تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اپریل فول: یوه ټولنیزه خرابي
  تعلیم الاسلام راډیو
  April 1, 2017
  0

لیکنه: مولانا مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-04-02
 
د غرب د بي سنجشه فکر تقلید چي نن زموږ په ټولنه کي کومي بدی رواج کړي، له هغو څخه یو هم " اپریل فول " دی، پدې رواج کي د اپریل پر اوله درواغ ویل او څوک ختایستل او د ختا ایستلو ترڅنګه هغه بي ابرو کول یوازی جایز نه ، بلکي دا یو کمال ګڼل کیږی، په یاده ورځ چي څوک څومره په چالاکۍ او ریښتنولی سره درواغ ووایي په هغومره اندازه د تعریف او ستایني وړ ګرځي او د اپریل د اولي څخه تر ټولو زیات فایده اوچتونکی بلل کیږي.
 
دا تفریح او مسخري چي په حقیقت کي باید " بي عزتي " ورته وویل سي، نو چي څومره خلکو ته به یي ځاني او مالي تاوانونه رسولي وي، د هغه خلکو چي د غم او خفګان توان نه لري د درواغو په اوریدلو سره به د هغو د مرګ سبب سوي وي. 
 
له اخلاقي پلوه، ددې رواج بنیاد درواغ، دهوکه، ختا ایستل او په ناحقه د یو بي ګناه بي عزتي ده او له تاریخي پلوه د هغو خلکو لپاره چي پر عیسی علیه السلام ایمان لري هغه که هر ډول ایمان وي، دا یو شرمناک عمل دی. 
 

 

دا رواج څنګه پیل سو؟

پدې هکله د تاریخ پوهانو خبری بیلي بیلي دي، خو د ځینو لیکوالو په اند؛ په فرانسه کي تر اوولسمی پیړی وړاندي عیسوی کلونه د جنوری څخه نه د اپریل څخه شروع کیدل، دغه میاشت به رومیانو دا ورځ و دیوی۱ وینس venus ته منسوبول او مقدسه به یې بلل.   د وینس د کلیمي معنی په یوناني ژبه کي افرودیتي Aphrodite ده، نو شاید ودې کلیمي ته په مشتق کولو یی دا میاشت اپریل نومولي وي. 

 
لهذا د بعضي مصنیفینو په وینا: دا ورځ د کال لومړی ورځ وه، دوی دا ورځ د بتانو و عبادت ته ورکړي وه، پدا ورځ به یې جشن لمانځی او ددې جشن یوه برخه خندا او مسخري وي، چي کرار یې ترقي وکړه او د اپریل فول شکل یې واخیست. بعضي خلک بیا وایي چي په دغه ورځ به خلکو یو بل ته تحفي ورکولي او یو وار کوم سړی د تحفي په نوم له یوچا سره مسخره او ختا ایستنه وکړه، چي د نورو خلکو په منځ کي دا په اپریل فول رواج سوه.
 
په برټانیکا کي یو بل علت دا ښودل سوی، چي د مارچ پر ۲۱مه نیټه په موسم کي تغیرات را شروع کیږي، دا تغیرات ځني خلکو داسي تعبیرول چي (معاذالله) طبیعت له موږ سره مسخري کوي او موږ تیرباسي، نو خلکو هم یو د بل مسخري او تیروتني شروع کړي. (برټانیکا،ج۱،ص ۴۹۶).
 
دا خبره تر اوسه پوري پټه او مبهمه پاته ده چي؛ د طبیعت په نوم چي دوی کومي " مسخري " کوي، دا د عبادت او پلوی په نیت کوي، که د توهین په نیت؟
 
یوه دریمه وجه هم سته چي د نولسمي پیړی مشهوري انسائیکلوپیډیا " لاروس " بیان کړي او صحیح یې بللي. هغه دا چي په اصل کي د یهودو او عیسویانو د بیان کړو روایاتو مطابق د اپریل د میاشتي لومړی تاریخ هغه دی کوم چي رومیانو او یهودانو له طرفه د حضرت عیسی علیه السلام تمسخر او استهزا وسوه، چي موجوده انجیلونو کي هم دا بیان راغلی. د لوقا انجیل داسي وایي:
 
کُومو خلقو چي د عيسىٰ څوکئ کوله، هغوی ورپوري ټوقي وکړلي او وئي وهلو  سترګي يې ورله وتړلي او تپوسونه يې ځني شروع کړل، ”اوس نبوت وکړه! ته چا ووهلي؟ دا راته ووايه!“  او دغه شان هغوی د هغه نور هم سپکاوی کولو. (لوقا، باب ۲۲، ۶۳-۶۵) 
 
په انجیلونو کښي دا هم راغلي چي حضرت مسیح علیه السلام اول د یهودي سردارانو و لوی عدالت ته وړاندي سو. هغوی د پیلاطس و عدالت ته د فیصلي لپاره بوتلی، پیلاطس هغوی د هیروډیس وعدالت ته ولیږل، او په پای کي هیروډیس هغوی بیرته د پیلاطس محکمي ته واستول. د لاروس په وینا د مسیح علیه السلام استول د یوي محمکي څخه و بلي محکمي ته د مسخرو او هغه ته د تکلیف رسولو په نیت وه. دا چي دا واقعه د اپریل پر اوله نیټه وه نو د اپریل فول رسم او رواج په حقیقت کي د همدغي شرمناکي پیښي یادګار او لمانځنه ده.
 
د اپریل فول په لمانځنه کي چي د کوم کس بي عزتي او تیر استنه وسي، په فرانسوي ژبه کي ورته Poisson d’avril  وایې، چي په انګلیسي کي د April Fish په معنی دی، یعني د اپریل ماهی (برتانیکا، ص:۴۹۶، ج:۱) لدې څخه مطلب دا دی؛ کوم کس چي د اپریل پر اوله نیټه تیر ایستل سو نو د هغه لومړی ماهی دی چي د اپریل ښکار سو. 
 
د لوړو تفصیلاتو څخه دا څرګندیږي؛ که د اپریل لمانځنه د وینس په نوم یو دیوي ته منسوبه وي، یا (نعوذبالله) د طبیعت د مسخرو ردِ عمل وي، او یا د حضرت مسیح علیه السلام مسخره جوړولو یاد وي، د دا رسم او رواج اړیکه پر مسخرو، ګستاخۍ او نفس پرستۍ ولاړه ده. او د مسلمانانو له نظره بیل زیانونه لري: 
 
۱. درواغ ویل
۲. دهوکه ورکول (تیر ایستل)
۳. نورو ته تکلیف او اذیت ورکول
۴. یو داسي پیښه لمانځل چي بنیاد یې بت پرستي، نفس پرستي او یا هم د یو پیغمبر ګستاخي، رټنه او مسخره جوړول دي. 
 
اوس مسلمانانو ته دا فیصله کول پکار دي چي ایا په خپلو ټولنو کي د داسي رواج پالل پکار دي که نه؟
 
د الله ﷻ شکر دی چي زموږ په ټولنو کي د اپریل فول لمانځل ډیر رواج نه لري، خو بیا هم هر کال داسي اورو چي ځیني ناخبره خلک دا بد دود لمانځي، هغه خلک چي په ناپوهۍ سره ددې لمانځنه کوي، که هغوی په ښه فکر سره ددي بد دود حقیقت، اصلیت او نتایجو باندي غور وکړي، ان شاء الله چي لدې کار څخه د پرهیز و نتیجي ته به ورسیږی.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته