تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمان دومره ساده دی ؟
 
  February 26, 2016
  0

  

ليکنه: نويد احمد

 

د هري ساه سره زموږ مستعار ژوند لنډیږي، وخت وار په وار کمیږي؛ خو موږ  ور څخه غافل یو. موږ باید پر خپلو حالاتو غور وکړو، پر ماضي لږ خو پر حال او اینده زیات فکر وکړو. د روان ژوند تېرېدونکي لحظې زموږ د بې پروايي شکایت کوي، موږ ته د دعوت فکر هم راکوي، چي باقي ژوند غنیمت وګڼئ، پر کړو اعمالو توبه او استغفار وکړئ.

 

د اینده لپاره محتاط ژوند اختیار کړئ. زموږ د شخصي ژوند څخه تر کورني ژوند پوري او د کورني ژوند څخه د هر شخص تر ټولنیز ژوند پوري د کائناتو د مالک احکام او د دوو جهانو د سردار صلی الله علیه وسلم  تعلیمات په کراره -کراره، نه بلکي په تیزۍ سره له منځه ځي.

 

مردود شیطان خوشحال او رحمان ذات ناراض دی، دا زموږ د حالاتو د فساد او خرابۍ هغه پوښلی کار دی، چي موږ ئې قصداً فکر کول نه غواړو؛ بلکي ځیني وخت ئې پر نورو پړه اچوو، ځیني وخت يې پر یوه طبقه او ځیني وخت يې پر بله طبقه تاوانوو.

 

که موږ د لایزال خالق جل جلاله  پر احکامو او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  پر سنتو د زړه په صدق سره عمل وکړو، نو یاد ساتئ، چي د غلامۍ ستر ديوال به ونړيږي، مسلمان به په نوي حالت، نوي شان او شوکت سره پورته سي، بیا به مسلمان په تقسیم سوي حدودو کي محدود نه وي؛ لکه علامه اقبال مرحوم، چي وايي:

چیـــــــن و عرب همارا هندوســـتان همارا

مسلم هي هم وطن هي سارا جهان هـمارا

د دې (ذهني)غلامۍ څخه د وتلو لپاره دا ضروري ده، چي په پخه اراده د پردیو دودونه، رواجونه، د هغوی تهذیب او تمدن، د هغوی طرز او طریقې او د هغوی مشابهت پرېږدو او د اسلام د رڼا څخه ځانونه مستفید کړو.

محض په خبرو سره مشکل نه حلیږي؛ بلکي ددې به عملي مشق کوو. نن سبا مسلمان د اسلام د تائید نظر ډېر وړاندي کوي؛ خو په عمل کي يې نه پیاده کوي. هر وخت د یهودو او نصاراوو غندنه کوي، هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ، اسلام او مسلمانانو دښمنان بولي؛ خو د ژوند طریقه يې عملي کوي! د پردیو جوړ کړي قوانین د خپلي ټولني لپاره ظلم بولي، خو عملاً د اسلامي قانون د نفاذ لپاره هيڅ کوښښ نه کوي.

 

د پردیو بېهوده دودونه او رواجونه مضر ګڼي، خو خپل دودونه عملاً د هغوی په رنګ رنګوي! د نورو بې پلاره او بې موره آزاد ژوند د ټولني د بربادۍ ذریعه بولي، خو عملاً همدغه ازاد ژوند د ځان لپاره د عزت او فخر باعث هم  ګڼي.

 

که تر دې یو څه وړاندي ولاړ سو، خپل ځان ته "سني"(د سنتو عملي کوونکی) هم وايي؛ خو عملاً د داسي بدعتونو مرتکب وي ،چي نعوذ بالله د اغيارو كومه ورځ او کوم رواج نه دی، چي دغه په نامه "سني" دي نه وي کړی؟ زموږ خبره دي طنز نه ګڼي بلکي فهمیده طبقه دي پر دې باندي په بېطرفه قضاوت د خپل ضمیر اواز واوري.

په دې ټوله شا لید کي تاسو ته څنګه ښکاري، چي آیا په قصدي ډول د حقایقو څخه سترګي اړول کیږي او که واقعي مسلمان دومره "ساده" دی؟

 

---------------------------------

مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۷ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته