تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي اقتصاد د تطبیق څخه د غفلت لاملونه
  تعلیم الاسلام
  March 18, 2017
  0
كمپوز: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د اسلامي اقتصاد څخه د غفلت په لړ کي د اسلامي هیوادونو حالت له نورو هیوادونو څخه دومره ښه نه وو چي اسباب يې په لاندي ډول دي:
 
۱: زیات اسلامي هیوادونو د استعمار په منګولو کښي ژوند تیراوه چي دغه وخت استعماري ځواکونو د زور له لاري پرې خپل قوانین تطبیق کړل.
 
۲: وروسته له هغه چي اسلامي هیوادونو خپله ازادي تر لاسه کړه خو د ښکیلاک قوانین ، نظام ،اصول او لاس پوڅي یې پر ځای پاته سول چي دا لاس پوڅي یا د ختیځ مزدوران و او یا د لودیځ.
 
۳: دیني تعلیمات يې له دنیو لارښوونو څخه جلا کړل . دا کار ددې لامل وګرځید چي د دیني علماؤ داسي دیني ځواکمني رامنځته نه سول تر څو د وخت د اقتصادي ستونزو د حل لپاره سالمه لار ولټوي خو دا کار ټول د دین څخه د دولت بیلتون او لیري والي نتیجه وه چي د اسلامي شریعت ځای بشري وضعي قوانینو ونیو.
 
۴: د اسلامي نظام په رڼا کي د اقتصادي ستونزو د حل په وړاندي د اسلام د دښمنانو له لوري شکونه را پورته سول ځکه چي زیاتره با کلتوره خلګو د پردیو ښکیلاک ګرو ځواکونو د غلامۍ کړۍ په غاړه درلوده .
 
 
د اسلامي اقتصاد د تطبیق څخه د غفلت ناوړه اغیزې 
 
۱: دا چي د اسلام مبارک دین د مسلمانانو د ژوندانه لپاره هر اړ خیزه احکام لري لکه عبادتي ، سیاسي ، اقتصادي او داسي نور ...... 
 
خو کله چي مونږ په خپل ژوند کي د اسلامي اصولو پابند نه شو نو دا بیا زموږ د ناکامي لپاره یو سبب ګرځي لکه الله ( جل جلاله ) چي د الهي نظام څخه د مخ ګرځولو نتیجه داسي بیان کړې:
 
(وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى) الایة
 ژباړه : او څوک چي زما د ذکر د نصیحت له درس څخه مخ واړوي د هغه لپاره به په دنیا کي ژوند تنګ وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپا څوو . 
 
۲: د اسلام د اقتصادي لارښوونو څخه د غفلت په نتیجه کي مسلمانان له ذلت او ناتوانۍ سره مخامخ شوي ځکه چي دوی د اسلام احکام معطل کړي موږ ته لازمه ده چي د ژوند په ټولو اړخونو کي اسلامي نظام عملي کړو تر څو د مسلمانانو عزت او کرامت بیرته له سره را وګرځول شي . 
 
۳:  د اسلامي اقتصاد څخه د غفلت په نتیجه کي په ټولو شرکتونو بانکونو او په نغدي بهیر کي د سودي  موسسو تسلط او حاکمیت د مسلمانانو د ورستوالي ستر لامل شو . 
 
۴: د اسلام اقتصادي لارښوونو څخه د غفلت په نتیجه کي اسلامي هیوادونه په وروسته پاتي هیوادونو کي پاتي شول خو اوس یئ په هلو ځلو لاس پوري کړی خو یواځي اسلامي اقتصادي لارښووني دي چي ددې ضمانت ورکوي چي ددې په عملي کولو سره به په ډیر لږ وخت کي په پوره توګه د ترقۍ په لاره وخوځوي . 
 
۵: د اسلام اقتصادي نظام په لارښوونو د غفلت په وجه د اسلامي امت د سیاسي یوالي څخه بې برخي شو ځکه پیاوړي اقتصاد د یوالي بنسټ تشکیلوي . 
 
ماخذ : د اسلام مالي نظام
 
----------------------
د اقتصاد په اړه اړوند لیکني دلته لوستلای سی: اسلامي اقتصاد
 
http://www.Taleemulislam-Radio.com
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته