تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي او فضولي
 
  April 13, 2012
  0

 ولي

ولي يا سرپرست هغه  چا ته وايي چي شرعاً د بل نائب او استازى ټاکل سوى وي .
وكَيْل او ولي دواړه د بل استازي او نائبان دي خو د دوى دوو تر منځ فرق دادى چي وكَيْل ته څوک خپل کار په خپل اختيار سپاري او ولي ته بيا د بل د کار سرپرستي شرعا حواله کيږي. ليونى او غير مُمَيِّز کوچنى هيڅ نوع تړون نسي کولاى ځکه چي د تړون اهليت او وړتيا نه لري .

فضولي
فضولي هغه چا ته وايي چي د بل چا د پاره تړون کوي خو د هغه لخوا نه وکالت ورکول سوى وي او نه يې شرعا ولي وي بلکي پر خپل سر د بل د پاره تړون کوي .
 
مثال : زيد پر خپل سر د خالد د پاره بکر ته مرکه وکړه ، بکر يې مرکه ومنله خپله نابالغه لور يې و خالد ته ورکړه خو د نکاح ايجاب او قبول يې د زيد سره د شاهدانو په حضور کي وکړى ، پدې تړون کي بکر ولي دى ځکه خپله نابالغه لور يې خالد ته په نکاح ورکړه او زيد بيا فضولي دى ځکه پر خپل سر يې د خالد د پاره د نکاح تړون وکړى .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته