تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زنا اسباب:په مهرونو کي زیادت او مبالغه
 
  April 25, 2017
  0
ژباړه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

بعضو خلکو خپلې لوڼې د یوه سامان په شان ګرځولي دي ، چي خرڅوي او اخلي یې  نو که چیرته ډیرې پیسي پري واخلي  او یا یې لاس ته پري راوړي  نو پري خوشحاله وي، او هغه کس چې قریب یې شو او نور باقي عمر یې له  هغه ښځي سره تیریږي نتیجه یې د ژوند تر آخره  د دواړو تر منځ بد چلند وي،  نو دا نن چي کومه بدبختي، ظلم او جهالت  او د ښځو سره بد چلند سر ته رسول کیږي ، د دې یوه هم وجه ډیر مهر اخیستل ده ، او  د انجلۍ پلار ته دا خبر لازمه ده چي داسي خاوند ورته پیدا کړي، چي هغه صالح کس وي خو نن خلک په هغه چا پیسي ګرځي چي هغه ډیرې مځکې لري، موټران لري ، بنګلي لري خو اي پلاره ! ستا د لور  سعادت په دې کي دی چي ته یې داسي چا ته ورکړې چي هغه ډیره دنیا نه لري دا به تر هغه درته بهتره وي چي ته یې داسي چا ته ورکړي چي هغه ډیره دنیا لري، او دا قول د الله رب العزت ووارئ چي فرمايي:

( وَأَنكِحُوا الأَيَامَى مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ) سورة النور:۳۲
ستاسي څخه چي کوم کسان (سړی یا ښځي ) مجرد وي، او ستاسي له مینزو او مریانو څخه چي څوک نیکان وي ،  د هغو سره نکاح وکړئ، که هغوی بیوزلي وي، نو الله به په خپلي مهرباني سره هغوي شتمن کړي، الله ښه  پراختیا راوستونکی او د علم څښتن دی.

او همدارنګه موږ رسول الله صلي الله علیه وسلم  په دې باندي تشویق کړي یو چي د خپلو لوڼو څخه  په نکاح ورکولو کي اجازه واخلو او هغه چا ته یې په قهر او په زوره په نکاح نه کړو کوم چي د هغوی خوښ نه وي ، ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایې  تاسو باکره یعني پیغله ښځه تر هغه وخته مه په نکاح ورکوی چي تر څو دا ښځه  اجازه ونه کړي. ( بخاري او مسلم ) 

او همدارنګه بل حدیث کي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي چي پیغله ښځه به خپل پلار ته  په نکاح ورکولو کي اجازه کوي. (مسلم )

 نو له دې وجي  د پلار لپاره جایز نه ده چي  خپله لور په زور په نکاح داسي چا ته ورکړي، چي هغه ددې خوښ نه وي، اګر که هغه ددې سیال هم وي.
 

 نو له دې وجې د علماوو فتواوي هم ددې حدیثو موافق دي یو عرب عالم وايي: د هیڅ کس لپاره جائز نه ده چي خپله لور بل چا ته په زور په نکاح کړي او دا حرام کار دی ، او کومه نکاح چي په حرامه طریقه وتړل شي هغه نه نافذه کیږي ، دا خبره معلومه او ثابته ده چي رضا د دواړو د نکاح د صحت لپاره شرط ده ځکه  که نکاح صحیح شي نو دا خو بیا د رسول الله صلي الله علیه وسلم د امر ضد او مخالف کار دی ، ځکه هغه د داسي کولو څخه منع کړې ده ، د دې لپاره رسول الله صلي الله علیه وسلم منع ځني کړي ده چي په امت باندي یې کوم کار مبهم یا پټ پاتي نه شي ، او په کوم شي یې چي امر کړی دی ددې لپاره چي هغه وکړئ ، نو ددې جهته راجح قول دا دی چي دغه نکاح فاسد ده او دغه عقد چي په زور او جبر سره شوی دی ، فاسد دی او په محکمه کي په دې مسئله کي نظر کول په کار دی. 

او بل په تجربه سره دا خبره ثابته ده چي ډیر کرته هغه کسان پیښمانه دي چي دوی د خپلو لوڼو نکاح په زور او جبر سره بغیر د دوی له اجازې  کړې وي، او هغه خاوند او ښځه په دې نکاح سره راضي نه وي ، خو که هر څومره پیښمانتیا وروسته وکړي فایده نه لري، نو د داسي نکاح څخه مسکنت ، فقر ، غرابت ، وغیره نور مصیبتونه تري پیدا کیږي ځکه خاوند او ښځه په خپلو کي سره راضي نه وي او بد چلندي د یوه او بل سره کوي تر داسي اندازي پوري چي د دوی له بد چلندۍ څخه  د دوی اولاد له خپل مور او پلار سره په بد چلندي اخته کیږي. 

ادامه لری...

د زنا اول سبب: اختلاط
 
www.Taleemulislam-Radio.com
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته