تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په پښتو کي د قرانکریم تفسيرونه او ترجمې
 
  August 21, 2015
  0

 ليکوال سيد محبوب شاه ساجد


پښتوژ به کي دالله جل جلاله  د سپېڅلي او تل پاتي کلام قران عظیم الشان دمعنا ژباړه او تفسير خورا لرغونى تاريخ لري، هغه داسي چي د پښتو د ديني عالمانو د خوا د شپږمي هجري پېړ ۍ څخه راپه دې خوا په پښتو  ژبه کي د قرانکريم ترجمه پيل سوې ده، خو تر دولسمي هجري پيړۍ پوري د قرآن مجيد بشپړه ترجمه او تفسير نه و  ليکل سوي بلکي د يوه يادوو سورتونو ترجمه به سوې وه لکه د کهف ،يسين، يوسف او داسي نورو سورتونو خو ددې وروستـــه د قرانکريم پوره ترجمه او تفسيرونه ليکل سوي دي چي په لنډه توګه يې لوستونکوته معرفي کوو:

تفسير افضليه: پــه لومړي ځل په پښتوکي د قرانکريم پوره اوبشپـــړه  ترجمه په کال ۱۱۷۳ هـ ق کي مولانا رکن الدين   رحمة الله علیه  د تفسير افضليه په نام وکړه داپه پښتو ژبه کي لومړی تفسير و اوپه همدغه موده کي شاولي الله محدث دهلوي رحمة الله علیه  د فتح الرحمن په نوم په  دري ژبه د قرانکريم ترجمه وکړه چي په دري  ژبه کي هم دا لومړی تفسير اوترجمه ده تفسير.

بدرالمنير: دا پښتو تفسيرد پيښور په سيمه کي د مرحوم مولوي دوست محمد خټک په قلم په کال۱۲۷۵ هــ ق په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ.

تفسير يسير: دا پښتوتفسيردمرحوم مولوي مراد علي رحمة الله علیه  ننګرهاري په قلم په کال ۱۲۸۲ هــ ق کي ليکل سوى او په دوه ټوکه کي چاپ سوى دئ ترجمه يې جمله په جمله روانه اوعام فهمه ده.

ظاهرالتفسير: دا پښتوتفسير د مرحوم مولانا عبدالودود سرحدي رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۳۲ هـ ق ليکل سوى دئ.

تفسير افغاني: دا پښتو تفسير د مرحوم مولوي عبدالروف کاکړ رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۳۲ هـ ق کي ليکل سوى دئ .

تفسير تيسير: دا پښتوتفسير دمرحوم قاضي عبداللطيف رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۳۹ هــ ق کي ليکل سوى اوپه همدغه  موده کي د نواب افضل پښتو تفسير د يا د وني وړدئ . 

تفسيرحبيبي: دا پښتوتفسير د مرحوم حبيب الرحمن رستمي رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۷۶هــ ق  کي په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ . 

تفسيرکشاف القرآن: دا پښتو تفسيرد محترم حافظ محمد ادريس توروي په قلم په کال ۱۳۴۵ هـ ق کي په پيښورۍ لهجه  ليکل سوى او په دوه ټوکه کي چاپ سوى دئ.

پښتو تفسير: دا تفسیر د مرحوم شهيد مولوي  عبدالوهاب کندهاري رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۴۷هـ ق کي ليکل سوى دئ.

پښتو ترجمه اوتفسير: دا تفسيردمرحوم مولوي عبدالحق دارمنګي رحمة الله علیه  په قلم په کال ۱۳۲۵ هـ ق کي په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ.

 

نوي پښتو تفسيرونه  وترجمې

 


عزيز التفا سير: دا په پښتو ژبه  کي يو لوى شهکار اومهم تفسير دئ چي د محترم مفسرالقرآن مولوي سلطان عزيز( عزيز) ننګرهاري صاحب لخوا په خوږه ،روانه عام فهمه اومعياري پښتو ليکل سوى دئ چي د ليکلو د پيل نيټه يې د کال ۱۳۶۹ هـ ش څخه پيل  او په کال ۱۴۲۶ هـ ق-۱۳۸۴  هـ ش کي  پای ته رسېد لې ده چي ليکلو يې اوولس ۱۷کاله وخت په برکي نيولي دى او په کال ۱۴۲۹ هـ ق – ۱۳۸۶هـ ش کي د لومړي ځل لپاره په د يارلس ۱۳ ټوکه کي چاپ سو داتفسير په پښتو ژبه کي تراوسه لوى اوجامع تفسير دئ چي لاندي ځانګړ تياوي يې د يادوني وړدي .
 

د تفسير طريقه يې : د تفسير طريقه اوطرز يې د سلفوصالحينو او ثقه مفسرينو غوندي په لاندي ډول ده:
 
الف: دقرآن کريم تفسير په قرآن کريم سره.
ب : د قرآن کريم تفسير د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په احاديثو سره.
ج : د قرآن کريم تفسير د صحابه کرامو رضي الله عنهم په اقوالواو ترهغو را لاندي د معتبرو اولويومفسرينو په اقوالو سره ،خود دې تر څنګ يې دعربي لغت اوعربي ژبه او نور قوانين هم په تفسيرکي د پامه نه دي غورځولي . د مشکلو آيتونوپه تفسير کي يې د معتبرو   مفسرينو تفسيرونه د حوالي سره را نقل کړي دي اوپه پاي کی يې ځينو او يا يوه تفسير ته ترجيح ورکړې ده ،خو اکثره يې د جمهـورو  رايي تـــــه  ترجيح ورکړې ده.
هــ : د متشابهاتو په هکله يې تګلاره د اصحابو رضي الله عنهم اوسلفو صالحينو ده. 
و:  د اسرائلياتو څخه بيخي پاک دي.
 ز: فني اصطلاحات يې په ساده ژبه تشريح کړيدي .
ح : د معاندينو اعتراضاتو ته يي غاښ ماتوونکي ځوابونه ويلي دي.
ط: داهل سنت والجماعت دعقايدو يې کلـــــکه دفاع کړې ده.
ک: د لوستونکي په ذهن کي چي کومي احتمالي پوښتني پــيدا کيـږي هغه يې جواب کړيدي.
ل: د شان نزول او دسورتونو ترمنځ يـــې  د ارتباط يادونه کړيده.
 م : د لغاتو معنی،صرفي او نحوي تحليلونه يې کړيدي.
ن : فقهي احکام، دفقهاووآراء او په پای کی يې د خپل حنفي مسلک فيصله ذکر کړې ده.
س : د تفسير ليکلو په جريان کي د معتبرو او ثقه مأخذونو او مراجعو څخه استفاده کړې ده چـــي شمېريې (۱۴۹) ته رسيـږي.

تفسير بخاري: د پښتو تفسير په (تفسيرالبخاري) سره نومول سوی دئ چي د مولانا سيدکرم شاه الحسيني پيښوري په قلم په کال ۱۳۷۵ هـ ق کي په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ.تصوفي اشارې ئي هم دتفسير په هکله درا نقل سوو رواياتو او اقوالوپه څنګ کي ذکرکړي دي،داهل سنت والجماعت عقايدوتشريح  ، د لغاتونو معنی، عقيدوی اوصوفيانه بحثونه  اوځني اخلاقي مسائل يې ښه څېړلي دي.

تفسيرلامِثال: دا پښتو تفسير دښاغلي عبدالله فاني پيښوري پـه قلم په پيښورۍ لهجه ليکل سوى دئ .تفسير يې  آسانه او روان دئ اوپه څلور ټوکه کـي چــــاپ سوى دئ .

 

٢: د نورو ژبو تفسيرونه چي په پښتو ژباړل سوي دي

 


کابلی تفسير: دا تفسير په کال ۱۳۲۳ هـ ش کي دهيواد دجيدو علماوو د يوه هيئت ترنظر لانـدي دشيخ الهند محمود حسن ديوبندي رحمة الله علیه  د ترجمې اوتفسير او فوائد موضح الفرقان د شيخ الهند شبير احمد عثماني د يوبندي رحمة الله علیه  د اردو ليکني څخه په پښتو او دري ژباړل سوى دئ اوپښتو يې په پنځه ټوکه کي په کابل کي چاپ سو پښتو يې معياري ،خوږه او روانه ده او د پښتو مختلفي لهجې يې هم په پام کي نيولي دي .
 
او د دوهم ځل لپاره د سعودي عربستان د حکومت لخواپه دوه ټوکه کي په ښه ثقافت سره چاپ او ووېشل سو همدغه پورتنـي تفسـير ته په کـال ۱۴۱۰ هـ ق کي د مفتي محمد شفع رحمة الله علیه د زوى محمد ولي رازي لخوا د موضوعاتو عنوانونه، اوفهرست ورکړل سو او د هـغه څـخه وروسـته د ښـاغلـي عبدالمالک مهندي حقاني په قلم پښتو ژبي ته په پيښورى لهجه وژباړل سو په کال ۱۴۲۹ هـ ق کي په دوه ټوکه کي چاپ او په تفسير عثماني سره ونومول سو همدا تفسير په کال ۱۳۸۸ هـ ۱۹۶۷ م کي د ښاغلي تنسيم الحق کاکا خيل په قلم په پيښورۍ لهـجه ژباړل سـوي اوپه تفـسير عثماني سره نومول سوۍ دۍ او پرهمدغه تفسير د مولوي عبدالعزيز کاکړي کندهاري لخوا په پښتو ژبه کي څه زیاتوني سوي دي او د التفسـير کندهاري په نامه په کال ۱۳۲۷هـ ش کي په دوه ټوکه کي چاپ سوى دئ. 

تفسير معارف القرآن: دا تفسير د مولانامحمد شفيع رحمة الله علیه  په قلم ليکل سوى دئ. په دې تفسير کي د قرآن کريم د لنډي ترجمې اوتفسير په څنګ کي، د آيت شان نزول، د سـورتونو تر منځ ارتباط ، د سورتونو فضائل ، فقــــهي مسائل ، د آيت په هکله د مفسرينو اقوال ،نبـــوي آحاديث ، د موضوعاتو عنوانونه ، د معترضينو د اعتراضاتو رد، د ګمراه فرقو غندنه ،تصوف او نور مسائل ذکر سويدي دا تفسير هم د ښاغلـــي ډاکټر قاضي مبارک، ښاغلي مولانا ګل برهـــان سواتي، او مولانا سيف الحنان لخوا په ګډه په پښورۍ لهجه پښتوته ژباړل سوى دئ او پـــدې وروستيو وختونو کي په کندهارۍ لهجې ته هـــــم آوښتى دئ دا ډېر معتمــد اوثــــــقه تفسـير دئ.
 

 

د قرآن کريم پښتو لنډي ترجمې

 


 د قرآن کريم ټکي په ټکي روانه ترجمه : دا پښتو ترجمه د محترم مولوي جانبازســـر فراز په قلم په کال ۱۴۲۵ هـ ق کي ليکل ســـوې ده او  په کال ۱۳۸۵ هـ ش کي چاپ سوې ده تر جمـــه يې په دووکرښو يو لفظي ټکي په ټکي او بلـــه روانه ترجمه ده پښتو يې روانه،خوږه، اومعياري ده اومختلفي لهجې يې هم له پامه نه دي غورځولي د معتمدو تفسيرونو او ترجمو څخه يې استفاده کړېده او په ځينو ځاينو کي يې د ځينو کلمود ښه وضاحت لپاره لنډه حاشيه هم ليکلې ده د ترجمې په پای کي يې د ماخذونو فهرست موجــود دئ.

روانه او اسانه ترجمه : دا پښتو ترجمه د محترم مولوي فاروق غلجي په قلم ليکل سوېده په کال ۱۳۸۶ هـ ش کي چـــــاپ سوېده ترجمـــه يې په يوه کر ښه کي په روانه او معياري پښتو کي کړېده او په ترجمــــه کي يې د معتمدو تفسيرونواو ترجموڅخه استفاده کړېـده .

تعليم القرآن: دا پښتو ترجمه د مرحـوم ډاکټر محمـدديـن په قـلم ليکل سوېده او په کـال ۱۳۸۱ هـ ش کي چــــاپ سوېده ترجمه يې په دوو کرښو کي يوه لفظي اوبله روانه ده اولهجه يې پيښورۍ ده.

تعليم الفرقان: دا پښتو ترجمه د محترم فروفيسرشفيق الرحمن په قلم په پيښورۍ لهجه ليکل سوېده او په کال ۱۳۸۷ هـ ش کي چاپ سوېده اوپر دې سربيره د قرآن کريم پښتو ترجمې او تفسيرونه په سي ډيانو کي هم سته چي دهغې جملې څخه په صوتي بڼه د قران کريم  د ترجمې او تفسير خپرونه کوم چي عام، اوخاص نارينه، اوښځينه،لوستي ،اونالوستي ،سهار، اوماښام ګټه ترې اخستلاى سي دالقران الکريم خپرونه ده چي دتعليم الاسلام ولسي راډيو څخه په اوونۍ کي پنځه ورځي د شنبې څخه ترچهارشنبې دسهار په مهال په ژوندۍ بڼه او د ماښام په مهال په ثبتي ډول نشرته سپارل کيږي. اوس نو پر پښــتـنو ده چــي د دغو پښــتو تفسيرونو او ترجمو څخه خپله ديني علمـي تنــده   ما ته کړي.
 
ماخذ: د تعلیم الاسلام مجله لومړی ګڼه
 
-------
پورته ليکنه نقلول د ماخذ په يادولو جواز لري

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته