تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نه پوهېږم!
 
  May 15, 2016
  0

 لیکنه: حافظ سفیان خالد - هلمند

چي ﮐﻟﻪ ﻟﻪ سياﺳﺘﻪ ﺗﺮې پوښتنه وسي، وايي: نه پوهېږم، چي کله د تاريخ او ثقافت پوښتنه ورڅخه وسي، وايي: نه پوه ېږم. که د اقتصاد او تجارت پوښتنه ځني وسي، وايي: نه پوهېږم، ددې ټولو اندازه پېژني، د بل چا وظيفه او دنده ئې بولي او نه پرې پوهيږي، خو کله چي د دين او فتوی خبره سي؛ نو بيا داسي وي لکه په دې فن کي چي ئې تخصص کړی وي، په هره مسئله خوله ورپرانيزي، چي څه ډول خواهش او د نفس تقاضا ئې وي، هماغسي ئې ګڼي او د الله عزوجل وېره ئې په زړه کي بيخي راګرځي هم نه.

امام مالک   رحمه الله  ته، چي په فقه او تقوی کی ئې مقام اومنصب له هيڅ چا څخه نه دی پټ، يو کس له ډېري ليري ساحې څخه د څلوېښتو مسائلو د پوښتلو لپاره راغی او د ځوابونو غوښتنه ئې ترې وکړه، امام مالک   رحمه الله  د څلورو پوښتنو ځوابونه ورکړه او د شپږ دېرش نوروپوښتنو په اړه ئې ورته وويل: (لا أدري) نه پوهېږم! الله تعالی ښه علم ورباندي لري. هغه کس ډېر حيران سو، ويل: زه به مي قوم ته څه ځواب وروړم؟ امام مالک   رحمه الله  ورته وفرمايل: قوم ته دي ووايه چي امام مالک ويل:"

 

زه نه پوهېږم! الله تعالی ښه علم پرې لري.


سړي وويل: اې امامه! ستا رايه او نظر په دې مسائلو کی څه دی؟ هغه راته ووايه، امام مالک   رحمه الله  ورته وفرمايل:
 
يا! زه وېرېږم، چي زما رايه او نظر به خپور سي او د الله جل جلاله حکم به داسي نه وي.

سبحان الله! اې بې پوهي او بې خبره مفتيانو! والله، که لږ متوجه سو، تدبر او فکر وکړو او له عقل او پوهي څخه کار واخلو دغه لنډه واقعه زړونه ويلي کوي.

عقبه بن مسلم   رحمه الله  فرمايي: ما له ابن عمر رضی الله عنهما سره (۳۴) مياشتي وخت تېر کړ، ډېرو کسانو چي به کله د کومي مسئلې پوښتنه ترې کول، نو ده مبارک به په ځواب کي ورته ويل: زه نه پوهېږم. بيا به ئې ماته وکتل او ويل به ئې: ته پوهېږې، چي دوی څه غواړي؟
 
دوی غواړي، چي زموږ له شا څخه د خپل ځان لپاره پر جهنم لاره ا و پُل جوړ کړي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله،۱۸ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته