تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د خصنتینو ورېښتان پرېښول څنګه دي؟
 
  July 21, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۰۷)

نوم: اسد الله پوپل

سوال: که يو څوک يواځي د زيرناف وريښتان و خريى او د خصنتينو وريښتان ونه خريى دا د شريعت له نظره او د طب نبوى له نظره څنګه کار دى؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په حديث شريف کي ذکر سوي دي چي لس شيان د انبياء عليهم السلام د خويونو څخه دي(۱)،  چي په دغو لسو شيانو کي يو هم حلق العانة  دى او عانه ذکر او شاوخوا د ذکر ته ويل کيږي(٢)، که يو سړى نيمه عانه خريي او نيمه پريږدي نو  بيا هم طبي ګټه چي په دغه صفايي کي پرته ده هغه به ترلاسه نه کړي او نه ئې سنت عملي کړل (٣).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وعن عائشة رضي الله عنها قالت : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " عشر من الفطرة : قص الشارب وإعفاء اللحية والسواك واستنشاق الماء وقص الأظفار وغسل البراجم ونتف الإبط وحلق العانة. الحديث، مشکوة باب السواک.

(٢): والمراد بالعانة الشعر الذى فوق ذکر الرجل و حواليه کذالک الشعر الذى حوالى فرج المراة. فتح الملهم شرح مسلم: للمحدث العلامة شبیر احمد العثماني رحمة الله علیه (محدث السابق في دارالعلوم دیوبند- هند)، ج٢، ص٥٠٢، باب خصال الفطرة

(٣): و حکمة حلق العانة التنظف مما يکره عادة والتحسن للزوجين. فتح الملهم: ج٢، ص٥٠٢. 

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني، مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته