په فاسده سودا کي که مشتري د بايع په اجازه مَبِيعَه واخلي ، مشتري يې مالک ګرځي ، خو پر مشتري يې د قبضولو د ورځي قيمت يعني د بازار نرخ لازميږي .
په فاسده بيع کي بايع او مشتري دواړه شرعاً حق لري چي سودا فسخ کړي .
په فاسده سودا کي که مشتري د بايع په اجازه مَبِيعَه واخلي او وروسته په مَبِيعَه کي نه بېلېدونکى زياتوب راسي بيا يې بايع د فسخ کولو حق نه لري مثلاً : په فاسده سودا کي ټوکر رانيول سي او مشتري د هغه څخه کالي جوړ کړي يا رنګ ورکړي .
که په فاسده سودا کي مَبِيعَه د مشتري په لاس کي په آسماني آفت خرابه سي يا خپله د مشتري څخه خرابه سي بيا بايع حق لري چي د مَبِيعِې سره د نقصان تاوان هم د مشتري څخه واخلي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي