تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ممنوعه سوداوي
 
  May 23, 2013
  0

نبي کريم  صلی الله علیه وسلم راتلونکي سوداوي منع کړي دي : 

اول : نَجَش : د بل د تېرايستني د پاره د بايع څخه په ګران قيمت د شي غوښتلو ته نَجَش وايي، د مثال په ډول د بايع ملګرى د مشتري په مخ کي د  مَبِيعِې قيمت وپوښتي او په ګران قيمت يې ځني وغواړي خو د رانيولو اراده يې نلري بلکي مشتري په تېرباسي ، مشتري ته ځان داسي ښکاره کوي لکه دى چي هم د دې شي رانيونکى دى تر څو هغه تير باسي ، هغه ته داسي فکر پيدا کړي چي د بايع قيمت مناسب دى ځکه نو بل رانيونکى هم لري .

دوهم : السَوم علي سَوم غيره : د بل په سودا کي ور ولېدلو ته سوم علي سوم غيره وايي .

که بايع او مشتري د شي پر قيمت موافقې ته ورسيږي خو فقط د سودا ايجاب او قبول ته خبره پاتي وي نو بل کس ته په دې سودا کي ور ولېدل يا بالادوې پر وهل ناجايز کار دى .

البته که د بايع او مشتري تر منځ ايجاب او قبول وسي هلته بيا سودا لازميږي ، بل يې په بالادوي لا هم نسي ځني ګرځولاى .

د يادوني وړ ده د ليلام سودا جايزه ده ، د ليلام سودا په سوم علي سوم غيره کي نه راځي ، د ليلام سودا ته په عربي بَيْعُ مَنْ يَزِيدُ وايي .

د ليلام په سودا کي که څه هم مشتريان يو پر بل قيمت زياتوي بيا هم جايزه ده ځکه چي نبي صلی الله علیه وسلم د ليلام سودا کړي ده ، بل دا چي په ليلام کي بايع د اولو مشتريانو په نرخ شى نه ورکوي او نه په راضي دى ، بلکي د هغه چا په نرخ شى خرڅوي چي د هغه نرخ تر ټولو لوړ وي .

دريم : تَلَقِّي الْجَلَبِ : يو ښار ته چي د بل ځاى څخه شيان راځي هغه ته جَلَب وايي ، تَلَقِّي الْجَلَبِ دې ته وايي چي په ښار کي ګراني وي ، خلک خوراکي موادو  ته اړتيا ولري ، ښار ته چي د خوراکي موادو قافله راځي ، د هغې مخي ته يو څوک ور ووځي ، هلته ټول مواد ځني رانيسي ، پخپل لاس کي  يې انحصار کړي بيا يې پر ښاريانو په ګران قيمت خرڅوي . 

ځکه په تَلَقِّي الْجَلَبِ نورو مسلمانانو ته ضرر رسيږي .

خو که د ښار خلکو ته يې ضرر نه رسېدي بيا پروا نه لري .

څلورم : بَيْعُ الْحَاضِرِ لِلْبَادِي : بَيْعُ الْحَاضِرِ لِلْبَادِي دې ته وايي چي ښاري سړى قافلې والا ته ووايي شيان دي ماته راکړه ، زه يې په ګران قيمت درخرڅوم ځکه ستا څخه په ارزانه قيمت د لاسه وځي يا دا چي د ښار خلک موادو ته اړتيا ولري خو دوکانداران يې پرښاريانو نه خرڅوي بلکي پر اطرافيانو يې په ګران قيمت خرڅوي .

داسي سودا د عامو خلکو د ضرر او زيان لکبله منع سوې ده ، خو که نورو ته يې زيان او ضرر نه رسېده بيا پروا نه کوي . 

پنځم : د جمعې په ورځ تر زوال وروسته چي د جمعې آذان ناري سي نو د جمعې د آذان څخه نيولې بيا د جمعې د لمانځه د ادا کولو تر مهاله سودا کول هم مکروه ده ، ځکه د جمعې د لمانځه د اول اذان څخه به خلک رانيول او خرڅول پريږدي د لمانځه د پاره به تياري نيسي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته