تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
آه د قبر شپه!!!
 
  March 30, 2017
  0
رالېږونکی: یونس فرقاني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لوستل یی ضروری دی نشرکول یی صدقه یی جاریه ده 

دا داسې شپه ده چې، انسان له خپل اولاد، مور او پلار، دوستانو او ملګرو څخه جُدا شي، په وحشت او تنهایۍ کې د لمړي ځل لپاره شپه تیروي، چې هلته نه خندا، نه استراحت  او نه خوب وي.

ای وروره!

آیا تا کله هم د همدغې وحشتناکې شپې تصور کړی دی؟

دا هغه شپه ده چې، له وېرې یې پیغمبرانو، صحابه کرامو، د اسلام سترو علماوو ژړلي دي، دا هغه شپه ده چې، شاعرانو یې په وېر کې شعرونه ویلي دي.

دا هغه شپه ده چې، تش تصور او سوچ یې د نړۍ هر څه هېروي، انسان په فکرونو او سوچونو کې لاهو کوي او د ژوند خوږې شېبې ترخې کوي.

ای وروره!
 
که ژوند دې هر څومره اوږد شي؛ دا ترخه شپه درپسې ده! کاشکې د قبر یوه شپه وای؛ خو د زهرو یو غوړپ وو تېر کړی به مو وای، دا خو د قیامت تر ورځې پورې ستا کور دی!

دا هغه خاورین ټاټوبی، هغه تنګ ځای، هغه تیاره غار دی چې، لوڅ وي؛ نو د انسان ورڅخه کرکه شي، كه پټ شي او انسان پکې ایسار کړل شي؛ نو څه حالت به یې وي؟

ای وروره!
قبر د تیارو هغه ډک کور دی، که هلته ته هر څومره په تکلیف یې، که هر څومره په عذاب کې یې؛ نو ستا فریاد څوک نه اوري، دوستان او ملګري به دې نه وي چې، تاسره مرسته وکړي، مور او پلار به دې نه وي چې، زړونه یې درباندې درد وکړي.

ای وروره!
 
مخکې له دې چې، قبر ته ولاړ شې، پوره چمتوالی ونیسه، ځکه الله تعالی په (سُوۡرَةُ المؤمنون) کي فرمایي:

«حَتّٰىٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ»
ژباړه: تر دې پورې چې كله له دوۍ څخه كوم يوه ته مرګ راشي؛ نو وبه وايي: اې زما ربه! ما همغې دُنيا ته بېرته ولېږه چې، زه ورڅخه راغلى يم.

آیا مونږ کله هم دا تصور کړی دی چې، کله مونږ په قبر کې د بېرته تګ غوښتنه وکړو او راته وویل شي:

- نه! نه!  هېڅکله بېرته نشې تللای!
- اوس توبه ګار شوې؟
- اوس په ګناهونو پښېمانه شوې؟
- اوس د نېکو عملونو په آرمان شوې؟
- همغه ژوند ستا چانس وو، تا خپل چانس له لاسه ورکړی ده!
- هغه کومه ګناه وه چې، تا په خپل ژوند کې ونکړه؟
آیا ته یواځې د خوب، خوراک  او څښاک لپاره پیدا شوی وې؟
- هغه ته نه وې چې له نصیحت څخه به تنګېدلې او زما بندګي دې پريښې وه او د خپل نفس د غوښتنو بنده شوی وې؟
- آیا تاته معلومه نه وه چې، په همدغه ورځ به ته د ژوند د هرې شېبې ځواب ورکوې؟
- آیا لمونځ کول او نور نېک عملونه، دروند بار وو چې، تا یې د وړلو توان نه درلوده؟
- اوس توبه ګار شوې؟
- آیا مونږ تاته ښه ژوند او ځواني نه وه درکړې؟
- آیا همدغه ژوند دې چې تېر شو، د نېکو اعمالو د کولو لپاره یو غوره موقع نه وه؟
- آیا ته نه وې خبر چې، ته به ضرور مرې او بېرته دُنیا ته تګ نشته؟
- آیا مونږ ته نه وې خبر کړی چې، له مرګ وروسته بل ژوند هم شته چې، هغه ابدي ژوند دی؟
- آیا تاته پیغمبرانو دا دعوت نه وو درسولی چې، دلته یواځې نېک عمل تاته غوره ژوند دربښلی شي؟

دې ټولو پوښتنو ته به بې ځوابه یې او په چغو چغو به ژاړې؛ خو بیا به هغه چغې هیڅ ګټه نه کوي!

ای وروره!

د مرګ استازی له چا څخه اجازه نه غواړي، هغه ته پاچا او ګدا، امیر او فقیر، ځوان او بوډا بې تفاوته دي، د چا مراعات نه کوي، د چا کورني مجبوریتونه په پام کې نه نیسي، چې نصیب یې وي هغه رانیسي!

د مرګ استازی پاچاهان له قصرونو څخه راباسي، فقیران له جونګړو څخه، تنکي ماشومان د مېندو له غېږو څخه، هغه ځوانان چې نوي ودونه یې کړې وي له پالنګونو څخه، ناروغان له روغتونونو څخه.

د مرګ په چا زړه نه سوځي، مرګ د چا پروا نلري، مرګ تل توره په لاس په بې رحمۍ سره، د هرچا غاړې غوڅوي.
 

ای وروره!

راځه چې د ژوند په دغو پاتې شېبو کې د قبر د لمړۍ شپې د تیارو د رڼا کولو لپاره یو شمعه ولګوو، که فکر وکړو؛ نو په دُکانونو او د کاروبار په ځایونو او په خپلو کورونو کې مو د ښه ژوند لپاره د سپینې رڼا قېمتي ګروپونه لګولي وي.

که د نېکو عملونو یوه شمعه په همدغه تنګ غار (قبر) کې چې، تکه توره ترږمۍ به وي ولګوو، آیا ښه به نه وي؟

ای وروره!
 
قبر کې هلته ملګري، خپلوان او دوستان نشته، یواځینی ملګری چې، زمونږ به ورته سخته اړتیا وي، هغه نېک عمل دی؛ نو بیا ولې په ژوند کې د همدغه ملګري تلاش نه کوو؟
 
ای وروره!
 
هدیره کې تاته مال او دولت نه پکارېږي، هلته خان او غریب په یوه خاورين بستر پراته دي.

ای وروره!
 
دا ځواني او دا مستي به مو تل نه وي، یوه ورځ ضرور مرګ راتلونکی دی، راځئ چې نېک عملونه زیات کړو، بیا به هغه ورځ ډېر ارمان کوو، په کومه ورځ چې پر مونږ تورې خاورې انبار وي.

راځئ چې هديرې ته د عبرت لپاره ولاړ شو، هلته نورو مړو ته د دُعا تحفه یوسو، زمونږ دغې تحفې ته هغوۍ تل سترګې په لار دي، دا هغه خلک دي چې، یو وخت یې زمونږ په شان په دې نړۍ کې ژوند کوه؛ خو اوس بې وسه په سپېرو خاورو کې پراته دي.

په حدیث شریف کې راغلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«کُنْتُ نَهَيْتُکُمْ عَنْ زِيارَةِ الْقُبُورِ فَزُورُوا، فَاِنَّها تُزَهِّدُ فِي الدُّنْيا وَتُذَکِّرُ الآخِرَةَ» (رواه مسلم، احمد و سنن ترمذی)
ژباړه:  ما تاسې د قبرونو له لېدلو او ورتګ څخه منع کړي واست؛ خو اوس ورځئ ځکه چې، هغه تاسې ته آخرت درپه زړه کوي.
 
-----------------------
لیکنه: د قبر عذاب چا ته ورکول کیږي؟
 

سرته