تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حدیثو د منکرینو رد (۱)
  تعلیم الاسلام
  September 5, 2016
  0
لیکنه: غلام عمر عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 الحمدلله رب العلمین والصلاة والسلام علی رسوله الکریم ! اما بعد:
 
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت د شریعت دوهمه سرچینه او مصدر بلل کېږي ، یقینا پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د قران کریم د وحیو په شان ځیني (خفي) وحي (د سنت) په ډول هم نازلېدلې ، او دلیل يې د الله تعالی دغه قول دی :
 
 ( وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى . إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى ) النجم/3-4
 او (رسول الله صلی الله عیله وسلم ) له خپله ځانه خبره نه کوي ، مګر دا چي هغه ته وحي سوي وي
 
 او یقینا الله تعالی پر مسلمانانو دا واجبه کړې ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبري حدیث او حکم ته په کامله توګه غاړه کښېږدي (وې مني) ، حتی تر دې چي الله تعالی په خپل ذات سره قسم اخېستی دی چي کوم کس د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره واوري وروسته يې رد کړي او وې نه مني ، داسي کس ته د ایمان یوه ذره هم نه پاتېږي. الله تعالی فرمايي : 
 
( فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ) النساء/65.
 
ژباړه: پس قسم کړی دی ستا رب چي نه مؤمنان کېږي دوی تر هغه وخته پوري چي حکم (منصف ، منځګړی ) وکړي دوی تا په هغه جګړه کي چي پېښه سوې ده په منځ د دوی کي بیا ونه مومي دوی په نفسونو (زړونو) خپلو کښې (خپګان ، ناخوښي ، تنګي) له هغه شي څخه چي (حکم ، فیصله ) کړې وه تا او ويې مني دوی په منلو سره بې له کوم چون وچرا.
 
 نوځکه ټول علماء پردې خبره یوه خوله دي چي کوم کس په کلي ډول د سنتو له دلیل څخه منکر وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث پټ کړي او دی په دې پوه هم وي چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره ده دا سړی کافر دی ، د اسلام هيڅ ټيټه درجه هم نه ورته پاته کېږي او نه هم داسي کس الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم ته غاړه اېښودونکی دی. 
 
امام اسحاق بن راهوية رحمه الله فرمايي : چا ته چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه (څه خبره ، حدیث یا سنت) ورسېږي او دی ددې (خبري ، حدیث یا سنت) په صحت خبر وي او په صحت يې اقرار هم کړی وي ، وروسته يې په داسي حالت کي رد کړي چي مکره نه وي (تُقَیَة يې نه وي کړې) داسي کس کافر دی.
 
 امام سیوطی رحمه الله فرمايي : پوه سئ ! الله تعالی دي پر تاسي رحم وکړي کوم کس چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث څخه قولاٌ یا فعلاٌ منکر سي داسي کس د اصولو له مخي کافر دی او د اسلام له دائرې څخه وځي او حشر به يې له یهودانو ، نصاراو او (د الله تعالی خوښه ده) د کومي بلي ډلي سره وسي. "مفتاح الجنة في الاحتجاج بالسنة" (ص/14)
 
 علامة ابن الوزير رحمه الله فرمايي : که څوک په دې پوه هم وي چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی خو بیا هم حدیث دروغ وګڼي نو دا صریح کفر دی "العواصم والقواصم" (2/274)
 
په فتاوى اللجنة الدائمة کي راغلي دي چي : کوم کس په سنت باندي له عمل کولو څخه منکر وي داسي کس کافر دی ، ځکه داسي کس په الله جل جلا له ، رسول صلی الله علیه وسلم او د مسلمانانو په اجماع سره دروغجن دی."المجموعة الثانية" (3/194)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته