تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله نازولی
 
  June 24, 2016
  0

 لیکنه: "مرتاض"/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په یوه غټه خونه کي زما مخ ته دوه کسان ناست دي، یو پيسه داره ځوان دی، بل مسکین سپین ږيری دی، ځوان ددغه کور خاوند دی، خوسپین ږیری ورته راغلی مېلمه دی، سپین ږیری ځوان ته په موسکی خوله ږغیږي، یو ناڅاپه د کور خاوند ورته وايي:نور چوپ سه!

راغلی مېلمه حیرانیږي، د خولې ټولولو چم ورڅخه هیریږي، خوله يې دغسي ویړه پاته کیږي، په دغه آن کي ځوان ته د واټساپ له لاري پیغام راغی، پیغام د یوه کافر تاجر ؤ، د کاروبار په اړه یو څو عادي خبري وې، خو ځوان په ډېر شوق دغه خبري سر تر پایه په مکرر ډول واورېدی، سړی پوهیدی، چي پرځوان د سرمايه داره کافر خبري خوږې لګیږي، خو راغلی مېلمه چوپ ناست وو، ممکن ځان به ورته په دې جرم مجرم معلومېدی، چي د سرمایه دارو مخ ته ولي ئې د خبرو کولو بې ادبي کړې ده.

زما رایاد سوه، چي یوه ورځ د الله نازولی پیغمبر  صلی الله علیه وسلم   د عربي سردارانو په منځ کي په دې امید ناست وو، چي ګوندي ایمان راوړي، پیغمبر  صلی الله علیه وسلم   په دغه مهم مجلس کي ناست وو، چي عبدالله بن ام مکتوم  رضي الله عنه  چي یو مسکین او په دواړو سترګو ړوند صحابي وو. راووتی، رسول الله  صلی الله علیه وسلم   ته ئې نارې وهلې، چي موږ ته دین راوښیه، دغه نارې پر رسول الله  صلی الله علیه وسلم   تکلیف سوې، پر رنګ ئې د ناخوښۍ او خفګان علامې پیداسوې، خو پر الله جل جلاله دغه مسکین او ړوند  صحابي تر راغلو سردارانو په څو چنده قدر درلودی، نو ځکه رسول الله  صلی الله علیه وسلم   ته ئې په دغه تعبیر خبر ولیږل.

عَبَسَ وَتَوَلَّى (۱) أَنْ جَاءَهُ الْأَعْمَى (۲) [سورة عبس:۱/۲]

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته