري حجاب پر اسلامي اصولو برابر نه وي نو وهغه ته حجاب نه ويل كيږي لكه نن ورځ چي يي موږ او تاسو وينو يا يي لاسي كارونه پر كړي يي او يا يي هم مرۍ او غميان پر كار كړي يي او يا يي هم په داسي شكل او ډزاين جوړ كړي يي چي هغه ته حجاب نه ويل كيږي. هره مسلمانه خور بايد په دي پوه سي چي حجاب كول د ځان ښكاره كيدو او شو دپاره ندي بلكي حجاب كول يوعبادت او د الله تعالی وحكم ته غاړه اښودل او د خپل ځان حفاظت دی.

شرعي حجاب بايد څنګه وي ؟

:1 - حجاب بايد ډير نازك او شفاف ټوکر (تيكه) څخه نه وي جوړ سوي چي تر حجاب لاندي كالي (زيب او زينت) او هم بدن تر معلوميږي.

2: - پر حجاب باندي لاسي او يا هم دماشين كار نوي او نه غميان او مرۍ ... پر كار سوي يي يعني د ساده ټوكره څخه بايد جوړ سوي يي.

3: - حجاب بايد تنګ نه يي چي اندامونه (پنډوالی او نازكوالی) ترمعلوميږي.

4: - حجاب بايد د كفارو د كالو (جامو) سره مشابهت ونلري.

5: - حجاب بايد د نارينه د كالو (جامو) سره مشابهت ونلري. .

6: - حجاب بايد ټوله بدن پټ كړي.

7: - حجاب بايد دشهرت او ځان ښكاره كيدو دپاره نه يي.

مثلا: حجاب يي د داسي رنګ څخه جوړ كړي يي چي هغه دټولني د حجاب د رنګ خلاف وي.

مثلا: په افغاني ټولنه كښي د حجاب رنګ اسماني دي او يو څوك حجاب د سره رنګه جوړ كړي.

8: - حجاب بايد خوشبو داره او معطر نه وي.

-----------------------------

سرچينه تعليم الاسلام ويب پاڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته